امنیت

داعش په جلال اباد کې دعام قتل په ترسره کولو سره د اختر د پای سپکاوی وکړ

سلام ټایمز

افغان سرتېري د زمري په ۱۳مه په جلال اباد کې د داعش د یوه برید په ترڅ کې له یوه محبس څخه بهر له خپل هاموي سره رارسېږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان سرتېري د زمري په ۱۳مه په جلال اباد کې د داعش د یوه برید په ترڅ کې له یوه محبس څخه بهر له خپل هاموي سره رارسېږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

جلال اباد -- داعش یو ځل بیا ثابته کړه چې هغوی د اسلام اساسي ارکانو ته درناوی نه کوي ځکه چې د دغې ډلې جنګیالیو د دوشنبې په ورځ /د زمري ۱۳مه/ د لوی اختر د لمانځنو په پای کې په جلال اباد کې په یوه محبس باندې شوي برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل.

په جلال اباد کې په محبس باندې شوی جنګ د دوشنبې په ورځ ماسپښین مهال له ۲۰ ساعته نښتو څخه وروسته پای ته ورسېد. هلته شاوخوا ۱۷۰۰ د داعش او طالبانو بندیان ساتل کېدل.

د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست.

د جنګ په ترڅ کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر بندیان وتښتېدل خو ډېر یې بېرته ونیول شول.‌

د زمري په ۱۰مه د کندوز ښار په لسګونو اوسېدونکي کوڅو ته راووتل چې د طالب اورپکو له خوا د لوی اختر په مناسبت اعلان شوی اوربند ولمانځي. [هدایت الله]

د زمري په ۱۰مه د کندوز ښار په لسګونو اوسېدونکي کوڅو ته راووتل چې د طالب اورپکو له خوا د لوی اختر په مناسبت اعلان شوی اوربند ولمانځي. [هدایت الله]

چارواکو وویل چې ۱۰ واړه بریدګر ووژل شول.‌

په پيل کې د داعش وسله والو سړیو محبس ته نږدې په چاودېدونکو موادو باندې سمبال یو موټر ته چاودنه ورکړه، بیا یې له یوه نږدې مارکېټ څخه د ودانۍ په ساتونکو باندې ډزې پیل کړې.

داعش د سږ کال لوی اختر په هرات کې په دوه بریدونو سره پیل کړ چې په ترڅ کې یې یو بس چې دوکانداران او ملکي خلک په کې سپاره ول په نښه کړ، او په دې توګه یې په اسلامي رخصتیو باندې د خپلو بریدونو تاریخ لا پسې اوږد کړ.‌

دغه برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د هېواد استخباراتي ادارې له جلال اباد سره نږدې د داعش د یوه جګپوړي قوماندان وژنه اعلان کړه.‌

د ملي امنیت ریاست د شنبې په ورځ /د زمري ۱۱مه/ وویل چې اسدالله اورکزي د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد په ګڼو مرګونو بریدونو کې لاس درلود.

سږ کال په ننګرهار کې داعش ځینې مرګوني بریدونه ترسره کړي چې یو په کې د غوایي په ۲۳مه د پولیسو د یوه قوماندان د جنازې په مراسمو شوی ځانمرګی برید وو چې ۳۲ تنه ویرکوونکي یې ووژل.

طالبان ژمن نه دي

دغه برید د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ‌ د لوی اختر په مناسبت له شوي درې ورځني اوربند راهیسې تر ټولو ډېر خونړی برید وو. اوربند د یکشنبې په ورځ /د زمري ۱۲مه/ پای ته ورسېد.

افغان چارواکو هیله لرله چې هغه به په روانه اونۍ کې له طالبانو سره د سولې لپاره لاره هواره کړي، خو حکومت په طالبانو باندې تور ولګاوه چې د درې ورځو په ترڅ کې یې ۳۸ ځلې له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین وویل، طالبانو د اوربند په ترڅ کې «د ترهګریزو او یرغلیزو بریدونو په ترسره کولو او همدارنګه د ماینونو په کارولو سره» ۲۰ ملکي کسان وژلي او ۴۰ نور یې ټپيان کړي دي.

هغه وویل، طالبان «په خپله خبره ولاړ نه دي».‌

کابل او طالبانو دواړو اشاره کړې وهچې هغوی به له اختر څخه وروسته د خبرو ترسره کولو ته چمتو شي، او افغان حکومت د زمري په ۱۲مه وړاندیز وکړ چې اوربند دې اوږد شي.

یاغیانو په رسمي توګه غبرګون نه دی ښودلی.

د خبرو د پیلولو په لاره کې تر ټولو غټ خنډ د بندیانو جنجالي تبادله ده چې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ هوکړه کې تصریح شوې ده.

د تبادلې له مخې، په کار ده چې کابل شاوخوا ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او په بدل کې یې باید یاغیان هغه ۱۰۰۰ تنه افغان امنیتي منسوبین چې له هغوی سره بندیان دي خوشې کړي.

د ملي امنیت شورا د زمري په ۱۲مه وویل چې له ۴۹۰۰ څخه ډېر بندیان خوشې شوي دي.

طالبانو تېره اونۍ وویل چې هغوی خپله ژمنه وار له مخه پوره کړې ده.

خو افغان چارواکو انکار کړی چې هغه شاوخوا ۴۰۰ طالب بندیان چې د وژنو او حتی د بهرنیو هېوادونو پر ضد بریدونو په څېر سختو جنایتونو کې یې لاس درلود، خوشې کړي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وویل،‌ یوه لویه جرګه به د جمعې په ورځ‌ /د زمري ۱۷مه/ په کابل کې د هغوی برخلیک معلوم کړي.

لنډه ارامي

د اختر په ترڅ کې د تاوتریخوالي درولو ځینې افغانانو ته فرصت په لاس ورکړ چې په خوندي توګه له خپلو خپلوانو سره چې ډېره موده سره لیرې وو، وګوري.‌

د جنګ ځپلي ولایت اروزګان یوه اوسېدونکي خلیل احمد وویل، «ما وکولی شوای چې په دوه کالونو کې په لومړي ځل خپل کلی وګورم.»

هغه وویل، «په لاره کې د طالبانو ډېرې د تلاشۍ پوستې وې، خو هیچاته یې هیڅ تکلیف نه ورکاوه.»

خو په کندوز کې د زمري په ۱۳مه د ارامۍ احساس لنډ وو.‌

د عتیق الله په نامه یوه کس وویل، که څه هم چې په دغې ورځ‌ هلته څه بریدونه ونشول، خو داسې اوازې خپرېدلې چې طالبان د کندوز په چاپېر ځانونه بیا سره منسجموي.

هغه ای اېف پي ته وویل، «نن، تاسو وینئ چې د خلکو په مخونو باندې بیا وېره خپره ده، او زه ډېر پام کوم چې له سخت ضرورت پرته له کوره ونه وځم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش هسې خبره ده، اصلا دا ټول د پاکستان د استخباراتو کارونه دي چې داسې ګروپونه جوړوي او افغانان پرې وژني. دا سلسله له ۴۵ کالونو راهیسې روانه ده. اول یې د ګلبدین، مسعود، رباني، سیاف... تر مشرۍ لادې جهادي تنظیمونو په نامه ګروپونه وروزل په هغوی باندې یې افغانستان وران کړل بیا یې طالبان وروزل په هغوی یې وران کړ، بیا یې طالبان په امریکا خرڅ کړل په هغوی یې پیسې واخیستلې، بیا یې طالبان بیرته راپورته کړل بیا یې پرې افغانستان وران کړ، بیا یې د طالبانو تر څنګ د داعش ملاتړ ته ور ودانګل. که سبا د طالبانو او افغان حکومت تر منځ سوله هم وشي، د پاکستان استخبارات به د داعش په نامه ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او افغانان به پرې وژني او افغانستان به پرې ورانوي. یوې خوا ته د ایران ترهګر انقلابي ګارډ د فاطمیون ترهګره ډله تمویلوي بلې خوا ته د پاکستان ترهګره استخباراتي اداره (آی ایس آی) طالبان او داعش حمایه کوي، دواړه په شریکه افغانستان ورانوي.

ځواب ورکړئ

طالبانو باید د خلکو خوشالی ته کتلي وای او اوربند ته یې دوام ورکړی وای. دوی ظالمانو خلک په دغه اختر کې هم پرینښودل چې خپل اختر په خوشالی سره ولمانځي.

ځواب ورکړئ

موقت اوربندونه نتیجه نه ورکوي. مرګونه او وینه تویول به تر هغه وخت پورې ونه دریږي څو چې په دې هېواد کې تلپاتې اوربند ونشي.‌ خلکو ډېره تمه لرله چې د لوی اختر درې ورځنی اوربند به له اختر څخه وروسته اوږد شي او خلک به په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي، خو هر څه د خلکو د توقع خلاف پېښ شول او په هېواد کې په بېلابېلو پېښو کې په لسګونو کورنیو خپل عزیزان له لاسه ورکړل. مونږ یو تلپاتې اوربند او سوله غواړو، او مونږ په نړۍ واله ټولنه په ځانګړې توګه متحده ایالاتو باندې غږ کوو چې ژر تر ژره د افغانستان جګړه پای ته ورسوي ځکه چې دا جنګ ۲۰ کاله مخکې متحده ایالاتو شروع کړ او هغوی یې باید پای ته ورسوي.

ځواب ورکړئ