امنیت

چارواکو په پروان او فراه کې په امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو پړه پر طالبانو ور واچوله

ای اېف پي

یو افغان عسکر د غبرګولي په ۶مه په پروان ولایت کې له بګرام زندان څخه د طالب بندیانو د خوشې کېدلو پرمهال په پیره ولاړ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو افغان عسکر د غبرګولي په ۶مه په پروان ولایت کې له بګرام زندان څخه د طالب بندیانو د خوشې کېدلو پرمهال په پیره ولاړ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د افغان امنیتي ځواکونو ۱۴ منسوبین د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۸مه/ په دوه جلا جلا بریدونو کې ووژل شول. دا لومړني مرګوني بریدونه دي چې چارواکو یې د درې ورځني اوربند له پای ته رسېدلو څخه وروسته پړه پر طالبانو ور واچوله.

لنډمهاله اوربند د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۶مه/ پای ته ورسېد، خو له وروستیو بریدونو سره سره په عمومي توګه په هېواد کې په تاوتریخوالي کې ساتل شوې ارامي داسې هیلې راپورته کوي چې اورپکي او کابل کولی شي چې د سولې ډېرې ځنډېدلې خبرې ژر پیل کړي.

د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار وویل، طالب جنګیالیو د غبرګولي د ۸مې سهار وختي د پلازمېنې شمال ته په یاد ولایت کې د تلاشۍ په یوه پوسته باندې برید وکړ .

شهکار ای اېف پي ته وویل، «طالبانو ته هم تلفات ور واوښتل،» او زیاته یې کړه چې د افغان ځواکونو ۷ منسوبین مړه شول.‌

د ولسوالۍ امنیه قوماندان حسین شاه وویل، طالب جنګیالیو د تلاشۍ پوستې ته اور ورته کړ او پنځه امنیتي منسوبین یې ووژل. دوه نور یې په مرمیو وویشتل او ویې وژل.‌

د ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب ای اېف پي ته وویل،‌ په فراه کې طالب وسله والو د پولیسو په یوه پوسته باندې یو برید ترسره کړ.‌

هغه وویل، «په یاده نښته کې چې یو نیم ساعت یې دوام وکړ، ۸ تنه طالب جنګیالي ووژل شول،» او زیاته یې کړه چې څلور پولیس له برید څخه ژوندي راووتل.

طالبانو په دې هکله په سملاسي توګه څه تبصره نه ده کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له سلام ټایمز سره موافق یم ځکه چې تاسو د افغانستان له هرې برخې څخه راپورونه ورکوئ.

ځواب ورکړئ

په هر اوربند کې چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ اعلان شوی دی، په لومړي ځل طالبانو له اوربند څخه سرغړونه کړې ده. په پخوانیو اوربندونو کې، طالبانو اوربندونه نه دي مراعت کړي او په افغان امنیتي ځواکونو باندې یې بریدونه کړي او شهیدان کړي یې دي. دا ځل هم طالبانو د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د خپل مشر له حکم څخه سرغړونه وکړه او له هغه درې ورځني اوربند څخه یې سرغړونه وکړه چې د یادې ډلې مشر اعلان کړی وو.‌ که طالبان په ریښتیا هم تر یوې واحدې قوماندې لاندې وي، او وایي چې هغوی هېڅکله هم د خپلو مشرانو له حکمونو او اوامرو څخه سرغړونه نه کوي، اوس باید هغوی هغه طالبان چې د کوچني اختر په ترڅ کې یې له اوربند څخه سرغړونه وکړه، په افغان امنیتي ځواکونو باندې یې بریدونه وکړل او ویې وژل، پیدا کړي او سزا ورکړي.‌ که هغوی داسې ونه کړي، د دې معنی دا ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ‌د سولې له تړون څخه وروسته به یو شمېر طالبان د سولې پروسې سره یوځای نشي او د افغان حکومت او خلکو پر ضد جګړې ته به دوام ورکړي.‌

ځواب ورکړئ