امنیت

د هلمند د تش په نامه والي له مړینې څخه وروسته د طالبانو مورال مات شوی دی

د ضیأ ثمر راپور

د ایتلاف یوه هوایي برید د ۱۳۹۷ د لیندۍ په ۱۰ مه په هلمند ولایت کې لږ تر لږه ۳۲ تنه طالب اورپکي ووژل. د دغه ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا عبدالمنان منصوري د هغو ټپونو له امله، چې د هوایي برید په ترڅ کې ور رسېدلي وو، مړ شو. [د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت]

لښکرګاه -- محلي چارواکي او اوسېدونکي وایي، د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د تش په نامه والي، ملا عبدالمنان منصوري مړینې، چې د تېرې میاشتې په نیمایي کې پېښه شوه، د اورپکو دغې ډلې ته سخت ټکان ورکړ او د جګړې په ډګر کې یې د هغوی د جنګیالیو مورال کمزوری کړ.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، ملا منان د لیندۍ په ۱۰مه، د هغو ټپونو له امله مړ شو چې د ایتلاف په یوه هوایي برید کې ور رسېدلي وو.

افغان چارواکو او طالبانو د ملا منان مړینه د دغه ګروپ لپاره یوه «لویه ضایعه» وبلله.

د هلمند امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق یعقوبي د لیندۍ په ۱۹مه سلام ټایمز ته وویل، «په دې کې شک نشته چې کله چې د طالبانو یو مشر مړ کیږي یا د جګړې له ډګر څخه محوه کیږی، هغه د دغې ډلې د غړو لپاره منفي عواقب لري،»

یو افغان کمانډو عسکر د ۱۳۹۶ د وږي په ۵ مه په داسې حال کې په پیره ولاړ دی چې د افغان هوایي ځواک یوه څرخکه د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه دپاسه الوتنه کوي. پراخو شویو افغان او ایتلافي هوايي بریدونو په وروستیو میاشتو کې په هلمند کې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د تش په نامه والي ملا عبدالمنان منصوري په شمول په سلګونو اورپکي ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو افغان کمانډو عسکر د ۱۳۹۶ د وږي په ۵ مه په داسې حال کې په پیره ولاړ دی چې د افغان هوایي ځواک یوه څرخکه د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه دپاسه الوتنه کوي. پراخو شویو افغان او ایتلافي هوايي بریدونو په وروستیو میاشتو کې په هلمند کې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د تش په نامه والي ملا عبدالمنان منصوري په شمول په سلګونو اورپکي ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا عبدالمنان منصوري په یوه بې نېټې عکس کې لیدل کیږي. [د هلمند د والي د رسنیو دفتر]

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا عبدالمنان منصوري په یوه بې نېټې عکس کې لیدل کیږي. [د هلمند د والي د رسنیو دفتر]

د افغان ملي اردو یو عسکر د تلې د میاشتې په ۲۱مه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه سره نژدې د افغان ملي اردو په یوه بېس،‌ شورابک کمپ کې، د روزنیزو تمریناتو په ترڅ کې نښه ولي. [ضیأ ثمر]

د افغان ملي اردو یو عسکر د تلې د میاشتې په ۲۱مه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه سره نژدې د افغان ملي اردو په یوه بېس،‌ شورابک کمپ کې، د روزنیزو تمریناتو په ترڅ کې نښه ولي. [ضیأ ثمر]

هغه وویل، «د ملان منان وژنې په هلمند کې د طالبانو مورال لا نور کمزوری کړ، ځکه چې هغه په هلمند کې خواوشا اته کاله د جنګ کولو تجربه لرله،»

یعقوبي وویل، ملا منان په وروستیو کې یو د استخدام او روزنې مرکز جوړ کړی وو، چې هلته به یې طالب اورپکو ته روزنه ورکوله چې په هلمند او همدارنګه په فراه او اروزګان ولایتونو کې جګړه وکړي.

ملا منان، چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو تر ټولو لوی مشر وو، د یاغیتوب پراختیا رهبري کړې وه او د هلمند په اپینو غني ولایت کې یې د تېرو نهو کالو په ترڅ کې د خپل واک ريښې ښخې کړې وې.

یعقوبي وویل، «په هلمند کې د اپین ټوله سوداګري هغه اداره کوله. هغه د نشه ییزو توکو له قاچاقچیانو څخه پیسې ټولولې او د هغو په وسیله به یې وسلې او مهمات رانیول.»

هغه د ملا منان د مړینې په هکله وویل، «اوس دغه سیستم ویجاړ کړای شوی، او طالبانو ته یې سرچپه اغېزې ور رسېدلې دي. د هغوی مورال مات کړای شوی دی.»

محلي امنیت ښه شوی دی

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي حضرت ولي محمدي، چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، «د ملا منان له مړینې څخه وروسته، افغان ځواکونو یوازې د دوه ورځو عملیاتو په ترڅ کې د نادعلي ولسوالۍ د باباجي سیمه ونیوله،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان مات کړای شول او له دې امله چې هغوی خپل مشر له لاسه ورکړ، نو هغوی ونشوای کولی چې جنګ ته دوام ورکړي،»

محمدي وویل، «افغان ځواکونه به اوس وکولی شي چې له طالبانو څخه نورې سیمې ونیسي ځکه چې هغوی به هغه ډول ملاتړ ترلاسه نه کړي چې ملا منان هغوی ته برابراوه،»

د لښکرګاه یوه اوسېدونکي علي اکبري، چې ۲۹ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «د هغه له وژنې څخه سمدلاسه وروسته، افغان ځواکونو له څه تلفاتو ورکولو څخه پرته ټولې سیمې ونیولې او ژر به ټول هغه ځایونه، چې طالبانو په کې فعالیتونه کول، تر خپل کنټرول لاندې راولي،»

د ګرېشک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد ولي بارکزي، چې ۴۲ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د ملا منان په مړینه خوښ شو ځکه چې هغه د افغانانو دښمن وو. د هلمند اوسېدونکي به اوس په سوله کې ژوند وکړي ځکه چې هغه یو په زړه سخت جنګیالی وو چې غوښتل یې شپه او ورځ جنګ وکړي.»

طالبان د ایران مزدوران او ګوډاګیان دي

د تلې د میاشتې په وروستیو کې، په ریاض کې مېشت د ترهګرو د تمویل د په نښه کولو مرکز (ټي اېف ټي سي) ملا منان، د شپږو طالبانو په شمول، چې ډېرو یې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ سره اړیکې لرلې، په نهو کسانو د مالي بندیزونو د برخې په توګه په تور لست کې ونیو.

محلي مقاماتو تایید کړه چې ملا منان همدارنګه له ایران او د ایران اسلامي انقلابي ګارډ سره نژدې اړیکې لرلې چې په دې ترڅ کې یېله هغوی څخه وسلې ترلاسه کولې.

د هلمند والي محمد یاسین خان سلام ټایمز ته وویل، «افغان ځواکونو په هلمند کې وسلې نیولې دي چې ښیي چې طالبانو هغه له ایران څخه ترلاسه کړې وې،»

هغه وویل، «ملا منان په هلمند کې د طالبانو ټولې مالي سرچینې کنټرولولې، او اوس د دغې سیمې اوسېدونکي خوښ دي چې هغه وژل شوی دی،»

د هلمند د ولایتي شورا پخواني رییس بشیراحمد شاکر سلام ټایمز ته وویل، «ملا منان د ایران اسلامي انقلابي ګارډ سره اړیکې لرلې، او هغه تل هغه څه کول چې هغوی به ورته ویل،»

هغه وویل، «د ملا منان په وژنې سره، د هلمند په شخړه کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ لاسوهنه پای ته رسېدلې، او دا به دلته د امنیت لپاره مثبتې پایلې ولري،»

د طالبانو لا نور وېشل کېدل

شاکر وویل، ملا منان تل د طالبانو رهبرۍ ته ژمن نه وو، او زیاته یې کړه چې ملا منان «په جنوب لویدیځه سیمه کې ځانګړی نفوذ» درلود.

هغه د طالبانو مؤسس مشر ملا محمد عمر او اوسني لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته په اشارې وویل، «د ملا عمر له مړینې څخه وروسته، ملا منان په بشپړ ډول د ملا هبت الله حکم نه مانه،»

د ۱۳۹۴ د چنګاښ په میاشت کې، طالبانو د ګروپ د مؤسس مشر مړینهله پېښې څخه له دوه کاله ډېر وروسته تایید کړه.

د ملا اخترمحمد منصور (د ملا عمر خلف چې په ۲۰۱۶ کې ووژل شو) پرځای د ملا هبت الله په ټاکل کېدلو د طالبانود بېلابېلو ډلو تر منځ لا نور درزونه رامنځته شول.

د دغسې یوې جلا شوې ډلې مشر د ۱۳۹۶ د تلې په میاشت کې له طالبانو سره په هلمند کې د ایران پوځي او مالي ملاتړ تایید کړ.

د ملا محمد رسول په مشرۍ د یوه جلا شوې ګروپ مرستیال ملا منان نیازي وویل، «ایران د هلمند ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي ته ۷۵۰ میلیونه افغانۍ (۱۱ میلیونه ډالر) ورکړي، او هغوی دغه پیسې په دې لګوي چې په ۱۰ ولایتونو کې زمونږ او د افغان حکومت پر ضد جنګ وکړي».

غیرمشروع جګړه

په لښکرګاه کې د جومات امام مولوي ذین الله جامع سلام ټایمز ته وویل، «د طالبان جګړه غیرمشروع ده، او په اسلام کې ځای نه لري،»

هغه وویل، «زه د هغو علماو او مفتیانو په حال افسوس کوم چې د پردیو په حکم او د مادي امتیازاتو په بدل کې د خلکو د وژنې فتواوې صادروي. اسلام د مساواتو دین دی، او هیڅوک هم اجازه نه لري چې د یوه مسلمان د وژلو فتوا صادره کړي.»

هغه وویل، هغه تمه لري چې د ملا منان له مړینې څخه وروسته به «سوله، امنیت او ارامي» بیا رامنځته شي.

هغه وویل، «ټول علماء باید هر څوک دې ته وهڅوي چې سوله وکړي، او که هغوی نه غواړي چې داسې وکړي، د دې معنی دا ده چې هغوی هم په قتل کې لاس لري،»

د هلمند د والي د رسنیو دفتر د لیندۍ په ۲۰مه اعلان وکړ چې،د خواوشا یوې میاشتې په ترڅ کې، افغان ځواکونو په هلمند کې لږ تر لږه ۲۵۱ تنه طالب اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي،‌ چې په وژل شویو کسانو کې په ملا منان سربېره د هغه ویاند ملا جاوېد او ۱۱ نور جیګپوړي طالب چارواکي هم شامل دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، د لیندۍ په ۱۰مه په برید کې، چې ملا منان یې وواژه، ۳۲ نور طالب جنګیالي هم ووژل شول.

هغه د لیندۍ په ۱۱مه ای اېف پي ته وویل، د اورپکو د مشر مړینه «به د دښمن مورال کمزوری کړي او په هلمند او نورو جنوبي ولایتونو کې به امنیت ته وده ورکړي».

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند امریکایي ډګروال ډیو بټلر په عین ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، «طالبان باید د جنګ پر ځای د سولې د خبرو د پرمخ بوولو په هکله غور وکړي.‌ کله چې د هغوی جنګیالي او مشران په دوامداره توګه تر بریدونو لاندې وي، هغوی به د جنګ د سختولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شي

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه سو چې دا خو مردار سو

ځواب ورکړئ