امنیت

سولې ته تږي: افغانان اختر ته د تیاریو په ترڅ کې د سولې هیله لري

ای اېف پي

په داسې حال کې چې د اختر له رخصتۍ څخه مخکې د امریکایانو - طالبانو تر منځ د خبرو وروستی پړاو روان دی، افغانان هیله لري چې د دغې مذهبي رخصتۍ په ترڅ کې به سوله رامنځته شي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

جلال اباد -- د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې په یوه ګڼ پرانستي بازار کې مالداران په دې تمه دي چې مشتریان د هغوی حیوانات چې له اوږدې مودې راهیسې یې روزلي دي د لوی اختر په ورځ د حلالولو لپاره واخلي.‌

خو یو مهم سوال د تیاریو په هکله دی: آیا افغانستان ته به سوله راشي، که د څلورو لسیزو جنګ به همداسې په زور او شور سره دوام وکړي؟

یوه ځایي اوسېدونکي سید جان وویل، «مونږ په افغانستان کې سولې ته تږي یو. هره ورځ زمونږ ډېر شمېر خلک وژل کیږي. مونږ اختر په خفګان سره لمانځو.»

د ډېرو افغانانو په څېر، جان د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ یو لنډ اوربند وریادوي چې د تېر کوچني اختر په ترڅ کې وشو او د جګړې د وخت دښمنانو وسلې کېښودې او یو له بل سره یې ستړي مه شي وکړل.

دا عکس چې د زمري په ۱۷مه اخیستل شوی یو سړی په داسې حال کې ښیي چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د لوی اختر لپاره جوړ شوي یوه بازار کې حیواناتو ته چې واښه خوري، ګوري. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو ټپي شوی افغان سړی (چپ) وروسته له هغه چې طالبانو د زمري په ۱۶مه په کابل کې د پولیسو د یوه ماموریت په دروازه کې موټربمي برید وکړ، لږ تر لږه ۱۴ کسان یې ووژل او ۱۴۵ نور یې ټپیان کړل په کابل کې د استقلال روغتون په یوه دهلېز کې روان دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو یو قوماندان زرقاوي (چپ) د تېر کال د غبرګولي په ۲۶مه له محلي خلکو او افغان امنیتي ځواکونو سره خبرې کوي. هغه د کوچني اختر اوربند 'زما د ژوند یوه له ښو خاطرو څخه' وباله. [خالد زېری]

سږ کال ډېر داسې باور کیږي چې متحده ایالات او طالبان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د یوې هوکړې د کېدلو لپاره وروستۍ هڅې کوي.

که څه هم داسې ښکاري چې مذاکرات پر مخ روان دي د جګړې ډګر او د ملکي خلکو د تلفاتو شمېر په ډېرېدلو دی چې د جولای میاشت (د چنګاښ ۱۰ - د زمري ۹) د تېرو دوه کالو په ترڅ کې تر ټولو ډېره مرګونې میاشت بلل شوې ده. سربېره پر دې، دا هم روښانه نه ده چې اوربند به کله وشي.

طالبان اوربند ته په سپکه ګوري

د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۱۷مه/ د اختر په پیغام کې چې د اوربند په هکله ډېره تمه ورته کېدله چې ډېرو افغانانو یې هیله لرله، هېڅ ذکر نه دی شوی.

یوه بل ځایي اوسېدونکي همیم صادق وویل، «طالبان باید له افغان حکومت سره کېني او د سولې یوه هوکړه وکړي، او هغوی باید د اختر په ترڅ کې اوربند اعلان کړي.»

صادق وویل، «افغانان باید اختر په سوله کې ولمانځي. مونږ د تېرو ۴۰ کالو د جنګ په ترڅ کې هرڅه له لاسه ورکړي دي.»

جلال اباد د هېواد یوه ډېره ځپل شوې سیمه ده. د طالبانو په جګړې سربېره، داعش دلته له ۱۳۹۴ کال راهیسې یو غټ حضور درلود او په دې ښار کې ډېر زیات بریدونه شوي دي.

د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۶مه/ په جلال اباد کې په یوه مارکېټ کې مشتریانو د غټوالي او رنګ په اساس ډېرې اوزې وکتلې. ځینو یې روښانه ګلابي او نورو بیا رنګړي تور وېښتان لرل.

په څو ورځو کې دننه به ټولې د لوی اختر په مناسبت حلالې شي او وبه خوړل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500