تروريزم

افغان چارواکو ژمنه وکړه چې په ننګرهار کې به داعش له منځه وېسي

سلام ټایمز او ای اېف پي

لږ تر لږه ۲۲ د داعش غړو او ۷ طالب جنګیاليو د لړم په ۱۸مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ځانونه محلي مقاماتو ته تسلیم کړل. [خالد زېری]

جلال اباد -- یوه جیګپوړي افغان چارواکي وویل، د داعش افغان څانګه د ختیځو ولایتونو له ډلې څخه په یوه کې چې په پیل کې هغوی غوښتل چې هلته خپل لوی مرکز جوړ کړي «ماته» شوې ده.

دا ادعا وروسته له هغه کېږي چې داعش په پیل کې په ۱۳۹۴ کال کې په افغانستان برید وکړ او هغه وخت یې د پاکستان پولې سره نژدې د ننګرهار او کونړ ولایتونو ډېرې برخې ونیولې.‌

له هغه وخت راهیسې د کلونو په ترڅ کې، هغوی د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د یو لړ وحشیانه بمي بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست او امریکایي، افغان او حتی طالب ځواکونو په هغوی باندې دوامدار بریدونه ترسره کړل.‌

د کورنیو چارو د وزارت سرپرست مسعود اندرابي د اورپکو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې خبریالانو ته وویل، داعش «په ننګرهار کې مات کړای شوی او مرکزونه یې ویجاړ کړای شوي دي.»

د داعش او طالبانو جنګیالي چې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي د لړم په ۱۸مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د رسنیو په وړاندې ولاړ دي. [خالد زېری]

د داعش او طالبانو جنګیالي چې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي د لړم په ۱۸مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د رسنیو په وړاندې ولاړ دي. [خالد زېری]

افغان امنیتي منسوبین د تلې په ۹مه تورن طالبان او د داعش اورپکي په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې له نیول کېدلو څخه وروسته بدرګه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د تلې په ۹مه تورن طالبان او د داعش اورپکي په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې له نیول کېدلو څخه وروسته بدرګه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

هغه د یکشنبې په ورځ /د لړم په ۱۹مه/ وویل، «مونږ به ژر د هغوی وروستي مرکزونه ویجاړ کړو. مونږ به د خلکو په مرسته هغوی له منځه وېسو. د هغوی ځینې کوچني واحدونه تسلیمېږي، په نورو ولایتونو کې نور کوچني واحدونه به یې له منځه وېوړل شي.»

هغه وویل، داعش په افغانستان کې «په بشپړ ډول ماتېږي».‌

داعش په وروستیو میاشتو کې، په سوریه کې له ځانه د اعلان کړي خلافت د نسکورېدلو او د یادې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د مړینې په شمول، له یو لړ غټو ماتو سره مخامخ شوی دی. بغدادي تېره میاشت په سوریه کې د متحده ایالاتو په یوه برید کې ووژل شو.‌

د البغدادي او په افغانستان کې د داعش د اړوندې څانګې چې تر ډېره د داعش د خراسان څانګې په نامه پېژندل کېږي، ارتباطات تل خړ وو.‌

خوګیاڼي وویل،‌خو د البغدادي مړینې د داعش د خراسان څانګې د قوماندې او کنټرول مرکز ویجاړ او مختل کړی دی.

هغه وویل، «دغه کار په میدان کې په جنګیالیو باندې تاثیر کړی دی، هغوی یا حکومت ته تسلیمېږي یا خپل عادي ژوند ته بېرته ستنېږي.»

د داعش نور جنګیالي تسلیم شول

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم د شنبې په ورځ‌/د لړم په ۱۸مه/ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د داعش مرکز ویجاړ کړی دی.

میاخېل وویل، «د داعش لوجیستیکي لارې پرې کړای شوې دي ځکه چې زمونږ عملیات بریالي وو. په ننګرهار کې د افغانستان لپاره د هغوی د خلافت مرکز ویجاړ شوی دی. اوس هغوی دوه لارې لري، یا به تسلیمېږي یا به وژل کیږي.»

لږ تر لږه ۲۲ د داعش غړو او ۷ طالب جنګیالیو د لړم په ۱۸مه په جلال اباد کې محلي مقاماتو ته ځانونه تسلیم کړل.

د باندر سیمې یوه اوسېدونکي حلیم الله چې ۵۰ کاله عمر لري او د تسلیم شویو کسانو په ډله کې شامل وو، وویل، «څلور کاله مخکې هغه وخت چې داعش زمونږ سیمې ته راغی، ډېر خلک خوندي ځایونو ته لاړل. زه لاړ نشوم ځکه چې ما نشوای کولی چې خپله ځمکه پرېږدم. ما له ځان سره وویل چې هغوی هم مسلمانان دي، هغوی به ماته څه ونه وایي.»

هغه وویل، «خو داعش راغی او زه یې مجبور کړم چې وسله واخلم او ماته یې لارښوونه وکړه چې له هغوی سره په جنګ کې ملګری شم. زه مجبور وم چې د هغوی لاره تعقیب کړم ځکه چې د تېښتې لاره ترې نه وه. سم چې ما فرصت ترلاسه کړ ایسته تسلیم شوم.»

د داعش د خراسان څانګې یوه بل غړي محمدالله وویل، «مونږ له داعش سره یوځای شوي وو خو وروسته مونږ ولیدل چې یاده ډله په غلطه لاره روانه وه. هغوی عادي افغانان وژل. دغه کار له یادې ډلې څخه زمونږ خوا وګرځوله، خو مونږ له هغوی سره پاتې شو ځکه چې مونږ نورې لارې نه لرلې.»

هغه وویل، «اوس چې هغوی تر فشار لاندې راغلي دي، مونږ هم داسې یوه لاره وموندله چې حکومت ته راشو او ځانونه مو تسلیم کړل.»

په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت ریاست رییس تورن جنرال نظرعلي واحدي وویل، داعش په دغه ولایت کې د زوال د کندې غاړې ته رسېدلی دی او د دغې ډلې ځینې نور غړي به هم په نژدې راتلونکي کې ځانونه تسلیم کړي.

واحدي د لړم په ۱۸مه په جلال اباد کې خبریالانو ته وویل، «د اچین باغ دره او باندر دره دواړه د داعش لپاره ډېرې مهمې دي، او اوس دغه دواړه سیمې له هغوی څخه پاکې شوي دي.»

هغه وویل، «داعش نشي کولی چې په ننګرهار کې سر راپورته کړي.»

په ماتې محکوم

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وویل، د امنیتي ځواکونو له خوا د تصفیوي کمپاین په پرمختګ سره د داعش غړي تسلیمېږي.

هغه وویل، «اچین، پچیر اګام او د ننګرهار ولایت نورې برخې په بشپړ ډول له داعش څخه پاکې شوي دي.»

هغه د لړم د میاشتې په لومړیو کې وویل،‌ «د پوځي فشار له امله، په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د داعش په لسګونو جنګیاليو له وسلو سره یوځای ځانونه امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړي دي،» او زیاته یې کړه چې په ننګرهار ولایت کې د تلې او لړم په میاشتو کې د بېلابېلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو داعش جنګیالي وژل شوي دي.

په کابل کې د پوځي او استخباراتي چارو یوه تحلیلګر نادر احمدزي وویل، داعش له پیله په افغانستان کې په ماتې محکوم شوی وو.‌

هغه وویل، «افغانان په دې باور دي چې هغه اسلام چې داعش هڅه کوي ترویج یې کړي له اصلي اسلام سره په ټکر کې دی. سربېره پر دې، ټول هغه کارونه چې داعش یې کوي د افغانانو د عقایدو او دودونو پر ضد دي.»

هغه وویل، «داعش ډېرې پیسې ولګولې چې ډېر جنګیالي استخدام کړي، او هغه وتوانېد چې ډېرې سیمې تر کنټرول لاندې ور ولي، خو په پای کې د هغوی ټولې هڅې ناکامې شوې.»

احمدزي وویل،‌«افغان امنیتي ځواکونه او نړۍ وال ځواکونه کلک هوډ لري چې داعش مات کړي او له منځه یې وېسي.»

هغه وویل،‌«طالبانو چې نه یې غوښتل په افغانستان کې یې ځای ونیول شي،‌هم په داعش باندې سخت بریدونه وکړل، درانه تلفات یې ور واړول او په ننګرهار او بادغیس ولایتونو کې د هغوی د مهمو کسانو په شمول ډېر داعش جنګیالي یې ووژل.»

[له ننګرهار څخه خالد د دې راپور په برخه کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500