امنیت

په بامیانو کې د داعش برید د افغانستان د ګرځندوی صنعت پر وړاندې وېره راپورته کړې ده

د عمر راپور

د افغانستان په بامیان ولایت کې د داعش له خوا په بهرنیو سیلانیانو باندې وروستي برید د هیواد په نازک ګرځندوی صنعت باندې تور سیوري غوړولی دی. [حسین رضايي/سلام ټایمز]

کابل -- په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو یوه برید، چې مسؤلیت یې داعش په غاړه اخیستی دی، د دغه هیواد د سیاحت په نازکحاله صنعت تور سیوری غوړولی دی.

د غوایي په ۲۸مه په بامیان ښار کې شوي برید درې هسپانوي سیلانیان او درې افغان وګړي ووژل او څلور نور بهرني سیلانیان یې ټپیان کړل.

د لېتوانيا او روسيې په ګډون يو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي، چې له بريد وروسته افغانستان ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

په هرات کې مېشت د مدني ټولنې فعال سید اشرف سادات دا برید د داعش له خوا قصدي هڅه ګڼي او هدف یې دا دی چې د افغانستان د ګرځندوی سکتور ته زیان ور ورسوي.

زده کوونکي د غبرګولي په ۵مه په بامیان کې د بودا د یوې مجسمې له ساحې څخه چې په ۱۳۸۰ کال کې ویجاړه شوې وه، تېرېږي. دغې سیمې په وروستیو کلونو کې ډېر بهرني سیلانیان ور جلب کړي دي. [حسین رضايي/سلام ټایمز]

زده کوونکي د غبرګولي په ۵مه په بامیان کې د بودا د یوې مجسمې له ساحې څخه چې په ۱۳۸۰ کال کې ویجاړه شوې وه، تېرېږي. دغې سیمې په وروستیو کلونو کې ډېر بهرني سیلانیان ور جلب کړي دي. [حسین رضايي/سلام ټایمز]

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا د افغانستان په امنیت د بهرنیو سیلانیانو باور ته سخته ضربه ده،»

سادات زیاته کړه، «په تېرو دوو لسیزو کې، بامیان د هېواد یو له تر ټولو خوندي او امن ولایتونو څخه پېژندل کېده، چې ډېر سیلانیان یې جلب کړي، خو وروستی برید ښیي چې داعش غواړي حتی تر ټولو ډېرې خوندي سیمې هم بې ثباته کړي.»

هغه وویل، «د دې برید موخه دا وه چې نړۍ ته وښيي چې افغانستان ناامنه دی،»

سادات وویل، په داسې حال کې چې اوس مهال د ګرځندوی اقتصادي اغیزې لږې دي، «د باور شتون او د ګرځندویانو د شمېر زیاتوالی کولی شي چې د افغان وګړو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه وګرځي،»

د یوې سفري ادارې رییس محمد فیصل چې له بهرنیو سیلانیانو سره له افغانستان څخه د لیدنې په برخه کې مرسته کوي، وویل، له برید راهیسې، په هرات کې د بهرنیو سیلانیانو شمېر تر ۸۰٪ پورې کم شوی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «بهرني سیلانیان د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن دي،»

هغه وويل، «په تېرو وختونو کې، موږ هره اونۍ له ۱۰ څخه تر ۲۰ پورې بهرني سيلانيان ثبتول، خو د باميانو له بريد وروسته اونۍ کې، موږ ته يواځې څلور سيلانيان راغلي دي.»

وېره خپرول

ځايي اوسېدونکي وايي، په وروستي برید سره، داعش هڅه کوي چې د افغانانو او بهرنیانو ترمنځ وېره او وحشت خپاره کړي.

د هرات اوسيدونکي فايق اميري چې ۲۷ کاله عمر لري، وويل، باميان د بهرنيو سيلانيانو لپاره د افغانستان د بل هر ځای په پرتله خوندي دی.

هغه وویل، «په بامیان کې په بهرنیو ملکي وګړو د داعش حمله غیر انساني او وحشیانه وه. وروستی برید ښیي چې داعش غواړي د افغانستان کلتوري او سیاحتي ارزښت له منځه وېسي.»

امیري زیاته کړه، «داعش زموږ د هېواد ښکاره دښمن دی ... که دا ترهګره ډله له افغانستان څخه له منځه ولاړه شي، دا هېواد به د بهرنیو سیلانیانو لپاره خوندي ځای وګرځي،»

د هرات یوه بل اوسیدونکی محمد نبي عزیزي چې ۵۲ کاله عمر لري، وویل، «د بهرنیو سیلانیانو په برید سره، داعش د خلکو تر منځ وحشت رامنځته کړی دی. دا ترهګره ډله هڅه کوي چې امنیت ګډوډ او د بې ګناه خلکو وینې تویې کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په بهرنیانو چې د هېواد په هره نقطه کې برید کېږي تاوان یې بېرته افغانان پرې کوي. موجوده حکومت ته په کار ده چې افغانشتان ته راتلونکو کسانو پوره پوره امنیت ونیسي څو په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت لا پسې وغوړيږي او ګټه یې تم افغان ولس ته ورسیږي. زه شخصاً په بامیان کې هغه وسله وال برید غندم چې په پایله کې یې د اسپانیا درې تنه اتباع او یو تن زموږ خپل هیوادوال په کې ژوند له لاسه ورکړی او یو شمیر نور بهرني سیلانیان او ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي. دغه پېښه يوه ترهګریزه پېښه ده چې د افغانستان د سرتاسري امنیت نوم ورسرت بد شو.

ځواب ورکړئ

په بامیان کې چې هر چا ترورستي برید کړی، تاوان یې افغانانو ته رسېدلی دی. دغه وسله وال ګروپونه یا د امریکا له خوا حمایه کیږي یا د روسیې له خوا او یا هم د چین له خوا او د وسله والو دغه پروژې د پاکستان له خوا تطبیق کیږي. د پاکستان په نامه اسټبلشمنټ د انګریزانو لاسپوڅی دی چې په ۱۹۴۷ کې د سیمې د نا ارامولو لپاره د افغانستان او هندوستان په خاوره کې رامنځته شوی او هدف یې دا دی چې د انګرېزانو له وتلو څخه وروسته دغه سیمه د ارام ساه وانه خلي. مونږ په افغانستان کې له نویو حاکمانو څخه غوښتنه کوو چې له غربي نړۍ سره خپل روابط ټینګ کړي او په دې توګه دې ته فرصت برابر کړي چې نړۍ والې حکومتي او غیرحکومتي موسسې راشي او په افغانستان کې کار وکړي. هره موسسه چې راځي او حتی لس کسان استخداموي، ورسره د افغانستان اقتصاد ښه کیږي.

ځواب ورکړئ