امنیت

د ننګرهار د محبس له ماتېدلو څخه وروسته د تښتېدلو داعشیانو لټون روان دی

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې چې د زمري په ۱۳مه اخیستل شوی، یو بندي وروسته له هغه چې ترهګرو په جلال اباد کې په یوه محبس باندې برید وکړ، د یوې تړلې دروازې له شا څخه ګوري. د زمري د ۱۳مې په برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د زمري په ۱۳مه اخیستل شوی، یو بندي وروسته له هغه چې ترهګرو په جلال اباد کې په یوه محبس باندې برید وکړ، د یوې تړلې دروازې له شا څخه ګوري. د زمري د ۱۳مې په برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکو د هغو شاوخوا ۲۷۰ بندیانو -- چې اکثر یې د داعش غړي دي -- او په محبس باندې د یوه مرګوني برید په ترڅ کې له تېښتې څخه وروسته ورک شوي دي، لټون کوي.‌

لږ تر لږه ۲۹ کسان هغه وخت ورک شول چې د داعش وسله والو سړیو د یکشنبې په ورځ /د زمري ۱۲مه/ په جلال اباد کې په محبس باندې برید وکړ او سختې جګړې د دوشنبې د ورځ /د زمري ۱۳مې/ تر ماسپښین پورې دوام وکړ.

دغه ترهګریز برید د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د درې ورځني اوربند په وروستۍ ورځ چې داعش په کې شامل نه وو، نسبي چوپتیا ماته کړه.

یوه جګپوړي افغان امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، له ۱۳۰۰ څخه ډېرو بندیانو هڅه وکړه چې وتښتي، خو ډېری یې یا سمدلاسه بېرته ونیول شول یا هغه وخت تسلیم شول چې امنیتي ځواکونو محاصره کړل.

افغان ځواکونه د زمري په ۱۴مه په جلال اباد کې هغه مهمات ښیي چې د زمري په ۱۲مه یې د داعش له هغو غړو څخه نیولي چې په یوه ځایي هوایي ډګر یې برید کاوه،. ځواکونو هغوی ټول د زمري په ۱۴مه ووژل. [د ننګرهار د والي دفتر]

افغان ځواکونه د زمري په ۱۴مه په جلال اباد کې هغه مهمات ښیي چې د زمري په ۱۲مه یې د داعش له هغو غړو څخه نیولي چې په یوه ځایي هوایي ډګر یې برید کاوه،. ځواکونو هغوی ټول د زمري په ۱۴مه ووژل. [د ننګرهار د والي دفتر]

چارواکي وویل، خو څه ۲۷۰ کسان «اوس هم خوشې» دي.‌

هغه وویل، اکثر تښتېدلي کسان د داعش د خراسان څانګې غړي دي.

یوه دویم امنیتي چارواکي ای اېف پي ته وویل، په هغوی کې داسې اورپکي شامل دي چې ګڼ شمېر خونړي بریدونه یې ترسره کړي ول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي تایید کړه چې ډېر بندیان اوس هم ورک دي خو ویې نشوای کولی ووایي چې څو په کې د داعش غړي ول.

خوګیاڼي د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۵مه/ وویل، «یو شمېر بندیان وتښتېدل... درې یې نن ونیول شول،‌ او هڅې روانې دي چې ټول تښتېدلي بندیان ونیول شي.»

په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱۴مه/ د داعش د جنګیالیو د یوه بل ګروپ غړي وویشتل او ووژل چې د محبس د برید له پیل سره سم یې د جلال اباد په هوایي ډګر د هاوان ګولۍ ور ویشتلې وې.

چارواکو په سیمه کې له یوه کور څخه نیول شوې څو د هاوان ګولۍ او نور مهمات ژورنالستانو ته ور وښودل.‌

دغه بې شرمانه برید او د محبس ماتول یوه ورځ وروسته له هغه پېښ شول چې د افغانستان د استخباراتو ادارې له جلال اباد سره نږدې د داعش د یوه جګپوړي قوماندان اسدالله اورکزي وژل اعلان کړل.‌

د ملي امنیت ریاست د شنبې په ورځ‌ /د زمري ۱۱مه/ وویل، اورکزي د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد په څو مرګویو بریدونو کې لاس درلود.

د داعش پاتې شوني

یادې ډلې په ننګرهار ولایت کې، چې داعش په کې په افغانستان کې په لومړي ځل د پښې اېښودلو ځای وموند، مکرر بریدونه ترسره کړي دي. په هغو کې یو د جنازې په مراسمو شوی ځانمرګی برید وو چې ۳۲ تنه ویرکوونکي په کې ووژل شول.‌

که څه هم چې چارواکو تېر کال ادعا وکړه چې په ننګرهار کې داعش مات شوی دیلاکن اوس هم بریدونه روان دي.

یوه جګپوړي افغان امنیتي چارواکي وویل،‌«د هغوی زیات مشران ونیول شول یا ووژل شول ... نو په محبس باندې برید یو ډول انتقام وو چې خپل یو شمېر ملګري ازاد کړي.»

ځینې ځایي چارواکو او شنونکو خبرداری ورکړی وو چې د یادې ډلې عناصر باقي پاتې دي.

په افغانستان او پاکستان کې د اورپکۍ د چارو یوه خپلواک څېړونکي عبدالسید وویل، «داعش غواړي چې په هېواد کې په اورپکۍ یا د دولت ضد تاوتریخوالي باندې د طالبانو انحصار وننګوي.»

سید ای اېف پي ته وویل، «داسې ښکاري چې اوس هغوی خپلې ستراتیژۍ بدلې کړي او په ننګرهار او کابل کې په لوړه کچه بریدونه ترسره کوي چې د خپل موجودیت ثبوت وړاندې کړي.»

په کابل کې د محلي پولیسو د ریاست پخواني مرستیال او د پوځي چارو شنونکي متقاعد جنرال سکندر اصغري وویل، «تر اوسه پورې داعش په افغانستان کې له منځه وړل شوی نه دی.»

اصغري وویل، «دغه ګروپ اوس هم په ننګرهار، کونړ او ځینې نورو سیمو کې کوچني ګروپونه لري.»

هغه زیاته کړه، «داعش اوس هم د افغانستان د ملي امنیت لپاره یو ګواښ ګڼل کیږي،‌ او د ننګرهار له محبس څخه د یادې ډلې د قوماندانانو په ګډون د سلګونو بندیانو تېښته په ټول هېواد، په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې امنیتي وضعیت ته د ګواښ کچه لوړوي.»

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه پخواني غړي ذبیح الله زمري ومنله چې د محبس ماتول به ناامني زیاته کړي.‌

زمري وویل، «د ننګرهار په محبس باندې د داعش برید وښودله چې هغه په افغانستان کې فعال دی او دا چې د هېواد امنیت، سولې او ثبات ته د یادې ډلې ګواښ لا پرځای پاتې دی.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برخه کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ننګرهار ولایت د محبس ټول چارواکي باید له کاره ګوښه شي او سخته سزا ورکړل شي، ځکه چې هغوی خپل وظایف په صحیح توګه ترسره نه کړل. دا څنګه شونې ده چې ترهګرو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې دومره غټ برید ترسره کاوه، او په سلګونو خطرناک بندیان تښتېدلی شوای، خو د ننګرهار د محبس مقامات اوس هم ژوندي دي؟‌ زه باوري یم چې د محبس مقامات، په ځانګړې توګه د محبس مدیر په دې پېښه کې ښکېل دي. که هغه ښکېل نه وای، بیا ولې هغه ژوندی پاتې شو او ژوبل نشو؟ په دې هېواد کې ټولې بدبختۍ هغه حکومتي مقامات دي چې د لیاقت او استعداد په اساس نه، بلکې د ارتباطاتو په اساس ټاکل شوي دي.‌ په دې هېواد کې په سلګونو تجربه لرونکي جنرالان په کور ناست دي، خو حکومت یو بې کفایته شخص د ننګرهار د محبس د مدیر په توګه ټاکلی دی. که په حکومت کې اداري فساد په بشپړ ډول له منځه وې نه وړل شي، مونږ به له دې غټې پېښې ووینو.‌

ځواب ورکړئ