امنیت

په ننګرهار کې د داعش او طالب اورپکي تسلیم شول او د حکومت د ملاتړ ژمنه یې وکړه

د خالد زېري راپور

په عکس کې لیدل کیږي چې ۲۰ تنه طالب اورپکي او ورسره ۳ تنه د داعش د خراسان څانګې غړي د وږي په ۶مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې محلي مقاماتو ته تسلیمېږي. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر]

په عکس کې لیدل کیږي چې ۲۰ تنه طالب اورپکي او ورسره ۳ تنه د داعش د خراسان څانګې غړي د وږي په ۶مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې محلي مقاماتو ته تسلیمېږي. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر]

جلال اباد -- ۲۰ تنه طالب اورپکي او ورسره ۳ تنه د داعش د خراسان څانګې غړي د چارشنبې په ورځ /د وږي ۶مه/ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې محلي مقاماتو ته تسلیم شول.

اورپکو خپلې وسلې د ولایت په مرکز جلال اباد کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړې.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، «یادو کسانو په خوګیاڼو، کوټ، شینوارو، مومند دره او چپرهار ولسوالیو کې ورانکارۍ کولې. په وروستیو کې، د هغوی په چاپېر کړۍ ورتنګه شوه، حقیقت یې درک کړ او جنګ یې بس کړ.»

میاخېل وویل، «په دې ولایت کې امنیتي ساحه پراخه شوې او دا اوس هم د سره رود او خوګیاڼو ولسوالیو په شمول یو شمېر سیمو کې عملیات روان دي چې په نتیجه کې یې وسله وال مخالفین یا سیمې پرېږدي یا تسلیمېږي.»

په عکس کې، پخواني اورپکي د وږي په ۶مه په جلال اباد کې خپلې وسلې افغان ځواکونو ته سپاري او په خپلو پخوانیو کارونو پښېماني څرګندوي. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر]

په عکس کې، پخواني اورپکي د وږي په ۶مه په جلال اباد کې خپلې وسلې افغان ځواکونو ته سپاري او په خپلو پخوانیو کارونو پښېماني څرګندوي. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر]

میاخېل له نورو اورپکو څخه هم وغوښتل چې جنګ بس کړي او د سولې بهیر سره یوځای شي.

د خپل ژوند د کلونو په ضایع کولو پښېماني

د سولې بهیر سره یوځای شویو اورپکو په خپلو تېرو فعالیتونو پښېماني وښودله او ویې ویل چې اوس به هغوی له حکومت سره د هېواد د پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.‌

د تسلیم شویو جنګیالیو له ډلې څخه د غلام رسول په نامه یوه کس وویل، «زه درې کاله مخکې د طالبانو له لیکو سره یوځای شوم او د علي حیدر او ابوبکر تر مشرۍ لاندې مې جنګونه وکړل.»

یوه بل طالب یاغي فقیرمحمد ګل وویل، هغه وروسته له هغه جګړه پرېښودله چې پوه شو یاغیتوب یوازې د نورو هېوادونو په امر ترسره کېده.

هغه وویل، «ما فکر کاوه چې مونږ د دین لپاره جنګ کوو، خو اوس زه پوهېږم چې دا جنګ د دین لپاره جنګ نه دی، دا د پردیو هېوادونو د ګټو لپاره جنګ دی، نو زه راغلم او د سولې لاره مې غوره کړه.»

هغه زیاته کړه، ښایي چې مونږ پسې نور اورپکي هم راشي. هغوی وویل، 'تاسو لاړ شئ، که تاسو کومه اسانه لاره پیدا کړه او ژوند مو ښه وو، مونږ هم درپسې درځو.' کله چې مونږ راغلو،‌ مونږ دلته د خلکو مینه ولیدله، نو زه مطمئن یم چې نور کسان به هم راشي او د سولې بهیر سره به یوځای شي.»

دیني عالم مولوي حبیب الله جلال ابادي په دغو مراسمو کې وویل، «مونږ د سولې لپاره هڅې کوو، او اوس ډېر وسله وال په دې پوه شوي چې دا جنګ د اسلام لپاره جنګ نه دی.»

هغه وویل، «زما ملي اردو مسلمانه ده، زما پولیس مسلمان دی او هغوی زمونږ د هېواد دفاع کوي له دې امله مونږ باید په دې کار وکړو چې دا نظام وساتو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500