امنیت

طالبانو په پکتیا کې د ځانمرګي بمي برید په ترسره کولو سره د سولې هوکړې ته نور زیان هم ورساوه

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان امنیتي منسوبین د غوایي په ۲۵مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د طالبانو د یوه برید ساحه ګوري. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د غوایي په ۲۵مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د طالبانو د یوه برید ساحه ګوري. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

خوست -- افغان چارواکي وایي، په پکتیا ولایت کې د افغان ملي اردو په یوه اډه د طالبانو یوه ځانمرګي بمي برید د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۲۵مه/ لږ تر لږه پنځه ملکي کسان ووژل او ۲۴ نور یې ټپیان کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو ته د وټس آپ له لارې لېږل شوي یوه پیغام کې د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌

طالبانو چې ډېری مهال په ادعاوو کې مبالغه کوي، وویل، «په لسګونو عسکر ووژل شول او ټپیان شول» او له دې راپورونو څخه یې انکار وکړ چې کوم ملکي کسان دې وژل شوي وي.

د دفاع وزارت وویل، ځانمرګي بمي بریدګر اډې ته له رسېدلو څخه مخکې هغه موټر ته چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پرځای شوي وو چاودنه ورکړه.‌

یوه ښځه د هغو نوي زیږیدلو ماشومانو تر څنګ ناسته ده چې میندې یې د غوایي په ۲۴مه په کابل کې په یوه زېږنتون باندې شوي ځانمرګي برید کې له لاسه ورکړي دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

یوه ښځه د هغو نوي زیږیدلو ماشومانو تر څنګ ناسته ده چې میندې یې د غوایي په ۲۴مه په کابل کې په یوه زېږنتون باندې شوي ځانمرګي برید کې له لاسه ورکړي دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

دا وروستی برید له داسې یوې اونۍ څخه وروسته وشو چې له تاوتریخوالي څخه ډکه وه او په ترڅ کې یې ولسمشر اشرف غني د حکومت «دفاعي» حالت چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پرمخ بوولو لپاره یې نیولی وو، لغوه کړ، او ځواکونو ته یې حکم وکړ چې بیا یرغلیز حالت ته لاړ شي.

فجیع او ډارن عمل

وسله والو سړیو د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۲۳مه/ په کابل کې په یوه روغتون باندې برید وکړ چې د تي خورو او نرسانو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ کسان یې په کې ووژل.

په هغه پسې لږ وروسته په ننګرهار ولایت کې په یوه جنازه کې یو ځانمرګی بمي برید وشو چې ۳۲ تنه ویرکوونکي یې ووژل.‌

دغو عامو قتلونو، چې په کې د مړو شویو میندو او تي خورو ماشومانو چې په وینو لړلو کمپلو کې تاو ول، عکسونه خپاره شول، په نړۍ واله کچه غوسه راوپاروله.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه «فجیع او ډارن ترهګریز بریدونه» وغندل.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې وویل، «په قصدي توګه د تي خورو بچیانو، ماشومانو، میندو او روغتیایي کارکوونکیو په نښه کول یو کرکجن عمل دی.»

د کابل د روغتون د زېږنتون برخه د بې سرحده ډاکتران (اېم اېس اېف) په نامه یوې موسسې له خوا چلول کېدله. دغې ادارې وروسته وویل چې یوې مور د دغې اوږدې حملې په ترڅ کې یو ماشوم وزېږاوه.

د روغتیا د نړۍ وال سازمان (ډبلیو اېچ او) لوی رییس د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۲۴مه/ وویل چې هغه په افغانستان کې په زېږنتون باندې د ترسره شوي مرګوني برید له امله «سخت ټکان خوړلی او پرېشان شوی دی».‌

تیدروس ادهانوم ګیبریسوس په جنیوا کې د ډبلیو اېچ او په مرکزي دفتر کې د یوه انټرنټي خبري کانفرانس په ترڅ کې د وژل شویو کسانو په یاد یوه دقیقه چوپ شو.

تیدروس وویل، «زه په افغانستان کې د اېم اېس اېف په یوه روغتون باندې د شوي برید په هکله اورېدلو سره، چې نرسانې، میندې او تي خواره ماشومان په کې مړه شول، ټکان وخوړ او پرېشان شوم.‌»

هغه زیاته کړه، «ملکي خلک او روغتیایي کارکوونکي باید هېڅکله هم په نښه نشي.»

تیدروس وویل، «موږ د روغتیا لپاره سولې او د سولې لپاره روغتیا ته اړتیا لرو، او موږ ورته اوس اړتیا لرو. د یوې نړۍ والې وبا پر وخت، زه په ټولو شریکانو باندې غږ کوم چې سیاسي مسایل یوې خوا ته پرېږدي او سولې ته ترجیح ورکړي، اوربند وکړي او دا وبا په ګډه له منځه وېسي.»

د سولې هوکړه له پوښتنې سره مخامخ ده

د غني حکومت د بریدونو پړه پر طالبانو او د داعش په اورپکو ور واچوله او عسکرو ته یې امر وکړ چې یرغلیز عملیات بیا پیل کړي.

طالبانو، چې په یادو بمي بریدونو کې له لاس لرلو څخه یې انکار کړی وو، وروسته خبرداری ورکړ چې هغوی د هر برید په وړاندې دفاع ته «پوره چمتو» دي.

وروستیو پېښو د سولې پروسه چې وار له مخه ماتېدونکې برېښي له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

د کب په میاشت کې، واشنګټن او طالبانو په یوه هوکړه باندې موافقه وکړه. دغه هوکړه د یاغیانو له خوا د امنیتي تضمینونو د ورکړې په مقابل کې له ټولو بهرنیو ځواکونو څخه غوښتنه کوي چې د راتلونکي یوه کال په ترڅ کې له افغانستان څخه وځي.

د سیاسي چارو افغان مبصر سید ناصر موسوي د غوایي د ۲۵مې له برید څخه مخکې ای اېف پي ته وویل، «افغان حکومت په حقه دی چې خفګان څرګندوي او د طالبانو له خوا د هغوی د زیاتو شویو بریدونو په ترڅ کې د سولې هېڅ اراده نه ویني.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانانو یوازني خوندي کوونکي او د ملت یوازنۍ هیله ده.‌

ځواب ورکړئ

طالبان په سوله باور نه لري،‌ هغوی په جنګ کې لوی شوي دي. د هغوی نظر او ذهنیت جنګ، ورانی او وژنه ده، له دې امله، خلک باید له دې ډلې څخه د سولې تمه ونه کړي.

ځواب ورکړئ