دین

د کونړ اوسېدونکي وایي د طالبانو ناپایه جګړه جهاد نه دی

د خالد زېري راپور

د کونړ په سلګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۱۲مه د ولایت په مرکز اسداباد کې راټول شول او په طالبانو یې زور واچاوه چې خپلې وسلې کېږدي او سولې ته مخه کړي. [خالد زېری]

کونړ -- په کونړ ولایت کې په سلګونو دیني عالمان، قومي مشران او ولسي خلک د یکشنبې په ورځ /د غبرګولي په ۱۲مه/ د ولایت په مرکز اسداباد کې راټول شول او پر طالبانو یې غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او سوله وکړي.

د کونړ ولایت یوه دیني عالم مولوي نجیب الله حقیار غونډې ته وویل، «مونږ جنګ نه غواړو، مونږ په هېواد کې سوله غواړو، مونږ ثبات غواړو. مونږ غواړو چې دواړه لوري ژر تر ژره اوربند نافذ کړي.»

حقیار طالبانو ته په خطاب کې وویل، «که تاسو د دې وطن بچیان یئ، ملت جنګ نه غواړي. راشئ او په انتخاباتو کې برخه واخلئ... د نورو د ګټو لپاره جنګ مه کوئ.»

د کونړ ولایت یوه بل دیني عالم مولوي محمد انور په غونډه کې وویل، «که طالبان له سولې کولو څخه انکار کوي، دا مونږ ته یو بل پیغام راکوي او هغه دا چې طالبان په خپل موقف باور نه لري.»

د کونړ په سلګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۱۲مه د ولایت په مرکز اسداباد کې راټول شول او په طالبانو یې زور واچاوه چې خپلې وسلې کېږدي او سولې ته مخه کړي. [د کونړ د والي د رسنیو دفتر/فېسبوک]

د کونړ په سلګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۱۲مه د ولایت په مرکز اسداباد کې راټول شول او په طالبانو یې زور واچاوه چې خپلې وسلې کېږدي او سولې ته مخه کړي. [د کونړ د والي د رسنیو دفتر/فېسبوک]

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، «په نظام کې برخه واخلئ که نه د جهاد تر نامه لاندې ستاسو جګړه د اسلام د اصولو خلاف ده، ځانونه مه دوکه کوئ.»

انور وویل، «حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره بې قید او شرطه خبرې وکړي، خو طالبان چې کنټرول یې په خپلو لاسونو کې نه دی جنګ ته دوام ورکوي او عام خلک او زمونږ د هېواد ساتونکي (امنیتي ځواکونه) وژني.»

د کونړ یوه قومي مشر حاجي شاه محمود خان وویل،ملت له جنګ نه ستړی دی او که طالبان سوله ونه کړي وطن به مجبور شي چې د هغوی پر ضد ودرېږي.

له جګړې ستړي

شاه محمود خان وویل، «مونږ ملت ستړي یو. که تاسو سوله وکړئ، ښه خبره ده. که نه، ملت به له دې پرته، چې د طالبانو او داعش پر ضد وسلې پورته کړي او هغوی له خپلو کلیو او بانډو څخه وباسي، بله لاره ونه لري.»

هغه د یاغیانو په هکله د خبرو کولو پر وخت وویل،‌ «هغوی جهاد نه کوي، هغوی خپل کورونه ویجاړوي او هغوی خپل ورونه وژني.»

د غونډې برخه والو په شپږو مادو کې یوه پرېکړه صادره کړه او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې سوله وکړي، اوربند وکړي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې ترسره کړي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال په غونډه کې وویل،«تاسو [طالبانو] تېر کال درې ورځې اوربند وکړ او ملت ډېره مینه درکړه.»

هغه وویل، «ملکي خلکو خواړه درکړل، هغوی ستاسو په غاړو کې ګلان در واچول. دا ټول د دې لپاره وو چې تاسو به جنګ بس کړئ او د سولې لپاره به د ملت زارۍ ومنئ، خو تاسو لاړئ او په هغو عسکرو مو ډزې پیل کړې چې تاسو ته یې غېږې پرانستې وې او د ورونو په څېر یې په غېږو کې نیولي وئ.»

میرزکوال وویل، «مونږ لا هم تمه لرو چې تاسو به اوربند وکړئ، سوله به وکړئ او د سولې لپاره به د ولس غوښتنه ومنئ. نو راځئ، جنګ بس کړئ، وسلې مو کېږدئ او یو سوله ییز ژوند وکړئ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بدبختانه چې طالبان د سولې په ارزښت نه پوهېږي. هغوی په جنګ کې پیدا شوي په جنګ کې ژوند کوي او غواړي چې ځانونه په جنګ کې ووژني.

ځواب ورکړئ