امنیت

په کونړ کې د انتقام اخیستنو په بهیر کې طالبانو د داعش د غړو کورونو ته اور ورته کړ

د خالد زېري راپور

دا عکس چې د وري په ۸مه اخیستل شوی دی د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ وردېش سیمه ښیي. [خالد زېری]

دا عکس چې د وري په ۸مه اخیستل شوی دی د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ وردېش سیمه ښیي. [خالد زېری]

کونړ -- طالبان او د داعش جنګیالي د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د سیمو د کنټرول د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ ته دوام ورکوي. هلته وروستیو نښتو طالبان دې ته جوړ کړل چې د داعش ۲۲ کورونه وسوزوي.‌

د طالبانو او داعش تر منځ د انتقام اخیستنو وروستۍ سلسله له تېر یو نیم کال راهیسې روانه ده.‌

د ماڼوګي ولسوالۍ امنیه قوماندان بریدمن نجیب الله وویل، «دا دوه ګروپونه ډېر وختونه یو د بل پر ضد جنګ کوي.»

هغه وویل، «طالبانو د تلې په ۲ او ۳مه شپو د لیچه لام او وردیش په سیمو کې د داعش د جنګیالیو ۲۲ کورونه وسوزول. مونږ په دې سیمو کې په منظمه توګه عملیات ترسره کوو او دواړو ډلو ته مو ډېر تلفات ور اړولي دي.»

په عکس کې د داعش اورپکي د تېرې تلې میاشت کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د طالبانو په مورچلونو باندې ډزې کوي. [آرشیف]

په عکس کې د داعش اورپکي د تېرې تلې میاشت کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د طالبانو په مورچلونو باندې ډزې کوي. [آرشیف]

د وري په ۲۲مه د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ په قورو سیمه کې په داسې حال کې لوګي پورته کیږي چې طالب اورپکي د داعش د غړو کورونه سوزوي. [خالد زېری]

د وري په ۲۲مه د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ په قورو سیمه کې په داسې حال کې لوګي پورته کیږي چې طالب اورپکي د داعش د غړو کورونه سوزوي. [خالد زېری]

نجیب الله زیاته کړه، «هغه دواړه ډلې ترهګر او زمونږ دښمنان دي.»

د کونړ د والي ویاند غني مصمم د دغو نښتو پېښېدل تایید کړل.‌

هغه وویل، د دواړو ګروپونو تر منځ جګړې هر لوري ته خواوشا ۱۰ کسان وژلي او زیاته یې کړه چې،‌ «هغوی لا هم فرصت ته منتظر دي چې یو پر بل ډزې وکړي.»

مصمم وویل، «پخوا مونږ څو عملیات ترسره کړي دي، او مونږ د نژدې راتلونکي لپاره د هر اړخیزو عملیاتو لپاره پلان نیولی دی چې سیمې له طالبانو او داعش څخه پاکې کړو څو عادي اوسېدونکي وکولی شي چې خپل نورمال ژوند بیا پیل کړي.»

د کونړ د ولایتي شورا یوه غړي جمال الدین سیار وویل، «په ماڼوګي ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو تر منځ جنګ دوام لري. په تېرو څو میاشتو کې په زرګونو کورنۍ خوندي سیمو ته کوچېدلي خو ژوند یې تریخ دی.»

هغه وویل، حکومت «د یادو دوه ډلو د له منځه وړلو لپاره پراخ عملیات» پیل کړي دي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د تلې په ۴مه د ولایت په مرکز اسد اباد کې یوې غونډې ته وویل، امنیتي ځواکونو ته وظیفه ورکړل شوې چې سیمه له داعش څخه پاکه کړي.‌

داعش او طالبان یو بل «کافران» بولي

د یادو دوه ډلو د دښمنۍ په یوه بېلګه کې، طالبانو له قهره محلي خلکو ته اجازه ورکړه چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه واخلي.

طالبانو د داعشیانو کورونه د تلې د ۶مې د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه څو ورځې مخکې وسوزول.

د ماڼوګي ولسوالۍ د ننګلام سیمې یوه اوسېدونکي رحمت الله چې ۳۰ کاله عمر لري، وویل، «په پيل کې، طالبانو او داعش دواړو رایه ورکوونکیو ته ویلي وو چې په انتخاباتو کې برخه وانه خلي که نه هغوی به یې ووژني.»

هغه وویل، «خو وروسته له هغه چې طالبان په سیمه واکمن شول، هغوی له خلکو څخه وغوښتل چې لاړ شي او رایې ورکړي ځکه چې هغوی غوښتل چې داعش ته خپل زور وښیي. دا په دې معنی چې طالبانو عادي افغانانو ته اجازه ورکړه چې د داعش د غوښتنې پر ضد په انتخاباتو کې برخه واخلي او رایې ورکړي.»

هغه وویل، «هغوی په نورو سیمو کې رایه ورکوونکیو ته اجازه ورنه کړه چې په رایه اچونه کې برخه واخلي، خو د ولسوالۍ د یو څو کلیو اوسېدونکو ته یې د دې لپاره اجازه ورکړه چې د داعش پر ضد خپل مخالفت څرګند کړي.»

ځایي اوسېدونکي له دواړو ډلو څخه په تنګ دي، او ډېرو کورنیو د جګړو له امله خپلې سیمې پرېښي دي.

رحمان چې ۳۲ کاله عمر لري او له کندارو سیمې څخه راتښتېدلی دی، وویل، د ماڼوګي ولسوالۍ د کندارو د سیمې ۳۲ اوسېدونکیو د داعش د ګواښونو له امله خپلې سیمې پرېښي او په عین ولسوالۍ کې بر کندی سیمې ته کوچېدلي دي.‌

رحمان وویل، «کله چې مونږ دلته اوسېدو، د داعش جنګیالیو طالبان مرتدین بلل او طالبانو د داعش جنګیالیو ته خوارج ویل.» خوارج د اسلام په لومړۍ پېړۍ کې هغو خلکو ته ویل کېدل چې د مسلمانانو پر ضد د ناوړه کارونو له امله له ایمان څخه خارج کړای شوي ول.

هغه وویل، «هغوی دا نومونه په مخابرو کې یو بل ته کارول او یو بل یې کافر بلل.»

رحمان وویل، «مونږ مجبور شو چې هغه سیمه پرېږدو ځکه چې مونږ نور نشوای کولی چې هلته پاتې شو. هغوی یو له بل نه بدتر دي، او داسې فرصت ته په تمه دي چې عادي افغانان ووژني.»

قاري فاتح الله چې ۳۴ کاله عمر لري او د ماڼوګي ولسوالۍ د لیچه لام سیمې اوسېدونکی دی، وویل، «طالبان او داعشیان په ترتیب سره ملکي خلک وېروي او زوروي.»

هغه وویل، «زه قسم کوم چې مونږ نور خپل ژوند پورې په تنګ یو. دا یو موقت شی نه دی. مونږ هره ورځ له دغو ظلمونو سره مخامخ یو. هلته ډزې دي، او خلک وژل کیږي. مونږ نه پوهېږو چې چېرته لاړ شو او څنګه خپل ځانونه له هغوی څخه خوندي کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان او داعش دواړه به افغانان او هر هغه څوک ووژني چې د هغوی مخالفت کوي. هغوی له خپلو ځانونو پرته بل د هیچا پروا نه کوي.

ځواب ورکړئ