امنیت

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي چې وژنو په قهر کړي وو د طالبانو پر ضد راپاڅېدل

د هدایت الله راپور

دا عکس چې د لیندۍ په ۲۲مه اخیستل شوی، د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې حال کې ښیي چې د طالب اورپکو پر ضد احتجاج کوي. [۲۰۹ شاهین قول اردو/فیسبوک]

دا عکس چې د لیندۍ په ۲۲مه اخیستل شوی، د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې حال کې ښیي چې د طالب اورپکو پر ضد احتجاج کوي. [۲۰۹ شاهین قول اردو/فیسبوک]

کندوز -- په جوزجان ولایت کې د درزاب ولسوالۍ، چې تر ډېره د طالبانو له خوا کنټرولېږي، شاوخوا ۲۰۰ اوسېدونکيو د یادې یاغي ډلې پر ضد په یوه عام پاڅون کې برخه واخیستله. دغه اعتراض چې د اورپکو له خوا په نامعلوم دلیل د پوهنتون د دوه زده کړیالانو د وژل کېدلو او دوه نورو له ټپي کېدلو څخه وروسته د لیندۍ په ۲۲مه پیل شوی وو درې ورځې دوام وکړ.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوه ویاند محمد حنیف رضایي له پېښې څخه یوه ورځ وروسته وویل، له برید څخه وروسته د لیندۍ په ۲۱مه، خلک «د دغه کار په وړاندې د اعتراض په توګه راپاڅېدل او اورپکي یې له خپلو کلیو څخه واېستل.»

د ولسوالۍ مرکز او په سیمه کې ځینې کلي د طالبانو تر ولکې لاندې پاتې دي.

رضایي وویل، «طالبانو دغه زده کړیالان د ولسوالۍ په مرکز کې چې کورونو ته روان ول، وویشتل.»

رضایی زیاته کړه، په درزاب ولسوالۍ کې د اورپکو ګروپ ملکي خلک په بېلابېلو پلمو ځپلي دي او ځایي خلکو د دې اړتیا احساسوله چې خپله غوسه څرګنده کړي او وښیي چې هغوی د طالبانو له تاوتریخوالي څخه ډکو کارونو څخه تر پوزې رسېدلي دي.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر وویل، «د پاڅون په درېیمه ورځ،‌ د دغې ولسوالۍ اوسېدونکیو خپل زراعتي وسایل لکه تبرونه او بېلونه له ځانونو سره یوړل او د طالبانو پر ضد یې احتجاج کاوه.»

هغه زیاته کړه، «دغو قهرجنو اوسېدونکیو په افتخاري توګه په احتجاجونو کې برخه واخیستله او په طالبانو باندې یې غږ وکړ چې د ملکي خلکو وژلو او خپلو ظلمونو ته د پای ټکی کېږدي.»

هغه وویل، «دا چې طالبانو د ملکي خلکو کورونه په خپلو اډو باندې بدل کړي او له خلکو څخه یې د انساني سپرونو په توګه کار اخیستی دی، هغوی د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د د خلکو پر ضد ډول ډول ظلمونه ترسره کړي دي.»

د طالبانو د له منځه وړلو غوښتنې

قومي مشرانو او نورو اوسېدونکیو وویل چې د هېواد لپاره د مخته تګ یوازنۍ لاره سوله ده.

د جوزجان ولایت یوه اوسېدونکي عبدالسمیع حضرتي وویل، «طالبان باید تاوتریخوالی ودروي ځکه چې زموږ خلک له منځه وړي، زمونږ ځوانان له تعلیم څخه محروموي او زموږ د هېواد بیارغونه او پرمختګ دروي.»

هغه زیاته کړه، «جنګ د حل لاره نه ده. طالبان باید سوله وکړي ځکه چې یووالی او سوله زموږ په ګټه دي.»

په سرپل ولایت کې یوه قومي مشر سکندر ایوبي وویل، «موږ په درزاب ولسوالۍ کې د عامه پاڅون ملاتړ کوو، او هیله لرو چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې داسې حرکتونه ترسره شي.»

ایوبي زیاته کړه، «اعتراضونه یو مدني حق دی او د طالبانو پر ضد دغه ډول پاڅونونه کولی شي چې یاده ډله ویجاړه کړي.»

هغه وویل، «زه په افغانانو باندې غږ کوم چې د یادې ډلې پر ضد راپاڅېږي او د هغوی تاوتریخوالي ته نه ووایي.»

په سرپل ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال سلطان محمد یعقوبي هم دې ته ورته نظر څرګند کړ.‌

هغه وویل، «موږ د هغه خودجوشه حرکت چې د درزاب اوسېدونکیو پيل کړی دی په کلکه ملاتړ کوو او دفاع ترې کوو. که هغوی زموږ ملاتړ ته اړتیا ولري، موږ کولی شو چې درزاب ته لاړ شو او د طالبانو پر ضد په ګډه خپل غږ پورته کړو.»

تر دې مخکې، د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ اوسېدونکیو هم د طالبانو پر ضد اعتراض کړی وو. د اورپکې ډلې غړو په اعتراض کوونکیو باندې ډزې وکړې او څلور ملکیان یې ووژل.

د نورو پوځي عملیاتو پلان جوړ شوی دی

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند رضایي وویل، د دفاع وزارت هدف دا دی چې په درزاب ولسوالۍ کې ملکي خلکو ته د طالبانو له ظلمونو څخه نجات ورکړي.

هغه وویل، «موږ د تېرې میاشتې په ترڅ کې د افغان ملي اردو، ملي امنیت، ملي پولیسو او کمانډو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د درزاب ولسوالۍ ډېرې برخې پاکې کړي.»

هغه وویل، «زموږ عملیاتو د هوا د یخوالي او په سړک باندې د ښخو شویو ماینونو له امله ونشوای کولی چې سیمه پوره پاکه کړي. ځینې سیمې اوس هم د یادې ډلې تر کنټرول لاندې دي، او هغوی ملکي خلک ژوبلوي او ظلمونه پرې کوي.»

رضایي وویل، د دفاع وزارت پلان لري چې د هوا په ښه کېدلو او د ماین پاکانو د ټیمونو له خوا له ټولو سړکونو څخه د ماینونو له پاکولو څخه وروسته په دې ولسوالۍ کې عملیات بیا پیل او ټولې سیمې پاکې کړي.

د رضایي په وینا،‌ دا عملیات په داسې حال کې پیلیږي چې طالبانو د لیندۍ په ۲۰مه په بلخ ولایت کې درې ښځې او یو سړی په ظالمانه توګه ووژل.

رضایي وویل، طالبان د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د شپې پر وخت د ملکي خلکو یوه کور ته ننوتل او د کورنۍ په غړو باندې یې ډزې پیل کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500