کونړ -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د داعش او طالبانو تر منځ جنګ زور اخلي، چې په دې ترڅ کې په کونړ کې یوه نوې جبهه پرانستل شوې ده.
د ننګرهار ولایت په یو شمېر سیمو کې د دواړو ډلو تر منځ جګړه زور اخلي. په دغه ولایت کې تاوتریخوالي ۸۵۰۰ کورنۍ مجبورې کړي چې د خوګیاڼو او شېرزادو ولسوالیو خواوشا سیمو څخه وځي.
اوس د دواړو ډلو تر منځ په کونړ ولایت کې یوه نوې جبهه پرانستل شوې چې په کې طالب اورپکي -- او امنیتي ځواکونه -- په جلا جلا ډول سخت بریدونه ترسره کوي.
داعش د تېرو څو اونیو په ترڅ کې په کونړ کې د روان تاوتریخوالي په هکله ډېر تازه خبرونه خپروي، او ادعا کوي چې هغوی له طالبانو څخه ګڼ شمېر کلي نیولي دي.
چارواکي وایي چې د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش تر منځ نښتو د دواړو خواوو یو غټ شمېر اورپکي وژلي دي.
د کونړ د والي ویاند غني مصمم د چنګاښ په ۳ مه وویل، «په تېرو دوه اونیو کې د چپې درې په ګړنګل او دیګل سیمو کې د طالبانو او داعش تر منځ نښتو کې د داعش ۳۵ غړي ووژل شول.»
هغه زیاته کړه چې ۱۶ تنه طالبان ووژل شول په داسې حال کې چې دغې ډلې د داعش تر واک لاندې ۸ کلي ترې ونیول.
مصمم وویل، «جنګ تر اوسه پورې روان دی.»
د داعش وروستیو بیانونو او عکسونو ته په کتلو سره، وروستۍ جګړې په لسګونو طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
داعش په خلکو باندې ظلم کوي
مصمم وویل، «داعش د وري د میاشتې په ۱ د ولایت په چپه دره او ماڼوګي ولسوالیو کې جنګ پیل کړ چې دواړو خواوو ته یې درانه تلفات ور واړول.»
هغه وویل، له هغه وخت راهیسې، نښتو همدارنګه «خواوشا ۳۰۰۰ کورنۍ مجبورې کړې چې له سیمې څخه وځي او په نژدې خوندي سیمو کې پناه واخلي.»
عبدالولي چې د چنګاښ په ۱ د ماڼوګي ولسوالۍ له کوړنګل درې څخه اسد اباد ته راغلی په خپلو سترګو لیدلي چې د دواړو حکومت ضد ډلو تر منځ نښتې د ځایي خلکو ژوند څنګه له خطر سره مخامخوي.
دغه ۴۲ کلن سړي وویل، «داعش دې ته نه ګوري چې ته څوک یې، څه کاره یې، هغوی له ټولو سره یو ډول ناوړه چلند کوي یا یې وژني. هغوی د دې کال فصل له مونږ څخه واخیست او ویې ویل چې هغوی به یې د الله په لاره کې مصرف کړي. مونږ مجبور شوو چې را وتښتو.»
د ماڼوګي ولسوالۍ د شوړیک درې یوه اوسېدونکي نیازمحمد چې اسد اباد ته راکډه شوی دی، وویل،«کله چې د داعش غړي په اول کې راغلل، هغوی په کلي کې اعلان وکړ چې هره کورنۍ باید هغوی ته یو یو کس ورکړي چې د طالبانو پر ضد جنګ وکړي، نو مونږ وډار شوو.»
هغه وویل، «مونږ یوازې خپل د غاړې کالي را واخیستل او شپه په شپه راووتلو. اوس مونږ دلته یو او له حکومت څخه غواړو چې زمونږ غم وخوري.»
هغه زیاته کړه، «هغوی داسې کس نه پرېښود چې د کورنۍ غړو به یې له حکومت سره کار کاوه. مونږ هم وډار شوو چې که مونږ له هغوی سره یوځای نشو، کسان به یې زمونږ کور ته اور ور واچوي او مونږ به له ځانونو سره په زور بوځي.»
حکومت عملیات پيل کړل
په کونړ کې د ۲مې پلې لوا قوماندان برید جنرال میرویس ساپي وویل چې د هغه عسکر سخته هڅه کوي چې د اورپکو دواړه ډلې له سیمې څخه پسې واخلي.
هغه وویل، «د کونړ په بېلابېلو برخو کې زمونږ د ځواکونو عملیات روان دي.»
ساپي په یوه مرکه کې وویل، «د چنګاښ په ۱ زمونږ ځانګړیو ځواکونو د دوه ازبکانو په شمول د داعش پنځه غړي ووژل، او ۱۴ نور یې ونیول چې پوښتنې ترې روانې دي.»
ساپي وویل، «زمونږ ځواکونه د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې چې داعش په کې پراخ حضور لري په تصفیوي عملیاتو بوخت دي. مونږ تمه لرو چې داعش ډله ژر له کونړ څخه جارو کړو.»
مرګ په طالبانو چې افغانستان ورانوي. هغوی طالبان نه دي، هغوی مخدر مواد او د مخدرو موادو معتادان دي.
ځواب ورکړئ2 تبصره
deer kha
ځواب ورکړئ2 تبصره