امنیت

د داعش فراري پاته غړي په کونړ کې له نژدې ماتې سره مخامخ دي

د خالد زېري راپور

په دې عکس کې چې د لړم په میاشت کې په ټیلیګرام خپور شوی، د داعش غړي په کونړ ولایت کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې هڅه کوي خپل موقت کمپ پیاوړی کړي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د لړم په میاشت کې په ټیلیګرام خپور شوی، د داعش غړي په کونړ ولایت کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې هڅه کوي خپل موقت کمپ پیاوړی کړي. [آرشیف]

کونړ -- چارواکي وایي چې د داعش هغه پاتې غړي به له منځه یوړل شي چې په ننګرهار ولایت کې له ماتې څخه تښتېدلي او په کونړ کې پټ دي.

افغان چارواکو د لړم په میاشت کې په ننګرهار ولایت کې، چې هغوی په پیل کې غوښتل چې هلته ځانونو ته لوی مرکز جوړ کړي، د داعش ماتې اعلان کړه.

د کونړ امنیه قوماندان جنرال عبدالرقیب مبارز د لیندۍ په ۲۴مه وویل: «کله چې داعش په ننګرهار کې مات شو، د دغو جنګیالیو یو زیات شمېر له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره یو ځای -- چې شمېر یې لسګونه تنه وو -- کونړ ولایت ته لاړل او هلته د داعش له پخوانیو جنګیالیو سره دېره شول.»

مبارز وویل: «اوس د څوکۍ، نورګل، وټه پور، ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو په ځینې لیرې پرتو سیمو کې د داعش یوازې یو څو جنګیالي پاتې دي.»

د افغان امنیتي ځواکونو یو غړی د ۱۳۹۴ د کب په ۸مه په کونړ ولایت کې د یوه ځانمرګي برید په ساحه کې له یوه ویجاړ شوي موټر سره نژدې په پیره ولاړ دی. چارواکو ژمنه کړې چې په دغه ولایت کې د داعش د جنګیالیو پاتې شوني له منځه وېسي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د افغان امنیتي ځواکونو یو غړی د ۱۳۹۴ د کب په ۸مه په کونړ ولایت کې د یوه ځانمرګي برید په ساحه کې له یوه ویجاړ شوي موټر سره نژدې په پیره ولاړ دی. چارواکو ژمنه کړې چې په دغه ولایت کې د داعش د جنګیالیو پاتې شوني له منځه وېسي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

هغه وویل:: «دا چې هغوی نشي کولی چې زمونږ له زړورو ځواکونو سره وجنګیږي، هغوی په لیرې پرتو سیمو کې پټېږي. مونږ د داعش جنګیالي تعقیبوو، او هر چېرې یې چې ووینو، وژنو یې.»

د کونړ د والي ویاند غني مصمم تایید کړه چې په کونړ کې د داعش لږ شمېر جنګیالي موجود دي.‌

مصمم وویل: د هغوی له جملې څخه ځینې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي، په داسې حال کې چې نور یې غرونو ته تښتېدلي دي.

هغه زیاته کړه: «داعش او طالبان هم یو له بل سره جګړه کوي، او په دغو نښتو کې د هغوی له ډلو څخه ډېر کسان وژل شوي دي.‌ داعش او طالبان دواړه زمونږ دښمنان دي، او مونږ شپه او ورځ د هغوی پر ضد جنګ کوو. ځینې وختونه د طالبانو او داعش تر منځ په چپه دره او ماڼوګي ولسوالیو کې جنګونه رامنځته کیږي.»

هغه وویل: «مونږ هغو ملکي کسانو ته چې د داعش له وېرې خوندي سیمو ته کوچېدلي دي، خواړه او ژمني توکي برابر کړي دي.»

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن هارون یوسفزي وویل: «مونږ، ملي اردو، او نورو امنیتي ځواکونو د لیندۍ په ۲۶مه په ماڼوګي ولسوالۍ کې ګډ عملیات پیل کړل.»

هغه وویل: «مونږ به د ماڼوګي ولسوالۍ په مشکوکو سیمو کې د داعش د جنګیالیو پر ضد تر هغه وخته پورې وجنګیږو څو چې مونږ هغو ټولو سیمو ته امنیت راولو.»

یوسفزي زیاته کړه، «مونږ به دې عملیاتو ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړو څو چې ټوله سیمه له طالبانو او داعش څخه پاکه کړو. د داعش جنګیالي په لیرې پرتو سیمو کې موجود دي، او مونږ هڅه کوو چې هغوی له منځه وېسو. مونږ به د دې ولسوالۍ له تصفیه کولو څخه وروسته خپل عملیات نورو سیمو ته وغزوو.»

له داعش څخه کرکه

د ماڼوګي ولسوالۍ د شوړیک سیمې یوه اوسېدونکي نظرمحمد چې اوس د ولایت په مرکز اسداباد کې ژوند کوي، وویل: «کله چې داعش راغی زه په خپل کلي کې اوسېدم، هغوی ماته وویل چې زه به یا له داعش سره یوځای کېږم یا به هغوی ته وسلې، پیسې او خواړه برابروم.»

هغه وویل: «خو ما هغوی ته وویل چې زه یو غریب بزګر یم او هېڅکله به هم له هغوی سره ملګری نشم او نه به ورته وسلې واخلم او نه زه پیسې لرم، له دې امله زه مجبور شوم چې له خپلو ماشومانو سره یوځای د شپې په مخه وتښتم او کور مې له هر څه نه ډک پرېږدم. نو تاسو ماته ووایئ چې آیا زه باید هغوی وبخښم؟ نه، هېڅکله نه. هغوی زما ژوند تباه کړی دی.»

محمد وویل: «دلته، زه له خپلې کورنۍ سره ګډ په یوه کوټه کې ژوند کوم. زه سهار وختي وځم او کار لټوم او د شپې راستنېږم. ځینې وختونه زه کار پیدا کوم، ځینې وختونه یې نشم پیدا کولی،‌ خو زه په دې خوښ یم چې ژوندی یم.»

هغه وویل: «زه هیله لرم چې که خدای کول حالات به سم شي. دا خلک به ورک شي او زه به خپل کور ته بېرته ستون شم.»

په وټه پور ولسوالۍ کې د قمچه سیمې یوه اوسېدونکي حکمت الله وویل: «داعش څو میاشتې مخکې زمونږ په سیمه کې فعالیت کاوه، هغوی به ملکي خلک د شپې له مخې نیول او دا غوښتنه به یې ترې کوله چې خپلې وظیفې لکه په ښوونځیو کې تدریس، دې پرېږدي.»

هغه وویل: «بیا حکومتي ځواکونو دوه که درې ځلې عملیات ترسره کړل او داعشیان وتښتېدل.»

حکمت الله وویل: «اوس حالات بهتر دي. هغوی [داعشیان] زمونږ سیمې ته نه راځي. هغوی په غرونو کې دي،‌ او لاندې سیمو ته نه راښکته کیږي.»

هغه زیاته کړه، «که د داعش جنګیالي له حکومت څخه نه وېرېدلی، هغوی به زمونږ د کلي ډېر اوسېدونکي وژلي وای ځکه چې زمونږ ډېر کلیوال له حکومت سره کار کوي.»

«محلي خلکو له داعش څخه وغوښتل چې د هغوی کلي ته رانشي او خبرداری یې ورکړ چې هغوی به یې جنګیالي ور ووژني.‌ حکومت او ملکي خلک له ځواکونو سره یوځای شول او د داعش جنګیالي یې پسې واخیستل

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500