ديپلوماسي

د افغان حکومت پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره ابوظبي ته رسېدلی دی

سلام ټایمز

د دفتر ویاند محمد نعیم د پرانستې د اعلان پر وخت خبریالانو ته وویل، طالبانو د ۱۳۹۳ د غبرګولي په میاشت کې د قطر په دوحه کې یو سیاسي دفتر پرانست. د دغه دفتر هدف دا دی چې له نړیوالې ټولنې او افغان ډلو سره په افغانستان کې د یوه «سوله ییز حل» لپاره خبرې اترې پیل شي. [فیصل التمیمي/ای اېف پي]

د دفتر ویاند محمد نعیم د پرانستې د اعلان پر وخت خبریالانو ته وویل، طالبانو د ۱۳۹۳ د غبرګولي په میاشت کې د قطر په دوحه کې یو سیاسي دفتر پرانست. د دغه دفتر هدف دا دی چې له نړیوالې ټولنې او افغان ډلو سره په افغانستان کې د یوه «سوله ییز حل» لپاره خبرې اترې پیل شي. [فیصل التمیمي/ای اېف پي]

کابل -- افغان حکومت د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۷مه/ ابوظبي ته د سولې د مذاکراتو یو ټیم ولېږه. دغه پلاوی یوه ورځ وروسته له هغه هلته ورسېد چې د متحده ایالاتو او طالبانو استازو هلته د ۱۷ کلنې شخړې د پای ته رسولو لپاره خبرې ترسره کړې.‌

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په یوه ټویټ کې ولیکل، «افغان مرکچي ټیم (@AFGNEGTeam)، چې مشر مرکچي عبدالسلام رحیمي یې مشري کوي، ابو ظبي ته ورسېد چې د طالبانو پلاوي سره له نژدې څخه خبرې اترې پیل کړي او د دواړو لوریو تر منځ یوې مخامخ کتنې ته لاره هواره کړي،»

هغه وویل، رحیمي د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل او په دې اونۍ کې به د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو له استازو سره وګوري.

د افغان حکومت د مرکچیانو ۱۲ کسیزه ډله لومړی د لیندۍ په ۷مه د ولسمشر اشرف غني له خوا اعلان کړای شوه. دا کار د داسې یوې دپلوماتیکې هڅې د برخې په توګه وشو چې طالبان په کابل کې له حکومت سره د سولې د خبرو مېز ته حاضر کړي.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد (چپ) په افغانستان کې د سولې په هکله د خپلو کتنو د برخې په توګه د لیندۍ په ۲۲مه په بروسلز کې د ناټو عمومي منشي جنس ستولتنبرګ سره وکتل. د خلیلزاد دفتر د لیندۍ په ۲۳مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «مونږ د سولې لپاره په خپله غوښتنه یو لاس ولاړ یو!». [د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد/ټوېټر]

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد (چپ) په افغانستان کې د سولې په هکله د خپلو کتنو د برخې په توګه د لیندۍ په ۲۲مه په بروسلز کې د ناټو عمومي منشي جنس ستولتنبرګ سره وکتل. د خلیلزاد دفتر د لیندۍ په ۲۳مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «مونږ د سولې لپاره په خپله غوښتنه یو لاس ولاړ یو!». [د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد/ټوېټر]

د طالبانو او متحده ایالاتو استازي سره ګوري

طالبانو د سې شنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې وایي خبرې یوازې د طالبانو او متحده ایالاتو د استازو تر منځ او «د اشغال د پای ته رسولو په هکله» دي، او له دې څخه یې انکار وکړ چې طالب چارواکي به د افغان حکومت له استازو سره وګوري.

په اعلامیه کې راغلي، «مونږ یو ځل بیا دغه راپورونه ردوو،» او دغه ډول راپورونه یې «پروپاګند» او «بې بنسټه» وبلل.

اعلامیه وایي، «زمونږ هېوادوال باید د کابل ادارې د چارواکو او اورګانونو اوازو او ګومانونو ته هېڅ ارزښت ور نه کړي،»

ای اېف پي راپور ورکړ، چې د متحده ایالاتو حکومت تایید نه کړه چې په ابوظبي کې د خلیلزاد او طالبانو تر منځ مستقیمې کتنې شوي دي.‌

د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۶مه/، واشنګټن وویل چې په متحده عرب اماراتو کې کتنې روانې دي «چې د شخړې د پای ته رسولو لپاره یوه بین الافغاني دیالوګ ته وده ورکړای شي» او دا چې خلیلزاد د دې لپاره په سیمه کې دی.

په اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد «پخوا د طالبانو په شمول له ټولو اړوندو ډلو سره کتلي او له هغوی سره کتنو ته به دوام ورکړي، څو د مذاکراتو له لارې شخړې ته د حل لاره ومومي،»

خلیلزاد، چې هیله یې څرګنده کړې چې د راتلونکي کال د وري په میاشت کې د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه مخکې به یو تړون وشي، د وږي په میاشت کې له خپل تقرر راهیسې سیمې ته څو سفرونه کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې په دې سفر کې هغه همدارنګه له افغانستان، پاکستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، قطر او بلجیم څخه لیدنه وکړه، او هلته یې ټویټ وکړ چې هغه د ناټو عمومي منشي جنس ستولتنبرګ سره وکتل.

سولې ته هیله من

نړیواله ټولنه د خبرو د امکان په هکله هیله منه ده.‌

ستولتنبرګ د لړم په ۱۵مه په کابل کې له غني سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې وویل، «اوس د سولې احتمال د تېرو کالو په نسبت ډېر زیات شوی دی. طالبان باید پوه شي چې د جګړې دوامبې ګټې او بې ثمره دی.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) رییس، تدامیچي یاماموټو، وویل، د مذاکراتو له لارې په افغانستان کې د ۱۷ کلنې شخړې پای ته رسول «هېڅکله دومره حقیقت ته نژدې نه وو لکه اوس چې دي».‌

هغه د لیندۍ په ۲۶مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل، «راتلونکی مهم ګام به دا وي چې د افغان حکومت او طالبانو استازي سره وګوري، یا دا چې په دې هکله رسمي ابتکار وشي چې د خبرو ترسره کولو لپاره څنګه منځګړتوب وشي،»

هغه وویل، «د سیمه ییزو فعالانو او ګاونډیانو د هڅو په شمول ټولې نړیوالې هڅې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هڅو سره برابرې او په اساس ترسره شي،»

امریکاغږ راپور ورکړ، چې د ابوظبي په خبرو کې د پاکستان، افغانستان، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو استازي شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د لیندۍ په ۲۵مه ټویټ کړه چې، «پاکستان له نړیوالې ټولنې او نورو شریکانو سره یوځای، په افغانستان کې سولې او روغې جوړې ته ژمن دی. مونږ هیله لرو چې دا به په افغانستان کې وینه تویونه پای ته ورسوي او سیمې ته به سوله راولي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند امریکاغږ ته وویل، «مونږ د طالبانو، افغان حکومت او نورو افغانانو تر منځ د خبرو اترو د پخولو په شمول، د هرو هغو ګامونو هرکلی کوو چې د پاکستان حکومت یې د امنیت، ثبات او په جنوبي اسیا کې د ثبات د پرمختګ لپاره اخلي،»

د ابوظبي خبرې په مسکو کې د تېرې میاشتې ناکامو خبرو پسې وروسته ترسره کیږي. د مسکو په خبرو کې،د افغانستان د ملي یووالي د حکومت او د متحده ایالاتو استازو برخه نه وه اخیستې.

د پاکستان د حکومت یوه جیګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وویل، دا په درې کالو کې لومړی ځل دی چې د افغان حکومت چارواکي او د طالبانو استازي دواړه د مذاکراتو په هکله په یوه غونډه کې برخه اخلي.

چارواکي وویل، «دا یو داسې لوی کار دی چې د اغېز له مخې له هغه څه څخه ډېر مهم دی چې روسانو وکولی شوای چې طالبان د ملي یووالي له حکومت څخه پرته مېز ته راولي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه.

ځواب ورکړئ

الحمدلله رب العالمین.

ځواب ورکړئ