امنیت

د پروان، له طالبانو څخه په تنګ شویو، اوسېدونکیو د اورپکو پټنځای ته اور ورته کړ

د نجیب الله راپور

په عکس کې، یوه افغانه ښځه د سلواغې په ۱۸مه په پروان ولایت کې په یوه بازار کې روانه ده. د دغه ولایت اوسېدونکیو د زمري په ۳۰مه د طالبانو یو مرکز وسوزاوه. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې، یوه افغانه ښځه د سلواغې په ۱۸مه په پروان ولایت کې په یوه بازار کې روانه ده. د دغه ولایت اوسېدونکیو د زمري په ۳۰مه د طالبانو یو مرکز وسوزاوه. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د پروان ولایت اوسېدونکیو،‌ چې د طالبانو له ظلمونو څخه پوزې ته رسېدلي دي، په شینوارو ولسوالۍ کې د طالبانو یوه پټ مرکز ته اور ور واچاوه.‌

د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار وویل، «د شینوارو ولسوالۍ د قلا سیمې په قورهیر کلي کې ځایي خلکو د شپې په ۱۱بجو د طالبانو یوه مرکز او ټولو وسایلو ته یې اور ورته کړ.»

شهکار د زمري د ۳۰مې د پېښې په هکله د خبرو کولو پر وخت وویل، «مونږ په پېښه کې د طالبانو د تلفاتو په هکله معلومات نه لرو، خو په مرکز کې موجود ټول وسایل ویجاړ شوي دي.»

هغې وویل، «د اوسېدونکیو له خوا د دغه کار تر شا دلیل ښایي دا وي چې هغوی په تنګ شوي او نه غواړي چې طالبان د هغوی په سیمو کې فعالیت وکړي.»

هغې وویل، «د پروان خلک نه غواړي چې د حکومت د مخالفو عناصرو ملاتړ وکړي یا یادې ډلې [طالبانو] ته اجازه ورکړي چې د هغوی په سیمه کې پاتې شي. په دې کې شک نشته چې د پروان اوسېدونکي له حکومت سره مرسته کوي، او حکومت هم د هغو خلکو ملاتړ کوي چې هغوی د حکومت ضد عناصرو سره مرسته نه کوي.»

د پروان د ولایتي شورا یوې پخوانۍ غړې او د مدني ټولنې فعالې حسیبې عفت وویل، «ملکي خلک دې نتیجې ته رسېدلي چې دا ډله [طالبان] یو ګواښ دی. هغوی انساني کرامت یا ارزښتونه نه پېژني او د خلکو حقونو ته درناوی نه کوي.»

عفت وویل، وروستۍ پېښه «یو راخوټېدلی حرکت وو چې ملکیانو په کې د طالبانو مرکز ته اور ورته کړ.»

عفت زیاته کړه،‌ «دا څرګنده خبره ده چې ملکي خلک له مخالفې ډلې سره خوښ نه دي. هغوی پخوا هم د حکومت ضد عناصرو پر ضد د ولسي پاڅونونو په بڼه خپله کرکه ښودلې ده.»

د شینوارو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد نبي وویل، «د سیمې اوسېدونکي د طالبانو د ظلمونو له امله سخت خفه دي، او هغوی نور په خپلو سیمو کې طالبان نه غواړي.»

هغه زیاته کړه، «ملکي خلکو تل د طالبانو پر ضد خپله کرکه ښودلې ده، او د طالبانو مرکز ته اور اچونه د هغوی نهایي ناچاري او غوسه په ګوته کوي. عادي ملکي خلک له دې پرته نور څه نشي کولی.»

د ملاتړ ژمنه

نبي له حکومت څخه وغوښتل چې د دې ولسوالۍ د خلکو غږ ته غوږ ونیسي او له طالبانو څخه د سیمې د پاکولو لپاره عملیات ترسره کړي.‌

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو یوه استازي عبدالظاهر سالنګي وویل، «د پروان خلک د وسله والو مخالفینو پر ضد راپورته شوي... او په یوه غږ یې د حکومت ملاتړ کړی دی.»

هغه وویل، «حکومت او د دفاع وزارت دښمن ته ماتې ورکړې او د پروان ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې یې د هغوی د بریدونو مخه نیولې ده، خو دا چې دښمن په بشپړ ډول له منځه وړل شوی نه دی، مونږ له حکومت څخه غواړو چې تصفیوي عملیات ترسره کړي،» او زیاته یې کړه چې محلي خلک دې ته چمتو دي چې په دې برخه کې ملاتړ وکړي.

د مدني ټولنې فعالې عفت هم له پروان ولایت څخه د طالبانو د اېستلو لپاره د عملیاتو غوښتنه وکړه.

هغې وویل، «مونږ تل غوښتي چې حکومت دې دغه سیمې د حکومت له وسله والو مخالفینو څخه بېرته ونیسي.»

عفت وویل، «دا چې د یادې ډلې [طالبانو] تر کنټرول لاندې سیمو کې ښوونځي، روغتیایي مرکزونه او نور خدمتونه نشته، له دې امله اوسېدونکي او په ځانګړې توګه ښځې له ښوونې او روزنې او نورو خدمتونو څخه بې برخې دي.‌»

د دفاع وزارت وایي، طالبانو ته وار له مخه سږ کال په پروان کې درانه تلفات ور اوښتي او یو شمېر قوماندانان یې وژل شوي دي.

د والي ویاندې شهکار وویل، په پروان کې اورپکي یوازې د سیاګرد او شینوارو ولسوالیو په ځینې برخو کې موجود دي.‌

د دفاع وزارت یوه ویاند فواد امان وویل، «په پروان او د هېواد په هره برخه کې چې هر وخت او هر چېرې دښمن عملیات کوي، تاوتریخوالی او وېره خپروي، او ځانمرګي بریدونه او وژنې ترسره کوي، مونږ یې ځواب وایو.»

امان وویل، «مونږ په جنګي وضعیت کې یو او دواړه لوري په جنګ کې ښکېل دي، خو مونږ به ژر خپل عملیات ترسره کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500