https://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2020/02/05/feature-02
چاپیریال |

د اقلیم بدلون د بامیانو لرغونې خزانې له ګواښونو سره مخامخ کړي دي

ای اېف پي

image

په عکس کې، یو سړی د تېر لړم په ۲۸مه د لمر لوېدلو پر وخت د بامیانو د بودا د یوه بت مخې ته چې طالبانو په ۱۳۷۹ کال کې په بامیان ولایت کې ویجاړ کړل، په خپل موټر سایکل سپور تېریږي. [محمد علي شیدا/ای اېف پي]

بامیان -- د بامیان ولایت لرغونې خزانې د اورپکو له خوا د بارودو د ضربې له ور رسېدلو او د غلو له خوا له لوټ کېدلو څخه وروسته له یوه نوي او ممکن ډېر وېروونکي ګواښ؛ د اقلیم بدلون، سره مخامخ دي.

د بامیانو درې جالب او د انځور اخیستنې وړکمرونه چې د هندوکش غرونو په زړه کې پراته دي -- چېرې چې طالبانو په ۱۳۷۹ کال کې د بودا د پېړیو زاړه بتان ویجاړ کړل -- اوس هم د سوریو داسې یوه شبکه لري چې عبادت ځایونه، صومعې او بودایي نقاشۍ په کې موجود دي.

همدارنګه، په دې دره کې د ورېښمو لارې د وخت د شهر غلغله کلا او ختیځ لوري ته د شهر ضحاک کلا پراته دي.‌

image

په عکس کې، چې د تېر لړم په ۲۷مه اخیستل شوی دی، د بامیان په لمنو کې په یوه دره کې د ضحاک د لرغوني جوړښت پاتې شوني لیدل کیږي. [محمد علي شیدا/ای اېف پي]

image

په عکس کې، چې د تېرې لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی دی، یو سړی په بامیان کې له هغو سوریو سره نږدې چې هغه په کې له خپلې کورنۍ سره یوځای ژوند کوي، په یوه لاس ګاډي کې اوبه وړي. [محمد علي شېدا/ای اېف پي]

شنونکي وایي،‌ وچ موسمونه چې وروسته ورپسې درانه بارانونه ورېږي او له عادي حالت څخه لوی د واورو ویلې کېدنې پسرلي، دغه تاریخي هنري اثر او معمارۍ د ویجاړتیا له خطر سره مخامخ کوي.‌

د ملګرو ملتونو د ۱۳۹۵ په یوه راپور کې د افغان چارواکو له قوله راغلي چې، دغه جوړښتونه د هغو شرایطو له امله چې مستقیما د اقلیم بدلون پورې اړه لري «ښایي ونړیږي او سخت ویجاړ شي.»

ویجاړتیا په ډېرېدلو ده

په افغانستان کې د فرانسې د لرغونپوهنې د ماموریت رییس فلېپ مارکیس ای اېف پي ته وویل، «د ویجاړتیا پروسې ډېرې چټکې دي، بارانونه ډېر ویجاړوونکي او د باد په اثر رامنځته کېدونکې ویجاړتیا قوي ده چې په دغو ساحو باندې ډېر سخت اغېز لري.»

مارکیس چې له لسیزو راهیسې په سیمه کې پلټنې کوي، وویل، «افغانستان له جیولوجیکي پلوه ډېر نازک دی، په ځانګړې توګه چې د ځنګلونو د منځه تلو له امله د بوټو پوښ سخت کمزوری شوی دی.»

د لرغونو ځایونو د ډیجیټلي کولو د فرانسوي شرکت آیکونیم (Iconem) د معلوماتو پر بنسټ، شهر ضحاک د تېرو ۳۰ کالونو په اوږدو کې د ګړندي شوي تخریب له امله «ډېر نازک» شوی دی.

د بامیان په شمال کې د سیغان ولسوالۍ اوسېدونکی باقي غلام چې ۲۱ کاله عمر لري،‌ وایي،‌ د اقلیم بدلون له ډېر وخت راهیسې داسې یو واقعیت دی چې اوسېدونکی ورسره مخامخ دي.

هغه په داسې حال کې چې هغو تشو ځایونو ته چې یو وخت د بودا مجسمې په کې ولاړې وې، کتل، وویل، «هوا د بدلون په حال کې ده -- اوس د پخوا په نسبت اوړي ډېر تاوده او ژمي ډېر ساړه دي،»

ډیری په لاس جوړشوي جوړښتونه سیمې ته د اسلام له راتګ څخه مخکې دورې دي، او له دې سره سره چې دا جوړښتونه د بل دین اړوند وو بیا هم هغو اوسېدونکیو چې له ای اېف پي سره یې خبرې کولې د سیمې تاریخ ته د خپل تاریخ په سترګه کتل.

له تشو کندو څخه، کتونکي کولی شي، کلتوري مرکز چې جوړښت یې په ۱۳۹۴ کې پیل شو خو لا بشپړ شوی نه دی، وویني.

د هغه هدف دا دی چې سیلانیانو ته د سیمې د میراث د ساتنې د عاجلې اړتیا په هکله معلومات ورکړي.

په بامیان پوهنتون کې د لرغونپوهنې د ډیپارټمنټ رییس علي رضا مشفق چې ۲۶ کاله عمر لري،‌ وویل، «که خلک پرته له دې چې معلومات ترلاسه کړي دا ساحې وویني هغوی هېڅ ګټه نشي ترلاسه کولی.» نوموړي شکایت وکړ چې د پیسو کمښت د هغه د زده کړیالانو په ګډون چې کتابونو ته لاسرسی نه لري، ډېر په تیاره کې ساتلي دي.

دغه لرغونپوه اعتراف کوي چې «ویجاړتیا په ډېرېدلو ده»، خو وایي چې اصلي خطر د لوټونکو په ګډون چې شمېر یې ډېر او پیاوړي دي «په ساحه کې له بشري نفوذ» څخه رامنځته شوی دی.

اوس د شهر غلغلې په کلا او نورو مهمو ساحو باندې ساتونکي مقرر شوي چې د دغه ډول ستونزو په وړاندې خوندي کړای شي.

د ځایي خلکو پوهاوی

له سیمې څخه د ځمکنیو ماینونو په پاکولو سره، په وروستیو کالونو کې په زرګونو سیلانیان دغې سیمې ته ورځي، خو د سیلانیانو ګڼه ګوڼې په سیمه کې د موجودو واقعیتونو په بدلون کې لږه مرسته کړې ده.

مشفق وویل، «موږ باید ځایي خلکو ته روزنه پیل کړو... او هغوی ته دا ور وښیو چې دغه ساحه څنګه خرابه نه کړي،» او زیاته یې کړه چې، ځینې اوسېدونکي اوس هم تاریخي ساحو کې حیواناتو ته خواړه ورکوي او پنډوي یې.

د غټ بودا له کندې څخه د ډبرې په وار یو وار لیرې ساحه کې د امان الله په نامه یوه ۳۷ کلن سړي وویل چې هغه او د هغه کورنۍ له یادو سوریو څخه یوه سوري ته ورکډه شوي او هلته دننه یې له هغه او دغه توکو څخه ځانونو ته کور جوړ کړی او کړکیو ته یې پلاستیکونه لګولي دي.‌

هغه په دې کار کې یواځې نه دی. ډېرو نورو غریبو کورنیو هم د لرغونو هنري اثارو او جوړښتونو تر څنګ سرپناوې برابرې کړي دي.

امان الله وویل، «دلته ۱۸ کورنۍ موجودې دي... موږ بله چاره نه لرله. که موږ ته کور راکول شي موږ به له دې ځای څخه لاړ شو.»

خو د لرغونپوهنې د فرانسوي ماموریت رییس مارکیس وایي چې غټ ګواښ د ځایي اوسېدونکیو له خوا چې په ساحه یې تجاوز کړی دی، نه دی، او نه هم د غلا کېدلو دی.

هغه وویل، «که څه هم چې هغه یو ډراماتیک کار دی، لاکن تخریب یې ... د طبیعت له امله د ویجاړیتا په نسبت کم دی.»

د ویجاړتیا او د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته شویو منفي تاثیراتو مخه نیول به په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر لګښت ته اړتیا ولري، او دغه هېواد د داسې یوه بار د پورته کولو لږه وړتیا لري.

د تطابق نړۍ وال نوښت چې په متحده ایالاتو کې د نوتر دام پوهنتون له خوا پر مخ وړل کیږي، افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې د تطابق په برخه کې په کمزورتیا کې د نړۍ د ۱۸۱ هېوادونو په لړ کې ۱۷۳م ځای لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
0
1 تبصره
د تبصرو تګلاره

که د ایران غلام زهیر هلته وي، هغه به نه یوازې تاریخي آبدات، بلکې همدارنګه به بامیان د هغه له ټولو شتمنیو او خزانو سره یوځای ویجاړ کړي.

ځواب ورکړئ