امنیت

په کونړ کې د امریکایي ځواکونو له خوا د بمبارۍ په ترڅ کې د داعش جنګیاليو د تسلیمۍ لړۍ روانه ده

د خالد زېري راپور

د داعش یو غړی د کب په ۱۱مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې افغان مقاماتو ته له تسلیمېدلو څخه مخکې د یادې ډلې بیرغ ورسره وړي. [د کونړ ولایت د رسنیو دفتر]

د داعش یو غړی د کب په ۱۱مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې افغان مقاماتو ته له تسلیمېدلو څخه مخکې د یادې ډلې بیرغ ورسره وړي. [د کونړ ولایت د رسنیو دفتر]

کونړ -- د امریکایي ځواکونو له خوا په داعش باندې د ځپونکو هوایي بریدونو په ترسره کېدلو سره د یادې ډلې ۴۲ غړي په کونړ ولایت کې ځایي مقاماتو ته تسلیم شول.

مقاماتو د کب په ۱۱مه تسلیم شوي جنګیالي د ولایت په مرکز اسداباد کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسنیو ته ور وښودل.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وویل، دغو اورپکو د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د حکومتي ځواکونو پر ضد جنګیدل.

میرزکوال وویل، د تسلیم شویو جنګیالیو په ډله کې یو قوماندان او درې سرګروپان شامل ول.‌

په ننګرهار ولایت کې ځایي مقامات د کب په ۱۱مه تسلیم شوي طالب اورپکي په جلال اباد کې رسنیو ته ښیي. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر]

په ننګرهار ولایت کې ځایي مقامات د کب په ۱۱مه تسلیم شوي طالب اورپکي په جلال اباد کې رسنیو ته ښیي. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر]

هغه وویل،‌«داعش مات شوی دیاو نژدې ده چې په کونړ ولایت کې په بشپړ ډول ختم شي.»

میرزکوال وویل، «درې ورځې مخکې د داعش ۴۰ نور جنګیالي هم تسلیم شول، او ۴۲ نور هم ورپسې راغلل.»

هغه وویل، د داعش ډېرو نورو غړو هم د تسلیمېدلو لپاره له حکومت سره تماس نیولی او هغه تمه لري چې ژر به تسلیم شي.‌

والي وویل، «د داعش دا جنګیالي د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې فعال ول. دغه سیمه د داعش تر نفوذ لاندې ده، خو هغوی یې پرېږدي او په غټو ګروپونو کې راځي او موږ ته تسلیمېږي. په نژدې راتلونکی کې به په سلګونو نور داعشي جنګیالي هم تسلیم شي.»

خوندي ځایونه نشته

افغان حکومت په تېره لیندۍ میاشت کې د یادې ډلې د سلګونو جنګیالیو او د هغوی د کورنیو د غړو د تسلیمۍ پر وخت وویلچې داعش ته غټه ماتې ورکول شوې ده.‌

خو د یادې ډلې ځینې غړي له ننګرهار څخه ګاونډي ولایت کونړ ته وتښتېدل.‌

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لیګیت په ټوېټر ولیکل، دا وروستۍ تسلیمي د امریکایي ځواکونو له خوا د هوایی بریدونو له یوې لړۍ څخه وروسته رامځته شوه چې د تېرو شپږو ورځو په ترڅ کې یې په کونړ ولایت کې د داعش ۱۸ جنګیالي ووژل.

هغه وویل، «په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه به ترهګرو ته دا فرصت ورنه کړي چې خوندي پټنځایونه جوړ کړي او په افغانستان کې امنیت ټکنی کړي.»

د داعش د تسلیم شوي ګروپ مشر رحمت الله چې د راکټي په نامه مشهور دی خبریالانو ته وویل چې هغه او د داعش نورو جنګیالیو په افغانستان کې د خپل یاغیتوب د جاري ساتلو لپاره نور دلیل نه لیده.

هغه وویل، «موږ له تېرو درې کالونو راهیسې د خلافت برخه وو. موږ لیدل چې افغانان د جهاد په نامه وژل کېدل. اوس موږ پوه شوي یو چې موږ باید خپل خلک ونه وژنو او پرځای یې موږ باید ژوند وکړو.»

هغه زیاته کړه، «په هغې سیمه کې چې زه په کې مسؤل وم، ډېر جنګ موږ له طالبانو سره مو کاوه، خو په حکومتي ځواکونو باندې مو هم بریدونه کول.»

هغه وویل، «له موږ سره داسې بهرنیان وو چې اکثر به یې د جنګونو لارښوونه کوله. موږ نور نه غواړو چې جنګ وکړو.»

طالبانو خپله ډله پرېښودله

په سیمه کې د طالبانو د ډلې غړي هم خپلې وسلې حکومت ته سپاري.

څوارلس تنه طالب جنګیالي د کب په ۱۱مه تسلیم شول او خپلې وسلې یې په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت ریاست کې وسپارلې.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل خبریالانو ته وویل، «دغو جنګیالیو په خوګیاڼو او شېرزاد ولسوالیو کې فعالیت کاوه. هغوی جنګ پرېښی او اوس به یو عادي ژوند وکړي. موږ هیله لرو چې د سولې خبرې به پرمخ لاړې شي او بین الافغاني خبرو ته به لاره هواره شي. موږ جنګ نه غواړو؛ موږ تل سوله غوښتې ده.»

د طالب یاغیانو له ډلې څخه محمد ولي ارمان وویل چې اورپکي له جنګ څخه ستړي شوي دي.

هغه وویل، «موږ له جنګ څخه ستړي شوي وو له دې امله مو له حکومت سره اړیکه ونیوله. اوس موږ دلته راغلي یو او غواړو چې د نورو افغانانو په څېرعادي ژوند وکړو.»

دغه داعشي او طالب جنګیالي د کب په ۱۰مه د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د سولې د تړون له لاسلیک کیدلو، څخه څو ورځې وروسته تسلیم شول.

د هوکړې د برخې په توګه، طالبانو ژمنه کړې چې افغانستان به بیا هېڅکله هم د القاعدې او داعش په څېر یاغي حرکتونو له خوا په بهرنیو هېوادونو کې د بریدونو د پلانولو لپاره نه کارول کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

راځئ وګورو چې څوک یې ګټي.

ځواب ورکړئ

ستاسو د ښو راپورونو له امله مننه

ځواب ورکړئ