امنیت

په کابل کې د مزاري په مراسمو د داعش برید په لسګونو کسان ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان امنیتي منسوبین د کب په ۱۶مه په کابل کې د ټوپک د ډزو د برید ساحې سره نژدې یوه سرک باندې په پيره ولاړ دي. دغه ډزې د شیعه مشر عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین د لمانځلو د مراسمو په ترڅ کې وشوې. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د کب په ۱۶مه په کابل کې د ټوپک د ډزو د برید ساحې سره نژدې یوه سرک باندې په پيره ولاړ دي. دغه ډزې د شیعه مشر عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین د لمانځلو د مراسمو په ترڅ کې وشوې. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل، لږ تر لږه ۲۷ کسان په یوه برید کې چې د جمعې په ورځ /د کب ۱۶مه/ په کابل کې په یوه میداني کې په روانو مراسمو باندې وشو، ووژل شول.‌ دا له طالبانو سره د متحده ایالاتو له خوا د یوې هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته په افغانستان کې تر ټولو خونړی برید دی .‌

بي بي سي وویل، د داعش اورپکو چې د برید مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی دی، له مراسمو سره نژدې یوې ودانۍ څخه چې تر رغونې لاندې وه، ډزې پیل کړې.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، په مړو کې ښځې او ماشومان شامل دي او ۲۹ نور کسان ټپي شوي دي.‌

د روغتیا وزارت یوه چارواکي نظام الدین جلیل د ژوبلو کسانو شمېر یو څه زیات یاد کړ او ویې ویل چې ۲۹ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.‌

هغه وویل، «شمېر به تغیر وکړي.»

د برید کوونکیو شمېر معلوم نه دی خو رحیمي وویل چې لږ تر لږه «درې ترهګر» ووژل شول او عسکرو سیمه له شپږ ساعته ډزو څخه وروسته پاکه کړې ده.

طالبانو سمدلاسه په برید کې، چې د فقید عبدالعلي مزاري د یادونې په کلنیو مراسمو باندې وشو، لاس لرل رد کړل. نوموړی، د هزاره قوم چې اکثر یې شیعه ګان دي، یو سیاست وال وو.

طالبانو مزاري په ۱۳۷۴ کال کې وتښتاوه او بیا یې وواژه.‌

داعش تېر کال هم په دې ته ورته مراسمو باندې د برید ترسره کولو ادعا کړې وه. هغه وخت د هاوان د ګولیو په ورولو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي ول.

دغه پېښه د ښار په داسې سیمه کې وشوه چې اکثر اوسېدونکي یې شیعه ګان دي.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو عکسونو کې کارکوونکي لیدل کیږي چې وروسته ګڼ جسدونه ټولوي.

ولسمشر اشرف غني دغه ډله ییزه وژنه وغندله او «د بشریت پر ضد جنایت» یې وبلله.‌

په یادو مراسمو کې د اجرایه رییس عبدالله عبدالله په ګډون ډېرو سیاسي مشرانو برخه اخیستې وه.‌

د کورنیو چارو وزارت له خبریالانو سره په خبرو کې تایید کړه چې، «ټول جګپوړي چارواکي په خوندي توګه وتلي دي.»

هزاره مشر محمد محقق طلوع نیوز ته وویل،‌ «د ټوپک له ډزو څخه وروسته موږ له مراسمو څخه ووتلو او یو شمېر خلک ټپیان شول.»

دوامدار تاوتریخوالی

دغه برید، د کب په ۱۰مه د واشنګټن او طالبانو تر منځ د یوې لاسلیک شوې هوکړې په اساس د ټولو بهرنيو ځواکونو له پلان شویو وتلو څخه ۱۴ میاشتې مخکې د افغانستان په پلازمېنه کې چې کلک امنیتي ګامونه په کې اخستل شوی دي امنیت ته اړتیا په ګوته کوي.

د متحده ایالاتو وتل تر ډېره په طالبانو باندې متکي دی چې کولی شي د داعش په څېر ترهګرې ډلې مهار کړي.‌

که داسې ګروپونه پاتې وي، د امریکا عسکر به هم پاتې شي.‌

د هوکړې له لاسلیکېدلو راهیسې، په افغانستان کې جنګ روان دی، او په دې توګه یې هغه هیلې مړاوې کړي چې د هوکړې په نتیجه کې به تاوتریخوالی کم او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرو ته لاره هواره شي.

داعش، چې د افراطي سني تعبیر وړاندې کوي، په لومړي ځل په ۱۳۹۴ کې په افغانستان کې سر راپورته کړ او څو کاله یې په ننګرهار کې سیمې تر واک لاندې وه.‌

هغوی په کابل کې د شیعه ټولنې د په نښه کولو په ګډون، د یو لړ وحشیانه بمي بریدونو د ترسره کولو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

په وروستیو میاشتو کې یادې ډلې د امریکایي او افغان ځواکونو له خوا د بریدونو په نتیجه کې سختې ماتې وخوړې او تر څنګ یې د طالبانو بریدونو د هغوی جنګیالي په نښه کړل.

داعش اوس هم په افغانستان کې په ځانګړې توګه د پاکستان پولې سره نژدې په کونړ ولایت کې موجود دی، چې هم له ننګرهار او هم له کابل سره په ګاونډ کې پروت دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د افغان حکومت او امریکایانو دواړو کار دی. د تېرو پنځو کالو په ترڅ کې، حکومت په هره طریقه هڅه کړې ده چې هزاره ګان کمزوري کړي او امریکا حکومت ته پیسې ورکوي چې هزاره ګان په غونډو کې هدف وګرځوي ځکه چې امریکا له شیعه ګانو سره ستونزه لري او تل هڅه کوي څو ایران، چې د شیعه ګانو یوازنی قوي هېواد دی، کمزوری کړي. دا لومړی ځل نه دی چې د هزاره ګانو د محبوب مشرعبدالعلي مزاري د تلین مراسم په نښه کیږي. د تېر کال په عین ورځ، په هغه ځای باندې چې مراسم په کې ترسره کېدل ډېر راکټونه ولګېدل چې په نتیجه کې یې ډېر بې ګناه هزاره ګان ووژل شول. مرګ په امریکا او د هغه په ګوډاګي او فاشست حکومت. له دې حکومت څخه حتی طالبان بهتر دي. خدای دې بیا طالبان راولي چې دا ټکنوکراټان له دې هېواد څخه وباسي.

ځواب ورکړئ