غني له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره مذاکره کوونکي ټیم اعلان کړ

ای اېف پي

جنیوا -- ولسمشر اشرف غني د چارشنبې په ورځ /د تلې ۷ مه/ له طالبانو سره د سولې د متوقع خبرو لپاره یو ۱۲ کسیز ټیم اعلان کړ.

غني د سویتزرلنډ په جنیوا کې د افغانستان په هکله کانفرانس کې وویل، افغان حکومت «یو ۱۲ کسیز مذاکره کوونکي ټیم جوړ کړی، چې ښځې او سړي دواړه په کې شامل دي، او د ولسمشر د دفتر رییس عبدالسلام رحيمي یې مشري کوي،»

غني څلور اساسات یاد کړل، او ویې ویل چې هغه به د هرې هوکړې د ملا تیر جوړ کړي. په دغو اساساتو کې د افغانستان اساسي قانون ته درناوی او په کورنیو چارو کې د خارجي «ترهګرو» او جنایتکارو ډلو د لاسوهنې مخالفت شامل دي.

کابل وړاندیز کړی چې له طالبانو سره له وار له مخه شرطونو څخه پرته مخامخ وګوري،‌خو یاغیانو لا تر اوسه دا نه ده منلې چې مخامخ خبرې وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500