امنیت

افغان حکومت د سولې په هیله، د کوچني اختر د اوربند د برخې په توګه طالب بندیان ازاد کړل

سلام ټایمز او ای اېف پي

طالب زندانیان د غبرګولي په ۵مه په پروان ولایت کې له زندان څخه وځي. افغان چارواکو وروسته له هغه چې یادې ډلې د کوچني اختر په ترڅ کې په ټول هېواد کې د درې ورځو په مخه اوربند اعلان کړ، تر ۱۰۰ پورې طالب بندیان خوشې کړل.‌

طالب زندانیان د غبرګولي په ۵مه په پروان ولایت کې له زندان څخه وځي. افغان چارواکو وروسته له هغه چې یادې ډلې د کوچني اختر په ترڅ کې په ټول هېواد کې د درې ورځو په مخه اوربند اعلان کړ، تر ۱۰۰ پورې طالب بندیان خوشې کړل.‌

کابل -- افغان چارواکو موافقه کړې چې، د یاغیانو له خوا د کوچني اختر په مناسبت د ناڅاپه درې ورځني اوربند له امله د حکومت په غبرګون کې په سلګونو طالب زندانیان ازاد کړي.

د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۵مه/ حکومت له بګرام زندان څخه ۱۰۰ تنه زندانیان ازاد کړل او د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۶مه/ به ۹۰۰ تنه نور زندانیان چې تر اوسه پورې د ازادېدونکو طالب زندانیانو تر ټولو غټه ډله ده، ازاد کړي.‌

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ای اېف پي ته وویل، «داسې پرېکړه شوې چې نن ۹۰۰ زندانیان ازاد کړای شي،» او زیاته یې کړه چې کېدی شي دقیق شمېر د اداري کړنلارو په اساس توپير ولري.

هغه وویل، د زندانیانو خلاصون به تر هغه دوام وکړي څو چې ۲۰۰۰ زندانیان ازاد شي.

فیصل وویل، «موږ هیله لرو چې دا کار به بالاخره تلپاتې سولې ته چې افغانان یې له ډېره وخته هیله لري، لاره هواره کړي.»

اوربند اوږد کړئ

دغه اوربند، چې د تېرو ۱۹ کلونو د جګړې په ترڅ کې د خپل ډول دویم دی، د اوربند اوږدېدا ته هیلې زیاتې کړي چې کولی شي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرو ته چې له ډېر وخت راهیسې یې انتظار کیږي لاره جوړه کړي.‌

پخوانی اوربند د ۱۳۹۷ د کوچني اختر په مناسبت اعلان شوی ووچې په نتیجه کې یې طالب جنګیاليو او ملکي خلکو په ګډه په تاوتریخوالي کې وقفه ولمانځله. د سولې او عادي ژوند د خوند له څکلو څخه وروسته، په سلګونو طالب جنګیالیو د جګړې ډګر ته له تګ څخه ډډه وکړه.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر په ټوېټر وویل، «اوربند اوږد کړئ، ژوند وژغورئ.»

هغې وویل، «تاوتریخوالی پای ته ورسوئ څو موږ ټول وکولی شو په هېواد کې ډېرو مجبورو او بې وسو خلکو ته خدمتونه برابر کړو، بشري حقونه ترلاسه کړي او موږ د ساه اخیستلو لپاره فرصت ولرو.»

د طالبانو یوې سرچینې وویل، که حکومت د زندانیانو ازادول ګړندي کړي، کېدی شي چې یاده ډله اوربند اوه ورځې اوږد کړي.‌

د یاغیانو یوې بلې سرچینې وویل، اورپکي پلان لري چې له هغوی سره بندي ۲۰۰ افغان امنیتي سرتېري خوشې کړي.‌

ولسمشر اشرف غني وویل د هغه اداره چمتو ده چې له طالبانو سره د سولې خبرې ترسره کړي.

یو ارام او سوله ییز کوچنی اختر

په کندوز ښار کې چې طالبانو څو ورځې مخکې د هغه د نیولو هڅه وکړه د اوسېدونکیو له خوا د روژې د پای د لمانځلو په مناسبت ارامي خپره وه.

د کندوز یوه دوکاندار عتیق الله وویل، «یواځې دوه ورځې مخکې په ښار باندې ډار سیوری غوړولی وو.»

«نن چې تاسو بهر وځئ داسې به احساس کړئ لکه نور چې جنګ نه وي. خلک اصلا اختر لمانځي.»

دا لومړی اوربند دی چې طالبانو پیل کړی دی. یواځینی بل چې په ۱۳۹۷ کې ترسره شوی وو د غني له خوا یې وړاندیز شوی وو.‌

پولیسو وویل، اروزګان ولایت چې معمولا په کې جګړې وي، ارام وو.‌

د دغه ولایت امنیه قوماندان حاجي لال اغا وویل، «هره ورځ بې وقفې جنګونه روان ول، خو د اوربند له اعلان راهیسې، یوه ګولۍ هم نه ده وار شوې.»

هغه د ولایت مرکز ته په اشاره وویل، «دا په ځانګړې توګه د ترینکوټ د اوسېدونکیو لپاره، چې هره ورځ به یې د ټوپکو ډزې اورېدلې، ښه دی.»

پولیسو وویل، له کندهار څخه چې یو وخت د طالبانو مرکز وو د جګړې هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی، او خوست ولایت هم ارام وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل، «موږ اوربند او وضعیت په پام سره څارو، او د اوربند له اعلان راهیسې د دښمن له خوا هېڅ غټ فعالیت نه دی ترسره شوی.»

خو هغه وویل چې حکومت په لغمان ولایت کې د هاوان د یوه برید چې پنځه ملکي کسان یې ووژل څېړي.

د سولې په لاره کې د خنډونو لیرې کول

د کب په میاشت کې له امریکایي مرکچیانو سره د طالبانو له خوا د یوې هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته تاوتریخوالی ډېر شوی دی.‌

دغې هوکړې د سولې د بین الافغاني خبرو لپاره چوکاټ جوړ کړ او دا یې تصریح کړه چې حکومت به لومړی تر ۵۰۰۰ پورې طالب بندیان ازادوي، په داسې حال کې چې اورپکي به شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ملي امنیتي منسوبین ازادوي.

د غبرګولي په ۴مه تر ۲۰۰۰ پورې طالب زندانیانو د ازادولو د پلانونو له اعلان څخه مخکې، وار له مخه کابل شاوخوا ۱۰۰۰ تنه طالب زندانیان خوشې کړي ول، په داسې حال کې چې یاغیانو شاوخوا ۳۰۰ افغان بندیان ازاد کړي ول.

طالبان تاکید کوي چې کابل باید د هغوی ټول ۵۰۰۰ غړي هغسې چې په هوکړه کې پرې موافقه شوې ده ازاد کړي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین په ټوېټر وویل، «دا پروسه باید بشپړه شي څو د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو په لاره کې شته خنډونه له منځه لاړ شي.»

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې یادې هوکړې ته یې لاره هواره کړې وه د غبرګولي په ۳مه په ټوېټر ولیکل، اوربند «داسې یو ډېر مهم فرصت دی چې باید له لاسه ونه وځي» او ژمنه یې وکړه چې متحده ایالات به «په دې لاره کې د مرستې کولو لپاره خپله هڅه وکړي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه اوربند وستایه خو د غبرګولي په ۴مه یې په یوه اعلامیه کې وویل چې هغه تمه لري چې «طالبان په خپله ژمنه ودرېږي او پرې نه ږدي چې ازاد شوي بندیان د جګړې ډګر ته ورستانه شي.»

هغه په دواړو لوریو باندې تاکید وکړ چې له اختر څخه وروسته د تاوتریخوالي د شدت مخه ونیسي.

د کب په ۱۰مه د هوکړې له لاسلیکېدلو راهیسې، افغان حکومتي چارواکو راپور ورکړی چې ۳۸۰۰ بریدونه پرې شوي چې ۴۲۰ ملکي کسان یې وژلي او ۹۰۶ نور یې ټپیان کړي دي.

که څه هم چې وروستي تاوتریخوالي د مذاکراتو له روحیې څخه سرغړونه کړې ده، خلیلزاد ادعا کړې چې یاغیان د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلافي ځواکونو باندې د بریدونو درولو په ژمنه ټینګ پاتې شوي دي.

هغه دا خبرې په کابل کې په یوه زېږنتون باندې له برید څخه،چې د میندو او تي خورو ماشومانو په ګډون په لسګونو کسان یې ووژل، او په ننګرهار کې د یوې جنازې په مراسمو کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته، وکړې.

طالبانو په هغو بریدونو کې لاس لرل رد کړل، خو غني د تاوتریخوالي پړه په طالبانو او داعش باندې ور واچوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ د طالب بندیانو خوشې کولو ته د یوه ښه شګون په سترګه ګورو. که حکومت غواړي که نه، امریکا به په حکومت باندې فشار اچوي چې دا ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي، نو ښه دا ده چې حکومت وار له مخه داسې کار وکړي، او د حکومت لپاره به دا ښه وای چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې له لاسلیک نه وروسته یې په سملاسي توګه ټول طالب بندیان خوشې کړي وای، ځکه چې طالبانو به جنګ ته دوام نه وای ورکړی، او د افغان اردو په سلګونو عسکر به یې نه وای وژلي. حکومت باید له طالبانو سره سوله وکړي، که نه، جنګ به ۲۰ کاله نور هم دوام وکړي او د افغانستان غریب او بېچاره خلک به په کې ووژل شي. که په افغانستان کې د یوې بلې لسیزې لپاره هم جنګ دوام وکړي، د افغانستان خلک به له یوه جدي اقتصادي بحران سره مخامخ شي. فقر او لوږه اوس هم خولې لګوي. بل لوري ته، د هېواد نفوس ډېر په چټکۍ سره زیاتیږي ځکه چې حکومت د نفوس د کنټرول هېڅ پروګرام نه لري، او اکثر خلک بې سواده دي، او بل لوري ته، د خلکو لپاره هېڅ کاري فرصتونه نشته، او حتی هغه خلک چې له پوهنتونونو څخه فارغیږي هغوی هم بې کاره دي. د هېواد پوهنتونونه هر کال په زرګونو کسان فارغوي او ټولنې ته یې د بشري ځواک په توګه وړاندې کوي، په داسې حال کې چې یو کم شمېر یې کولی شي چې وظیفې ومومي، او ۸۰٪ نور یې بې کاره پاتې دي چې هم د حکومت لپاره او هم د ټولنې لپاره یوه غټه ننګونه ده. لومړی باید حکومت له طالبانو سره سوله وکړي، دویم، حکومت باید د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې تولیدي فابریکې جوړې کړي چې خلک وکولی شي چې وظیفې پیدا کړي، او افغانستان هم د ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان له احتیاج څخه خلاص شي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان ټول خلک د افغان حکومت له خوا د طالب بندیانو د ازادولو ملاتړ کوي ځکه چې دا کار به د دواړو خواوو تر منځ اعتماد جوړ کړي او د بین الافغاني خبرو په پیلولو کې به مرسته وکړي. حکومت باید طالب بندیان ژر تر ژره خوشې کړي چې یاده ډله د ملي اردو، ملي پولیسو او امنیتي ځواکونو وژل ودروي او په ټول هېواد کې سوله ټینګه شي.

ځواب ورکړئ