امنیت

په بند امیر کې د امنیت ښه والی د بامیان ولایت د ګرځندوی څپې ته قوت ورکوي

د سلیمان راپور

افغانان د زمري په ۲۳مه په بامیان ولایت کې د بند امیر له ملي پارک څخه لیدنه کوي. [سلیمان]

افغانان د زمري په ۲۳مه په بامیان ولایت کې د بند امیر له ملي پارک څخه لیدنه کوي. [سلیمان]

بامیان -- بند امیر، د افغانستان لومړنی ملي پارک په بامیان ولایت کې د هغو ځایونو له ډلې څخه دی چې د امنیت په ښه کېدلو سره په زرګونو کورني سیلانیان د لیدلو لپاره راجذبوي.

بند امیر چې حکومت په ۱۳۸۸ کال کې یو ملي پارک ونوماوه د بامیان درې سره نژدې پروت دی. دا هغه ځای دې چې طالبانو په کې په ۱۳۷۹ کال کې د کلتوري نسل وژنې په لړ کې د بودا دوه لرغونې مجسمې د چاودېدونکو توکو په وسیله ویجاړې کړې.

اوس هغه سیلانیان چې په بامیان ولایت کې د تاریخي ځایونو د لیدلو لپاره راځي وایي هغوی خوښ دي چې ګوري په سیمه کې د باور وړ امنیت ټینګ شوی دی.

د کابل ولایت یوه اوسېدونکي نور رحمان میرزایي چې ۲۲ کاله عمر لري، وویل، «ما په بند امیر کې دوه ورځې تېرې کړې او هلته ما هېڅ ناامني احساس نه کړه. په دې ولایت کې امنیت په ریښتیا سره ښه دی. که تاسو په بند امیر کې واوسېږئ، داسې به احساس کړئ بېخي لکه په یوه امن او خوندي هېواد کې چې اوسېږئ، نه په یوه جنګ ځپلي هېواد کې.‌»

افغانان بامیان ولایت ته د دې لپاره سفر کوي چې بند امیر ملي پارک او د بودا د سترو مجسمو ساحه وګوري. د بودا مجسمې طالبانو په ۱۳۷۹ کال کې ویجاړې کړې. [سلیمان]

افغانان بامیان ولایت ته د دې لپاره سفر کوي چې بند امیر ملي پارک او د بودا د سترو مجسمو ساحه وګوري. د بودا مجسمې طالبانو په ۱۳۷۹ کال کې ویجاړې کړې. [سلیمان]

دا عکس چې د ۱۳۹۵ د لړم په ۱۶مه اخیستل شوی، د بودا د مجسمو، چې طالبانو په ۱۳۷۹ کال کې ویجاړې کړې، ساحه ښیي. دغه مجسمې له پېړیو راهیسې ولاړې وې. د بودا دوه لرغونې مجسمې د بامیانو په یوه کمره کې کیندل شوې وې، چې د افغانانو نسلونو نسلونو ورسره مینه لرله او مقدسې یې بللې خو طالبانو د کلتوري نسل وژنې په یوه چاره کې ویجاړې کړې. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۵ د لړم په ۱۶مه اخیستل شوی، د بودا د مجسمو، چې طالبانو په ۱۳۷۹ کال کې ویجاړې کړې، ساحه ښیي. دغه مجسمې له پېړیو راهیسې ولاړې وې. د بودا دوه لرغونې مجسمې د بامیانو په یوه کمره کې کیندل شوې وې، چې د افغانانو نسلونو نسلونو ورسره مینه لرله او مقدسې یې بللې خو طالبانو د کلتوري نسل وژنې په یوه چاره کې ویجاړې کړې. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د بامیانو امنیه قوماندان جنرال صادق مرادي وویل، سیمه له ترهګرو ډلو څخه پاکه ساتل د سیلانیانو په راجذبولو کې مهم رول لوبوي.‌

هغه په یوه مرکه کې وویل، «په بامیان ولایت کې امنیت او ثبات په بشپړ ډول یقیني شوي دي. په دې ولایت کې طالبان او نور ترهګر ګروپونه هېڅ حضور یا فعالیتونه نه لري، او د بامیانو خلک خپلو امنیتي ځواکونو سره پراخه مرسته کوي.»

مرادي وویل، «مونږ په ټولو اوه واړو ولسوالیو او د بامیان ولایت په مرکز کې د باور وړ امنیت، ثبات او سوله لرو،‌ او دا د افغانستان د بېلابېلو برخو د زرګونو سیلانیانو لپاره لاره هواروي چې د دغه ولایت له تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړي او ښه وخت تېر کړي.»

هغه وویل، «د ښه شوي امنیت او سولې له برکته په تېرو څو کالو کې دغه ولایت ته د راتلونکو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی. دا شمېر دومره زیات شوی چې ډېر سیلانیان نشي کولی چې د بامیانو په هوټلونو کې اطاقونه ومومي،‌ او بیا په کمپونو او تر ونو لاندې ویده کیږي.»

د بامیانو والي محمد طاهر زهیر په یوه مرکه کې وویل، «د اختر د رخصتیو په ترڅ کې، د افغانستان د ختیځ، جنوب، لوېدیځ او شمال له بېلابېلو ولایتونو څخه د ښځو او کورنیو په ګډون خواوشا ۱۰۰ زره سیلانیان د تاریخي ځایونو او د بند امیر د طبیعي منظرو د لیدلو لپاره راغلل.»

هغه وویل، «دا د بامیان ولایت په تاریخ کې د سیلانیانو یوه بې سابقې څپه وه.»

لامبل او چکر وهل

زهیر وویل، «په دې ولایت کې د بامیانو د بودا د مجسمو په څېر تاریخي یادګارونو، ناب او طبیعي منظرو -- په ځانګړې توګه بند امیر -- په ګډه سره ملي او بین المللي سیلانیان دې ته راجذب کړي چې له بامیان څخه لیدنه وکړي.»

زهیر وویل، په دې ولایت کې د سیلانیانو د جذب د ډېرښت له برکته، د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ ټولنې بامیان ښار د ۱۳۹۴ کال لپاره خپله کلتوري پلازمېنه اعلان کړه.‌

هغه وویل، «مونږ په بامیان ولایت کې د ګرځندوی د پراختیا لپاره داسې پلانونه لرو چې ښه فکر پرې شوی دی، او همدارنګه مونږ له ملي او بین المللي شرکتونو څخه غواړو چې په دغه ولایت کې د ګرځندوی د ظرفیت په جوړونه کې پانګونه وکړي.»

یو شمېر سیلانیانو چې بامیانو ته د رسېدلو لپاره یې په لسګونو او ان سلګونو کیلومتره اوږده سفرونه کړي دي، وویل، بند امیر له تاوتریخوالي او ترهګرو څخه لیرې د چکر او ساعت تېرۍ لپاره یو ښه ځای دی.‌

د کندهار ولایت یوه اوسېدونکي عزیز اسحاقزي چې له بند امیر څخه یې لیدنه کوله، وویل،«مونږ له جګړې، ځانمرګو بریدونو او چاودنو څخه تر پوزې پورې راغلي یو.»

«ما پرېکړه وکړه چې خپلې د اختر ورځې له خپلو ماشومانو او خوریونو سره یوځای په بند امیر کې له جنګ او تاوتریخوالي څخه لیرې تېرې کړم. زمونږ د اختر لومړۍ ورځ ډېره ښه تېره شوه.‌ مونږ ډنډونه ولیدل، مونږ ولامبل او ښه مو ساعت تېر شو.»

هغه وویل، «زه ډېر خوښ یم چې زمونږ په هېواد کې د بند امیر په څېر یو د ساعت تېرۍ ځای موجود دی.»

اسحاقزي چې ۴۵ کاله عمر لري، وویل، «په بند امیر کې ډېره زیاته ګڼه ګوڼه ده. مونږ هیله لرو چې مقامات وکولی شي چې د لیرې ځایونو د سیلانیانو لپاره د ساعت تېرۍ نور ځایونه جوړ کړي.»

د بلخ ولایت یوه اوسېدونکي او په مزارشریف کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل چې ځان یې د سامحې په نامه معرفي کړ، وویل، «ما د بند امیر د ښکلا په رابطه اورېدلي وو، خو له نژدې څخه مې نه وو لیدلی.»

«بند امیر د سیلانیانو د جلبولو لپاره ښه ځایونه لري.‌ مونږ دلته تر اوسه پورې ډېر ښه وخت تېر کړ. مونږ په کشتۍ کې چکر وواهه او عکسونه مو واخیستل، او سړیو په ډنډ کې ولامبل.»

د سوداګرۍ ځلېدل

له بند امیر څخه د سیلانیانو د لیدنې د څپې پراخېدلو د ځایي اقتصاد او د بامیانو د اوسېدونکیو د معیشت په ښه کېدلو کې مرسته کړې ده.‌

د بامیانو یوه اوسېدونکي او په بند امیر کې د یوه دوکان مالک محمد رجب چې ۵۶ کاله عمر لري، وویل، «په بامیانو کې د نورو ولایتونو په نسبت امنیت بهتر دی.»

هغه وویل، د ګرځندوی په ډېرېدلو سره د هغه کاروبار غوړېدلی دی.

هغه په عمومي توګه ځایي دوکاندارانو ته په اشارې سره وویل، «هغه خلک چې بند امیر ته د چکر لپاره راځي هغوی له مونږ څخه شیان اخلي، او مونږ له خپلو دوکانونو څخه ډېر ښه عواید ترلاسه کوو.‌ زمونږ معیشتونه او اقتصاد د څو کالو پخوا په نسبت ښه شوي دي.»

په کابل کې یوه اقتصادپوه شبیر بشیر وویل، «ګرځندوی په نړۍ کې د تېلو له صنعت څخه وروسته تر ټولو ډېر ګټور صنعت دی ځکه چې هېوادونه له دغه سکټور څخه په ملیاردونو ډالر ګټه ترلاسه کوي.»

«ګرځندوی د هېوادونو په اقتصادي وده کې یو مهم رول لوبوي، او له نېکه مرغه چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د سیلانیانو د راجذبولو لپاره ډېر زیات ځایونه لري.»

هغه وویل، «که چېرې حکومت د بهرنیو سیلانیانو لپاره معیاري اسانتیاوې جوړې کړې، مونږ به د بامیانو او په عمومي توګه د افغانستان په اقتصادي وده کې پرمختګونه ووینو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

Beautiful pictures

ځواب ورکړئ

ګرځندوی د هېوادونو په اقتصادي وده کې یو مهم رول لوبوي، او له نېکه مرغه چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د سیل ګڼ شمېر جالب ځایونه لري په ځانګړې توګه بامیان، افغانستان.‌

ځواب ورکړئ

زه محمد ضمیر سروري یم، ۲۳ کاله عمر لرم او د بامیان ولایت اوسېدونکی یم. په ۱۳۹۸ کال کې د نورو کالونو په نسبت د سیلانیانو شمېر زیات شوی دی. د بامیان ولایت امنیت او تاریخي ځایونه د دې سبب شوي چې ډېرخلک ورجلب شي او سیلانیان یې وګوري. سږ کال،‌ د بېلابېلو ولایتونو خواوشا ‍۱۰۰ زره یا یو لک کسانو له دغه ولایت څخه لیدنه وکړه او دا ورورولي، یو د بل زغمل ښیي او مونږ زمونږ په ټول ګران هېواد افغانستان کې یوې روښانه، باثباته سولې او امنیت ته هیله مند کوي.

ځواب ورکړئ

ښکلی دی. زه دوه خبری لرم: ۱. حکومت باید دا کار یوازی بامیانو پوری محدود نه کړي او نورو ولایتونو کې هم خصوصا پ هغو ساحو کې امنیتي مشکلات نه لري د سیل او ساعت تیرۍ همداس پروګرامونه او ځایونه جوړ کړي.‌ ۲. حکومت باید د ملي اقتصاد د غوړیدلو لپاره د بند امیر او د بودا د مجسمو ساحه حکومتي کړي، په هر څه مالیه ولګوي چی بیرته ملي بودجی ته پيسي ټولی شي ځکه افغانستان خو نشي کولی چی تر قیامته پوری د غربیانو په مرستو وچلیږي. مننه

ځواب ورکړئ