امنیت

د داعش او طالبانو د ډلو غړو په وسلو پورته کولو پښېماني وښودله او ویې ویل: «موږ خپل ورونه وژل»

د خالد زېري راپور

د طالبانو او داعش جنګیالي او قوماندانان د مرغومي‌ په ۲۲مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې ځایي چارواکو ته د خپلو وسلو د تسلیمولو پر وخت لیدل کیږي. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر/فیسبوک]

د طالبانو او داعش جنګیالي او قوماندانان د مرغومي‌ په ۲۲مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې ځایي چارواکو ته د خپلو وسلو د تسلیمولو پر وخت لیدل کیږي. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر/فیسبوک]

جلال اباد -- د طالبانو او داعش د جنګیالیو او قوماندانانو یوه ګروپ د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۲مه/ خپلې وسلې پر ځمکه کېښودلې، افغان ځواکونو ته تسلیم شول او په خپلو تېرو کړنو یې پښېماني څرګنده کړله.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وویل، دغو ۳۰ تنو اورپکو چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې په جنګ کې ښکېل وو خپل ځانونه د ملي امنیت ریاست ځواکونو ته تسلیم کړل.

هغه وویل، «دغو جنګیالیو چې ۲۲ طالبان او ۸ د داعش جنګیالي په کې دي، د حکومت پر ضد وسلې پورته کړې وې،‌ خو اوس چې پوه شوي چې د هغوی جنګ د هیواد د ساتونکیو او وګړو پر ضد وو، د جنګ میدان یې پرېښود او له حکومت سره یوځای شول.»

هغه وویل، «د حکومت غېږه د ټولو هغو کسانو لپاره خلاصه ده او ښه راغلاست ورته وایي چې تاوتریخوالی پرېږدي.»

د داعش غړي د مرغومي‌ په ۲۱مه د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې افغان چارواکو ته له تسلیمېدلو څخه مخکې لیدل کیږي. [د کونړ ولایت د رسنیو دفتر/فیسبوک]

د داعش غړي د مرغومي‌ په ۲۱مه د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې افغان چارواکو ته له تسلیمېدلو څخه مخکې لیدل کیږي. [د کونړ ولایت د رسنیو دفتر/فیسبوک]

امرخېل وویل، «په دې ولایت کې طالبانو او داعش دواړو ته ماتې ورکړل شوې ده. خلک کولی شي چې تقریبا ټولو ولسوالیو ته سفر وکړي. دا چې د سولې خبرې روانې دي، موږ پر جنګیالیو غږ کوو چې جنګ بس کړي او سوله وکړي.»

په پخوانیو کارونو پښېماني

د دغو پخوانیو یاغیانو د ډلې ټولو غړو د تسلیمۍ مراسمو ته وسلې راوړې وې، او ځینو یې څرګنده کړه چې څنګه غولول شوی وو ترڅو له افراطي ګروپونو سره یوځای شي او د دوی له بې تعلیمۍ څخه یې ناوړه استفاده کړې وه.

افغان ځواکونو ته د تسلیم شویو طالبانو د ډلې یوه غړي محمد فاروق وویل، «موږ غولول شوي وو. موږ خپل ورونه وژل.»

هغه وویل، «موږ ته په روزنه کې ویل شوي وو چې هغه کسان چې له حکومت سره کار کوي ټول کافران دي او موږ باید د هغوی پر ضد 'جهاد' وکړو.»

هغه وویل، «خو کله چې موږ پوه شوو چې دا خبره صحیح نه ده، او ټول مسلمانان دي او موږ د خپلو ورونو پر ضد جنګ کوو،‌ د جنګ میدان مو پرېښود. موږ نه غواړو چې نور جنګ وکړو، موږ غواړو ترڅو په سوله کې ژوند وکړو.»

فاروق وویل، «زه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د یوه ۱۰ کسیز ګروپ قوماندان وم. ما نورو ملګرو ته هم ویلي وو چې جنګ بس کړي، ځکه موږ نشو کولی چې دا هیواد په داسې جنګونو باندې جوړ کړو.»

هغه وویل، «زه په خپلو تېرو کارونو باندې پښېمان یم،‌ او زه به هېڅکله هم بیا د چا په فرېب دوکه نشم. زه به د خپل افغان ورور د وژلو لپاره وسله راوانه خلم.»

د داعش غړي ګل فقیر چې هغه هم خپلې وسلې کېښودلې، ادعا وکړه چې افراطي ډلې د هغه له بې علمۍ څخه ناوړه استفاده کړې وه او هغه یې په خپلو لیکو کې جذب کړی وو.‌

هغه وویل، «پخوا زه د طالبانو جنګیالی وم او بیا له داعش سره یوځای شوم،» او زیاته یې کړه چې یادې ډلې هغه ته «ډېرې پيسې» ورکړې وې ترڅو د هغوی په لیکو کې وجنګیږي.‌

فقیر وویل، «زه بې سواد وم، او هغوی زما له ناپوهۍ نه بده استفاده وکړه. اوس زه پوهېږم چې ما خپل ورونه وژل او د هغوی پر ضد مې جنګ کاوه.»

نوموړي وویل، «اوس چې زه پوهیږم چې هغه جنګ د اسلام لپاره نه وو، زه راستون شوم او له حکومت سره یوځای شوم.»

فقیر زیاته کړه، «زه غواړم چې په سوله کې ژوند وکړم. زما پنځه ماشومان بې سواد پاتې شول، ځکه ما فکر کاوه چې غیر دیني تعلیم ناروا دی. اوس زه پوهېږم چې زه باید خپل ماشومان بېرته ښوونځي ته ولېږم.»

هغه وویل، «زه غواړم چې عادي ژوند ته راوګرځم ترڅو زما ماشومان له تعلیم څځه بې برخې پاتې نشي، ځکه زه نه غواړم چې هغوی د نورو له خوا هغسې ښکار شي لکه زه چې شوم.»

۱۰ کسان په کونړ کې تسلیم شول

له دې جلا، د کونړ ولایت چارواکو د مرغومي‌ په ۲۱مه رسنیو ته هغه ۱۰ د داعش او ۵ د طالبانو د ډلې غړي ور وښودل چې حکومتي ځواکونو ته تسلیم شوي ول.

د کونړ والي محمد اقبال سعید د دغو مراسمو په ترڅ کې وویل، په ګروپ کې دوه کسان قوماندانان دي «چې په څوکۍ، وټه پور او ماڼوګي ولسوالیو کې یې تخریبي فعالیتونه ترسره کول.»

هغه وویل، «هغوی خپل ځانونه د ملي امنیت ریاست ته وسپارل، او هر یوه له خپل ځان سره یو میل وسله راوړله.»

سعید وویل، «داعش ته په کونړ کې ماتې ورکړل شوې ده او طالبان دا وړتیا نه لري چې مخامخ جګړه وکړي. زموږ امنیتي ځواکونه د عوامو په خوندي کولو او د اورپکو په له منځه وړلو بوخت دي.»

د داعش د یوه ۱۰ کسیز ګروپ پخواني قوماندان مهتاب الدین وویل هغه له ۱۱ کالونو راهیسې د حکومت پر ضد جنګ کاوه.

هغه وویل، «مخکې زه له طالبانو سره وم، خو دوه کاله مخکې داعش ته ور واوښتم. اوس زه پوه شوی یم چې د داعش او طالبانو دواړو سرچینه یوه ده او هغوی ملکي خلک وژني.»

نوموړي وویل، «زه خوښ یم چې موږ هغوی پرېښودل او تاوتریخوالی مو ودراوه. زه غواړم چې تر دې وروسته په سوله کې ژوند وکړم، او زما ملګري هم دا غواړي.»

مهتاب الدین وویل، «زه به نور وسله ونه ګرځوم، او زه غواړم چې له خپلو ماشومانو سره یوځای ازاد ژوند وکړم. زه به دعاګانې کوم او خدای (ج) ته به توبه وباسم چې زما ګناهونه معاف کړي ځکه چې ما څو کاله د خپلو خلکو پر ضد جنګ وکړ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغوی ښه کار وکړ. د داعش او طالبانو نور کسان هم باید راشي،‌ خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د خپل هیواد په جوړولو کې برخه واخلي، ځکه څلوېښت کاله وشول چې په دې هېواد کې جنګ روان دی او په دې هېواد کې هر ډول وسلې استعمال، او ډېر خلک شهیدان، ټپیان او معلول شول. اوس د دې وخت دی چې ټول افغانان باید یو بل ته لاسونه سره ورکړي او خپل هیواد له فقر څخه وژغوري.‌

ځواب ورکړئ

دا خره اوس پوه شول چې دوی خپل ورونه وژل. آیا تاسو خره وئ او نه پوهېدئ چې هغه څوک چې په افغانستان کې ژوند کوي مسلمانان او ستاسو هیوادوال دي او هیوادوال ستاسو ورونه دي؟ دا خبرې احمقانه دي. دوی دروغ وایي چې وایي په خپل کار پښېمان دي. اصلاً په دوی باندې فشار راغی او پوهیږي چې که تسلیم نشي، زړور افغان ځواکونه به یې له منځه وېسي. له دې امله، دوی مجبور دي چې حکومت ته تسلیم شي او د دې لپاره چې حکومت او خلک خوښ کړي، دوی وایي چې په خپل کار پښېمان دي. مرګ په احمقو خلکو.

ځواب ورکړئ

له دغو خلکو نه خر بهتر دی. خر بل چاته ضرر نه رسوي، خو دوی هره ورځ د مسلمانانو وینې تویوي. که زه د دې حکومت پرځای وای، ما به دوی ټولو ته د دوی د عملونو سزا ورکړې وای.

ځواب ورکړئ