امنیت

په کونړ کې د داعش اورپکي تسلیم شول، غواړي چې سوله ییز ژوند وکړي

د خالد زېري راپور

د داعش ۱۳ غړي په داسې حال کې چې د زمري په ۳۱مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې په رسمي توګه د سولې پروسې سره یوځای کیږي، د رسنیو په وړاندې ولاړ دي. [خالد زېری]

د داعش ۱۳ غړي په داسې حال کې چې د زمري په ۳۱مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې په رسمي توګه د سولې پروسې سره یوځای کیږي، د رسنیو په وړاندې ولاړ دي. [خالد زېری]

کونړ -- د داعش ۱۳ غړي تېره اونۍ په کونړ ولایت کې وروسته له هغه محلي مقاماتو ته تسلیم شول چې پوه شول چې دغه ترهګره ډله د اسلام لپاره جنګ نه کوي.

د ګروپ مشر مؤمن د زمري په ۳۱مه د تسلیمۍ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې خبریالانو ته وویل، د حکومت پر ضد جنګ کول د اسلام لپاره جنګ کول نه دي.

هغه وویل، «درې کاله کیږي چې زه له داعش سره یوځای شوی یم. ما په ډېرو جنګونو کې برخه واخیستله، خو وروسته زه پوه شوم چې هغو خلکو د پیسو او د خارجیانو د ګټو لپاره جنګ کاوه، نه د اسلام لپاره.»

هغه زیاته کړه، «ما دا غوره کړه چې یو سوله ییز ژوند وکړم.»

مؤمن زیاته کړه، «ځینې نور کسان هم دې ته چمتو دي چې راشي او جنګ بس کړي. زه خپله ټوله هڅه کوم چې هغه کسان چې د نورو د ګټو لپاره جنګ کوي دې ته جوړ کړم چې راشي او سوله وکړي.»

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال په دغو مراسمو کې خبریالانو ته وویل،‌ یاده ډله په غازي اباد، نورګل او شیګل ولسوالیو کې فعاله وه.‌

میرزکوال وویل، «دا ۱۳ سړي چې مؤمن یې مشري کوله یوه سوله ییز ژوند ته راغلل، او مونږ دوی ته ښه راغلاست وایو... د دوی ذهنیت بدل شوی وو، او اوس دوی پوهېږي چې دا جنګ داسې یو جنګ دی چې ګټه یې خارجیانو ته رسېږي.»

هغه زیاته کړه، «اوس دوی کولی شي چې د عادي افغانانو په څېر په یوه سوله ییز چاپېریال کې ژوند وکړي، او زه له نورو اورپکو څخه هم غواړم چې راشي او خپلې وسلې په ځمکه کېږدي.»

د کونړ امنیه قوماندان ډګروال شفیق الله سحر د مراسمو په ترڅ کې وویل، «زه له ټولو اورپکو څخه چې زمونږ پر ضد جنګ کوي غواړم چې راشي او په سوله کې ژوند وکړي، خو که هغوی داسې نه کوي او که هغوی غواړي چې د نورو د ګټو لپاره وجنګېږي، مونږ به یې هیڅ چېرې پرې نه ږدو.»

سحر وویل، «زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ډېر غښتلي دي،‌ او د دې خاورې د هر دښمن پر ضد ټینګ ولاړ دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش څه شی دی؟ هغوی د څه لپاره جنګ کوي؟‌

ځواب ورکړئ

داډيرغوره کاردى

ځواب ورکړئ