امنیت

د تاوتریخوالي او ګواښونو څپې د افغانستان د سولې د پروسې برخلیک مشکوک کړی دی

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ۱۳۹۹ د غوایي په ۲۳مه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د جنازې د مراسمو په بهیر کې د یوه ځانمرګي بمي بریدګر له خوا د چاودېدونکو موادو له چونې څخه وروسته مړي او ټپیان یوه افغاني روغتون ته راوړل کیږي. په دغې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- د خونړیو بریدونو یوې څپې چې تي خواره ماشومان، نرسانې او ویرکوونکي یې په نښه کړل، او ورسره د طالبانو له خوا شويو نويو ګواښونو د سولې د متوقع پروسې د برخلیک په هکله تازه پوښتنې راپورته کړې دي.‌

له دوه جلا ترهګریزو بریدونو څخه وروسته چې د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۲۳مه/ یې د لسګونو خلکو ژوند واخیست، ولسمشر اشرف غني د هېواد امنیتي ځواکونو ته حکم وکړ چې د طالبانو او نورو یاغي ډلو پر ضد یرغلیز عملیات بیا پيل کړي.

د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۲۴مه/ وویل، په کابل کې په یوه زېږنتون باندې شوي یوه برید کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.‌

تر دې مخکې مقاماتو ویلي وو چې د برچي په ملي روغتون باندې د سهار وختي برید کې د تازه زېږېدلو ماشومانو، میندو او نرسانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون ۱۴ کسان مړه شوي ول.‌

سړي د غوایي په ۲۳مه په کابل کې په یوه زېږنتون له یوه ترهګریز برید څخه وروسته د یوې وژل شوې ښځې جسد انتقالوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

سړي د غوایي په ۲۳مه په کابل کې په یوه زېږنتون له یوه ترهګریز برید څخه وروسته د یوې وژل شوې ښځې جسد انتقالوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

په ننګرهار کې د غوایي په ۲۳مه د محلي پولیسو د یوه قوماندان د جنازې په مراسمو له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته ټپي شوي سړي یوه روغتون ته وړل کیږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په ننګرهار کې د غوایي په ۲۳مه د محلي پولیسو د یوه قوماندان د جنازې په مراسمو له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته ټپي شوي سړي یوه روغتون ته وړل کیږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، شاوخوا یو ساعت وروسته، یوه ځانمرګي بمي بریدګر په دغه ولایت کې د محلي پولیسو د یوه قوماندان د جنازې په مراسمو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل او ۶۸ نور یې ټپیان کړل.‌

د روغتون د برید مسؤلیت په سملاسي توګه چا قبول نه کړ، خو داعش وویل چې په جنازه باندې برید هغوی ترسره کړی دی، او قربانیان یې «بې دینه» وبلل.‌

غني د دغه عام قتل پړه په طالبانو او داعش دواړو باندې ور واچوله.‌

هغه په یوه وینا کې چې په تلوېزیون خپرېدله، وویل، «نن ورځ، موږ په کابل کې په یوه روغتون او په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو د طالبانو او داعش ډلو له خوا شوي ترهګریز بریدونه،‌ او د هېواد په نورو برخو کې شوي بریدونه ولیدل.»

غني وویل، «زه ټولو امنیتي ځواکونو ته حکم کوم چې خپل فعال دفاعي حالت پای ته ورسوي، یرغلیز حالت ته بېرته ورستانه شي او د دښمن پر ضد خپل عملیات بیا پیل کړي.»

غني وویل،‌د عملیاتو بیا پیلول د دې لپاره ضروري دي چې «له هېواد څخه دفاع وکړو، خپل هېوادوال او بېخبنا خوندي کړو، او د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له خوا کېدونکي بریدونه او ګواښونه په شا وتمبوو.»

طالبانو چې د غوایي د ۲۳مې په بریدونو کې له لاس لرلو څخه یې انکار وکړ، وویل چې هغوی «په بشپړ ډول چمتو دي» چې د افغان ځواکونو له خوا کېدونکي هر ډول بریدونه په شا وتمبوي.

دغه یرغلیز حالتونه څو میاشتې وروسته له هغه نیول کیږي چې افغان ځواکونو ژمنه کړې وه چې یواځې د طالبانو یرغلیزو بریدونو ته به ځواب وایي او په نهایت کې د سولې د خبرو په وړاندې ښه نیت وښیي.

خو طالبانو متقابل عمل ترسره نه کړ او پرځای یې د تاوتریخوالي یوه څپه پیل کړه. دغه څپه د کب په ۱۰مه له متحده ایالاتو سره د یاغیانو له خوا په لاسلیک شوي تړون پسې وروسته سمدلاسه پیل شوه.‌

بې توپيره وژنه

په لومړي برید کې چې د غوایي په ۲۳مه ترسره شو وسله والو سړیو د برچي په ملي روغتون په داسې حال کې برید وکړ چې میندو او پلرونو خپل تي خواره بچیان او ماشومان ډاکترانو ته راوستي ول.

بالاخره، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو دغه درې تنه بریدګر په اوږدو تصفیوي عملیاتو کې ووژل. په درنو وسلو سمبال امنیتي منسوبین په داسې حال کې لیدل کېدل چې تي خواره ماشومان یې له صحنې څخه اېستل، او لږ تر لږه یو یې په داسې یوه کمپله کې تاو وو چې په وینو لړلې وه.‌

د جمیلې په نامه یوې ټپي شوې ښځې وویل چې هغې خپل لمسی د واکسین کولو لپاره روغتون ته راوړی وو.‌

جمیلې وویل، «موږ له روغتون څخه بهر وو. ما غوښتل چې دننه لاړه شم چې هغوی راباندې ډزې وکړې او زما له لمسیانو څخه یو ووژل شو.»

دغه روغتون د ښار په لوېدیځه برخه کې چې اقلیت شیعه هزاره ګان په کې اوسېږي، پروت دی. هغوی ډېر وختونه د داعش له خوا په نښه کیږي.

دغه روغتون د بې سرحده ډاکتران (اېم اېس اېف) په نامه د بشري مرستو د یوې موسسې له خوا حمایه کیږي، او یو شمېر بهرنیانو هلته کار کاوه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو منتظم ټوبي لانزر وویل، «دا د باور وړ نه ده چې په داسې حال کې چې افغانستان د کووېډ‌- ۱۹ د وبا له لاسه خرابیږي، داسې یو فجیع عمل ترسره شي.»

په ننګرهار کې، ضابط امیر وویل هغه تیاری کاوه چې د جنازې لمانځه ته په کتار کې ودرېرږي چې «یوه غټه چاودنه مې واورېدله او بیا مې په سلګونو خلک ولیدل چې پر ځمکه راپرېوتل.» ځایي خلکو وویل چې په دغې جنازې کې په زرګونو خلکو برخه اخیستې وه.‌

«زه پوه نشوم چې هلته څوک مړه شول او څوک ژوندي پاتې شول.»

دغه تاوتریخوالی یواځې یوه ورځ وروسته له هغه رامنځته شو چې داعش ادعا وکړه چې هغوی د کابل په شمالي برخه کې څلور د سرک د غاړې بمي چاودنې ترسره کړې. په دغو چاودنو کې د یوه ماشوم په ګډون څلور ملکي کسان ټپیان شول.‌

د سولې د پروسې برخلیک معلوم نه دی

وروستۍ وینه تویونه د سولې د یوې متوقع پروسې د برخلیک په هکله تازه پوښتنې راپورته کوي. دغه پروسه په داسې حال کې چې افغانستان د کروناوایرس له بحران سره لاس او ګرېوان دی، د بې ثباتۍ له امله وړاندې وروسته کیږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه بریدونه وحشیانه وبلل او دا یې یاده کړه چې طالبانو یې له مسؤلیت اخیستنې څخه انکار کړی دی.‌

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «طالبان او افغان حکومت باید په خپلو کې سره همکاري وکړي او مجرمان عدالت ته راکش کړي.»

د پنتاګون ویاند ډګرمن توماس کمبېل وویل، «د هوکړې په اساس، که طالبان د هغوی پر افغان شریکانو بریدونه وکړي، د متحده ایالاتو پوځ به یې پر ضد دفاعي بریدونه ترسره کړي.»

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست رییس جوزېپ بوریل په یوه اعلامیه کې وویل، «ډېرې لږې داسې کلیمې شته چې هغه وحشتونه بیان کړي چې موږ نن په افغانستان کې ولیدل.»

«د میندو، تازه پیدا شویو ماشومانو او نرسانو، او همدارنګه د غمځپلیو او ویرجنو کورنیو په نښه کول او وژل شیطاني کارونه دي او د نه انسانیت یوه وېروونکې درجه ښیي.»

بوریل غوښتنه وکړه چې مرتکبین عدالت ته راکش کړای شي او په افغانستان کې د تلپاتې اوربند لپاره یې خپله غوښتنه بیا تازه کړه.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دواړو لوریو باندې بیا فشار واچاوه چې د سولې په لور کار وکړي.‌

هغه په ټوېټر ولیکل، «په دې کار کې ناکامي افغانستان د ترهګرۍ، تلپاتې بې ثباتۍ او اقتصادي سختۍ پر وړاندې بې وسه کوي. اوس د دې وخت دی چې د سولې په لور کار وشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په هېواد کې وروستۍ چاودنې او ترهګریز بریدونه د طالبانو کار نه دی، بلکې دا د داعش کار دی. داعش غواړي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې نتیجه ورنه کړي ځکه چې که طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي او له حکومت سره یوځای شي، هغوی به په یوه اونۍ کې دننه داعش له افغانستان څخه وباسي. طالبان د داعش سخت دښمنان دي، او داعش په دې وطن کې د طالبانو له لاسه ښه ورځ نه ده لیدلې. که په افغانستان کې طالبان نه وای، حکومت به نه وای توانېدلی چې داعش داسې په اسانۍ سره له منځه وېسي. که په لیرې پرتو سیمو کې طالبانو د داعش پر ضد جنګ نه وای کړی، اوس به داعش نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو لپاره یو جدي خطر وای، له دې امله، داعش هڅه کوي چې د طالبانو په نامه جرمونه ترسره کړي چې حکومت له طالبانو سره سوله ونه کړي او په دې هېواد کې جنګ دوام ومومي.‌

ځواب ورکړئ

چې شل نومونه پرې کېږدي افغانان پوهېږي چې اصلي دښمن یې څوک دی. د افغانانو اصلي دښمن د پاکستان جاسوسي ادارې او ترهګر پوځ دی چې له ۴۴ کالونو راهیسې افغانان وژني. دا جهادي تنظیمونه، طالبان، داعش... د افغانستان د ورانولو د عین پروژې بېلابېلې مرحلې دي چې پاکستان یې په افغانستان کې تطبیقوي.

ځواب ورکړئ

که اجازه ورکړل شي او په صحیح توګه مدیریت کړای شي، هغوی کولی شي چې د حکومت ضد عناصر له منځه وېسي.

ځواب ورکړئ