امنیت

په افغانستان کې د داعش د مشرانو په وژل کېدلو سره یادې ډلې ته کمزوري انتخابونه په مخکې پراته دي

د سلیمان راپور

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو سکرین شاټ عکس د دغې ډلې اندېښمن غړي په داسې حال کې ښیي چې په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې د یوې کتنې په ترڅ کې د انتخابونو په هکله خبرې اترې کوي. [آرشیف]

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو سکرین شاټ عکس د دغې ډلې اندېښمن غړي په داسې حال کې ښیي چې په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې د یوې کتنې په ترڅ کې د انتخابونو په هکله خبرې اترې کوي. [آرشیف]

کابل -- حکومتي چارواکي او تحلیلګران وایي، دزیاتو شویو نظامي عملیاتو په افغانستان کې د داعش رهبري له منځه وړې او د دغې ترهګرې ډلې غړي د مخکې تګ له کاواکه انتخابونو سره مخامخ دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، "د یادې ډلې پاتې شوني په ځینې سیمو کې تر دوامدار فشار لاندې تیت او پرک پټ دي."

هغه وویل، "د هغوی لږ شمېر پاتې شوني جنګیالي تر تعقیب لاندې دي او امنیتي ځواکونه هره ورځ د هغوی د ځای ځایګي په هله استخباراتي معلومات ترلاسه کوي چې په سملاسي توګه پرې ځمکني او هوایي عملیات ترسره کیږي چې هغوی له منځه وېسي."

امان وویل، د داعش یو پنجابی مشر فاروق اعظم د هغه له لسګونو جنګیالیو سره یوځای د مارچ په ۲۵مه په اچین ولسوالۍ کې ووژل شو.

هغه زیاته کړه چې، په ورته وخت کې "د داعش د خراسان څانګې د رسنیو مسؤل حسن پنجابی چې په ټولنیزو رسنیو د کمپاینونو له لارې د استخدام له امله مشهور وو د وږي په میاشت کې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو."

داعش او د هغه رهبري نه یوازې دا چې په افغانستان کې له زیات شوي نظامي کمپاین سره مخامخ دی، د متحده ایالاتو ځانګړیو ځواکونو د لړم په ۴مه په سوریه کې د داعش لوی مشر ابوبکر البغدادي او د هغه یو شمېر ملګري په عملیاتو کې ووژل.‌

امان وویل، په افغانستان کې یاغیان د هغوی د له منځه وړلو لپاره د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په زیاتېدلو سره خپل سنګرونه پرېږدي.

هغه وویل، "اچین، پچیر اګام او د ننګرهار ولایت نورې برخې له داعش څخه پوره پاکې شوي دي."

امان وویل، "د نظامي فشار له امله، په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د داعش په لسګونو جنګیالي له خپلو وسلو سره یوځای پخپله امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي." هغه زیاته کړه چې یوازې د تېرې میاشتې په دوران کې د داعش ډېر جنګیالي په ننګرهار ولایت کې په بېلابېلو پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.

د لړم په ۲مه، په ننګرهار کې محلي مقاماتو د داعش ۱۸ جنګیالي چې په دغه ولایت کې د نظامي عملیاتو له زیاتېدلو څخه وروسته تسلیم شوي وو رسنیو ته ور وښودل.‌

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، "افغان او نړۍ والو ځواکونو اکثر هغه مرکزونه او بېسونه ویجاړ کړل چې داعش په ننګرهار ولایت کې د ځانونو لپاره جوړ کړي وو."

خوګیاڼي وویل، "د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش مرکز چې له هغه ځای څخه هغوی د تېرو څلورو کالونو په ترڅ کې ترهګریز فعالیتونه پلانول په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی. د یادې ډلې د روزنې مرکزونه، رادیو سټیشن او د انتحاري واسکټونو د جوړونې مرکزونه هم ویجاړ کړای شوي دي."

خوګياڼي وویل، "د ننګرهار ولایت په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه اچین کې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې سخت عملیات روان دي. په دغو عملیاتو کې د داعش ۷۰ جنګیالي وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي، او په لسګونو نور یې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي."

داعش محاصره شوی دی

په کابل کې د پوځي او استخباراتي چارو یوه تحلیلګر نادر احمدزي وویل، داعش په افغانستان کې له هماغه پیل نه له ناکامۍ سره مخامخ وو.‌

هغه وویل، "افغانان هغه اسلام چې داعش هڅه کوي ترویج یې کړي له اصلي اسلام سره په ټکر کې ګڼي. سربېره پر دې، ټول هغه کارونه چې داعش یې کوي د افغانانو د عقایدو او رواجونو پر ضد دي."

هغه وویل، "داعش ډېره اندازه پیسې په دې ولګولې چې ډېر جنګیالي استخدام کړي او وتوانېد چې ډېرې سیمې تر کنټرول لاندې راولي خو بالاخره ټولې هڅې یې ناکامې شوې."

احمدزي وویل، "افغان امنیتي ځواکونه او نړۍ وال ځواکونه کلک هوډ لري چې داعش ته ماتې ورکړي او له منځه یې وېسي."

هغه وویل، "طالبان چې نه یې غوښتل په افغانستان کې یې ځای داعش ونیسي هم په هغوی باندې درانه بریدونه ترسره کړل او تلفات یې ور واړول او د داعش ډېر جنګیالي یې ووژل چې په ننګرهار او بادغیس ولایتونو کې د یادې ډلې مهمې څېرې په کې شاملې وې."

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر سید حامد انوري وویل، په افغانستان کې د داعش پاتې جنګیالي د طالبانو او امنیتي ځواکونو دواړو له خوا تر محاصرې لاندې دي.

هغه وویل، "سربېره پر دې چې طالبان داعش خپل دښمن بولي ورسره یې "خوارج" هم بولي چې دا طالبانو ته جواز ورکوي چې هغوی ووژني."

راپورونه وایي چې که د سولې خبرې پرمخ لاړې شي، ښایي د طالبانو یو شمېر سخت دریځي قوماندانان پلان ولري چې له داعش سره یوځای شي، خو افغان چارواکو ژمنه کړې چې دغه افراد به هم د یادې ترهګرې ډلې د نورو غړو په څېر ښکار کړای شي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر حبیب الله جانبدار وویل، "افغانستان د داعش لپاره د استخدام یو مناسب ځای نه دی. افغان ځوانانو د تېرو ۱۹ کالونو په ترڅ کې زده کړې کړي، او هغوی نور د ۲۰ کاله پخوا وخت په څېر نه دي. هغوی د داعش د اساساتو او ماهیت په هکله ښه پوهېږي او نور به هېڅکله هم له داعش سره یوځای نشي."

جانبدار په افغانستان کې د داعش پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې.

هغه وویل، "د داعش پر ضد په جنګ کولو کې زمونږ د هېواد د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې د ستاینې وړ دي ځکه چې دغو ځواکونو د داعش د مشرانو او د هغوی د زرګونو جنګیالیو په له منځه وړلو کې بریاوې ترلاسه کړې."

انوري هم له دغه نظر سره د هو سر خوځوي.‌

هغه وویل، "امنیتي ځواکونو په زړورتیا او وقار سره د داعش پر ضد له افغانستان او افغانانو څخه د دفاع په برخه کې خپله وظیفه ترسره کړې ده."

"هغوی د داعش د مشرانو په وژلو سره د یادې ډلې ټول پلانونه ویجاړ کړل، او ټول افغانان د امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو له امله د هغوی ستاینه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبانو ته دعا کوئ چ درته ختم يې کړل هسې غورې پرتې مه کؤئ.

ځواب ورکړئ