امنیت

د داعش شیطاني برید په کابل کې د سیکانو په عبادتځای باندې کړي برید کې په لسګونو کسان ووژل

ای اېف پي او سلام ټایمز

افغان امنیتي منسوبین د وري په ۶مه په کابل کې د سیکانو په یوه عبادتځای باندې د یوه برید له ساحې سره نږدې په پيره ولاړ دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د وري په ۶مه په کابل کې د سیکانو په یوه عبادتځای باندې د یوه برید له ساحې سره نږدې په پيره ولاړ دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کابل -- لږ تر لږه ۲۵ کسان د چارشنبې په ورځ /د وري ۶مه/ په کابل کې د سیکانو په یوه عبادتځای باندې چې عبادت کوونکیو په کې د سهار دعاګانې کولې، د برید په ترڅ کې ووژل شول. دا د تر‌ ټولو وروستی داسې برید دی چې داعش ډلې یې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

یوه عیني شاهد راجو سېنګ سوني ای اېف پي ته وویل، یو سړی چې د پولیسو یونیفورم یې پر تن وو د کابل په مرکزي برخه کې درمسال ته ننوت یو چوکیدار یې وویشت او په عمومي سالون کې یې په عبادت کوونکیو باندې برید پیل کړ.

سوني وویل، «ودانۍ ته ګڼ شمېر نور بریدګر هم ننوتل، او کوټه په کوټه به ګرځېدل او خلک به یې ویشتل.»

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین وویل، برید د سهار شاوخوا ۷:۴۵ بجې پیل شو. په دې هکله متضاد راپورونه راغلي چې په برید کې څو تنو وسله والو برخه لرله، او امنیتي ځواکونو د یوه او څلورو تر منځ مختلف ارقام ښودلي دي.

په څو ساعته اوږدو تصفیوي عملیاتو کې بالاخره د امنیتي ځواکونو له خوا لږ تر لږه یو ترهګر ووژل شو.‌

د پېښې مسؤلیت داعش پرغاړه واخیست او د دغې ډله ییزې وژنې د توجیه لپاره یې په کشمیر او د هندوستان په نورو برخو کې د هندوانو او سیکانو له خوا تاوتریخوالی یاد کړ.‌

د افغانستان د پارلمان یوې سیک غړې انارکلي هنریار ای اېف پي ته وویل، په درمسال کې دننه چې ګڼ شمېر کورنۍ په کې ژوند کوي او عبادت کوونکي د سهار د دعاګانو لپاره راټولېږي شاوخوا ۱۵۰ کسان موجود ول.

هنریار د ډله ییزې وژنې په ترڅ کې وویل، «په درمسال کې دننه ځینې خلک پټ شوي دي، او ټیلیفونونه یې بند دي.»

ارین وویل، پنځه ویشت ملکي کسان ووژل شول او اته نور ژوبل شول، په داسې حال کې چې له درمسال څخه ۸۰ کسان وژغورل شول. په انټرنټ خپرو شویو زړه بوګنونکو انځورونو ګڼ شمېر مړي او وېرېدلي ملکي خلک چې سکان ښکارېدل او له صحنې څخه په تېښته ول، ښودل.‌

شیطاني

په دغه اکثریت مسلمان مېشتي هېواد کې د اټکل له مخې څو زره سکان او هندوان ژوند کوي.‌

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «د اقلیت ټولنې د مذهبي عبادت په اماکنو باندې داسې بزدلانه بریدونه، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د کورونا وایرس ګردې نړۍ ته خپور شوی دی، د پېښې د مرتکبینو او د هغوی د ملاتړ کوونکیو شیطاني فکر په ګوته کوي.»

پاکستان هم دغه ډله ییزه وژنه وغندله او یو «غیر انساني عمل» یې وباله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «داسې نفرت راپورته کوونکي بریدونه هېڅ سیاسي، مذهبي یا اخلاقي توجیه نه لري او په بشپړ ډول مردود دي.»

داعش په افغانستان کې د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۲۷مه په جلال اباد کې د یوه ځانمرګي برید په ګډون د سیکانو او هندوانو د په نښه کولو یوه تاریخچه لري.‌په هغه برید کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شول.

په وروستیو میاشتو کې، د متحده ایالاتو او افغان ځواکونو له خوا له تر تعقیب څخه وروسته په دغه یاغی ګروپ باندې ګڼ شمېر بریدونه ترسره شول، خو اوس هم دا وړتیا لري چې په ښاري مرکزونو باندې بریدونه ترسره کړي.

د تېرې میاشتې په نیمایي کې، یادې ډلې په کابل کې د کلیزې په مراسمو باندې د برید په ترڅ کې ۳۲ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟