ديپلوماسي

مرستندویانو له افغانستان سره مرسته اوربند او د سولې د خبرو شرطونو پورې وتړله

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان امنیتي منسوبین د لیندۍ په ۴مه په بامیان ښار کې له دوو چاودنو څخه وروسته د پېښې ځای ته رسېږي. دغو چاودنو لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د لیندۍ په ۴مه په بامیان ښار کې له دوو چاودنو څخه وروسته د پېښې ځای ته رسېږي. دغو چاودنو لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

جنیوا، سویتزرلنډ -- مرستندویانو د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۳مه/ په افغانستان کې د یوه عاجل اوربند غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د څلورو کالونو په ترڅ کې به له افغانستان سره ۹۲۲.۸ ملیارده افغانۍ (شاوخوا ۱۲ میلیارده ډالر) مرسته وکړي -- خو خپلې پیسې یې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د مدني حقونو ملاتړ پورې وتړلې.

د سویتزرلنډ په جنیوا ښار کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د مرستندویانو په نړۍ وال مجازي کانفرانس کې، هېوادونو له افغانستان سره خپله ژمنه بیا تازه کړه او د یوه «عاجل دایمي او هر اړخیز اوربند» غوښتنه یې وکړه.

دا غوښتنه په داسې حال کې وشوه چې په بامیانو کې -- چې د خپل لرغوني بودایي میراث له امله مشهور دی او د اکثریت شیعه قومي اقلیت ډېر غړي په کې مېشت دي، دوه چاودنې وشوې.

د بامیانو امنیه قوماندان زبردست ساپي ای اېف پي ته وویل، «په دوو چاودنو کې ۱۴ کسان ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول،» او زیاته یې کړه چې په وژل شویو کې یو د ترافیکو پولیس هم شامل دی.‌

(له چپ لوري) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر،‌ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ډېبورا لیونس او د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پېکا هاویستو د لیندۍ په ۴مه د سویتزرلنډ په جنیوا ښار کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ د مرستندویانو د کانفرانس په پای کې په یوه خبري کانفرانس کې برخه اخلي. [فیبریس کافریني/ای اېف پي]

(له چپ لوري) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر،‌ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ډېبورا لیونس او د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پېکا هاویستو د لیندۍ په ۴مه د سویتزرلنډ په جنیوا ښار کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ د مرستندویانو د کانفرانس په پای کې په یوه خبري کانفرانس کې برخه اخلي. [فیبریس کافریني/ای اېف پي]

د بامیانو د امنیه قوماندانۍ ویاند رضا یوسفي وویل،‌ چاودېدونکي توکي په دوو جلا جلا ځایونو کې ځای پرځای شوي وو، او زیاته یې کړه چې دوه مشکوک کسان ونیول شول.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین د تلفاتو شمېر تایید کړ او ویې ویل چې وزارت څېړنه کوي.‌

هغه وویل، «دا یو د نه منلو وړ جرم دی.»

هېڅ ډلې هم په سملاسي توګه د چاودنو مسؤلیت نه دی منلی، او طالبانو په پېښه کې له لاس لرلو څخه انکار وکړ. داعش په کابل کې په هزاره ټولنه باندې د وروستیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

ځایي اوسېدونکیو وویل، جوړه بمي بریدونه -- چې د یوه مارکېټ مخې او یوه روغتون ته نږدې پېښ شول -- په افغانستان کې تر ټولو تازه او ستر ترورستي پیښې دي. سره له دې چې د طالبانو او افغان حکومت مرکچیان په قطر کې د سولې د خبرو لپاره سره ګوري، په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د ستایلو وړ مرسته

مرستندوی هېوادونه په هرو څلورو کالونو کې یو ځل سره ټولېږي او له افغانستان سره د مرستو ژمنه کوي. سږ کال، ۶۶ هېوادونه او ۳۲ نړۍ والې موسسې سره یوځای شوې او د افغانستان لپاره د مرستندویانو څلورکلن کانفرانس یې ترسره کړ.‌

د کانفرانس برخه والو ټینګار وکړ چې د تېرو ۱۹ کالونو په ترڅ کې شوې لاسته راوړنې، په ځانګړې توګه ولسواکي، د قانون حاکمیت او بشري حقونه -- په تېره بیا د ښځو، اقلیتونو او ماشومانو حقونه باید خوندي کړای شي.

که څه هم چې وروستي ارقام لا نه دي سره یوځای شوي، مرستندویانو د ۲۰۲۱ میلادي کال لپاره د ۲۳۰.۷ میلیاردو افغانیو (له ۳ میلیاردو ډالرو څخه ډېرو ډالرو) د مرستې ژمنه کړې ده.‌

د کانفرانس یوه منتظم او د فنلنډ د پراختیا وزیر ويل سکیناري وویل، په پام کې ده چې کلنۍ ژمنې په همدې کچه پاتې شي خو دا د کابل اجرأتو پورې اړه لري.‌

هغه وویل، «دا به د څلورو کلونو په ترڅ کې شاوخوا ۹۲۲.۹ میلیاردو افغانیو (۱۲ میلیاردو ډالرو) ته ورسیږي.‌»

د ۲۰۱۶ مخکیني کانفرانس چې په بروسلز کې ترسره شو ۱.۲ تریلیونه افغانۍ (۱۵.۲ میلیارده ډالر) راټول کړي وو.‌

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وویل، په داسې حال کې چې هېوادونه د کووېډ-۱۹ وبا له امله رامنځته شوي اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دي، دا نوي ارقام «د ستایلو وړ» دي.‌

هغه په داسې حال کې چې د اوربند غوښتنه یې وستایله، وویل، «طالبان باید واوري چې یواځې افغانان نه دي چې د اوربند غوښتنه کوي، بلکې ټوله نړۍ واله ټولنه اوربند غواړي.»

هغه وویل، «طالبان پوهېږي چې دا ستونزه پوځي حل نه لري.»

د طالبانو تاوتریخوالی د زغملو وړ نه دی

طالبانو او افغان حکومت د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې پیل کړې، خو ژر د اجندا، د خبرو اترو لپاره د اساسي چوکاټ او د فیصلو لپاره د فقه په سر د اختلافاتو له امله له ستونزو سره مخامخ شول.‌

خبرو ته نږدې سرچینو د سې شنبې په ورځ وویل، البته، مذاکرات دې ته چمتو دي چې بلې مرحلې ته پرمخ لاړ شي.‌

ولسمشر اشرف غني د ویډیوي اړیکې له لارې د جنیوا کانفرانس ته په وینا کې وویل، «له طالبانو سره د مذاکراتو ترسره کولو په برخه کې زموږ ژمنې ټینګې دي.»

هغه وویل، خو له هغه وخت راهیسې چې د متحده ایالاتو - طالبانو هوکړې د کب په میاشت کې د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي تر میاشتې پورې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړه، تاوتریخوالی «اوج» ته رسېدلی دی.

هغه وویل، «د سولې د رامنځته کولو لپاره پلانونه هغسې چې فکر کېده نه دي پرمخ تللي. ستونزې او وژنې هره ورځ افغانان له ستونزو سره لاس او ګرېوان کوي. دا حالت د منلو وړ نه دی.»

د کورنیو چارو وزارت تېره اونۍ وویل، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۳ ځانمرګي بریدونه ترسره کړي او ۱۳۵۰ چاودېدونکې وسیلې یې چولي دي چې په نتیجه کې یې ۱۲۱۰ ملکي کسان وژلي او ۲۵۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.‌

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، په داسې حال کې چې واشنګټن له افغانستان سره «خپلې ژمنې ته دوام ورکوي»، د سولې په مذاکراتو کې کېدونکي انتخابونه به د راتلونکي نړۍ وال ملاتړ په کچه او ساحه باندې اغېز وکړي.‌

د مرغومي تر ۲۶مې پورې به ۲۰۰۰ نور امریکایي عسکر هم له افغانستان څخه وځي، او یواځې ۲۵۰۰ به پاتې شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یوه ښه پرېکړه وه چې نړۍ خپلې مرستې په افغانستان کې اوربند او سولې پورې مشروطې کړې. که نړۍ والې ټولنې دا کار نه وای کړی، افغان حکومت به سولې ته نه وای تیار شوی، او له هغه وخت نه چې د سولې د بین الافغاني خبرو پروسه پیل شوې، د افغان حکومت مشران هڅه کوي چې دغه پروسه ټکنۍ کړي. دغه ډول فشار باید په طالبانو باندې هم واچول شي. که چېرې دا ډله اوربند کولو ته نه چمتو کېږي، نړۍ باید بندیزونه پرې ولګوي، او نړۍ واله ټولنه باید په عربي هېوادونو او پاکستان باندې هم فشار واچوي چې د طالبانو له ملاتړ کولو څخه لاس واخلي. بیا به په افغانستان کې سوله راشي او دواړه لوري به سره هوکړه وکړي. که نه،‌ هر لوری به هڅه وکړي چې په بل لوري باندې خپلې غوښتنې تحمیل کړي او د مذاکراتو پروسه وځنډوي.

ځواب ورکړئ

مرسته کونکو هیوادونو ښه پریکړه یې کړې. تر څو چې پر افغان حکومت هم فشار رانوړل شي، دوی به هم طالبانو سره هیڅ کله د یو ګ‌ډ حکومت جوړلو سوچ ونکړي. دواړه خواوې هم طالبان او هم حکومت د واک تږي دي او د سولې لپاره به هیڅ کله دوی د واک نه تېر نه شي. نو له همدې کبله باید پر دواړو خواوو فشارو وارد شي تر څو دوی جګړې څخه لاس واخلي او یو ګډ حکومت جوړولو ته اړ شي. پرته له فشار څخه دغه د قدرت تږي هم طالبان او اهم د افغان حکومت چارواکي به هیڅ کله هم د خلکو وژنو څخه لاس وانخلي. که اشرف غني یواځې کابل هم پاتې شي دی به له واک نه لري نشي. نو زما د تصبرې هدف داده چې پرته له یو ګډ او ټول شموله نظام نه افغانستان که سوله ناشونې ده.

ځواب ورکړئ

اوربند خو طالبان پورې اړه لرې. که چیرې طالبان اوربند اعلان نکړې نو مرستندویه هیوادنه به له افغانستان سره مرسته نکوې؟ دا بیخې بی منطبقه پریکړه ده چې دغه هیوادنه په داسې یو شې ټینګار کوي چې هغه دوی ته اړه نه لري.

ځواب ورکړئ