امنیت

په پلازمېنه کې له چاودنو څخه وروسته کابل له طالبانو سره د بندیانو تبادله د لنډې مودې په مخه وځنډوله

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان پولیس د وري په ۲۶مه په کابل کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې موټرونه تلاشي کوي. په کابل کې چارواکو د وري په میاشت کې د افغانستان په پلازمېنه کې په موټرسایکلونو او سکوټرونو باندې بندیز ولګاوه ترڅو پراخ جرایم مهار کړي او له موټرسایکلونو څخه په استفادې سره د هدفي وژنو مخه ونیسي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان پولیس د وري په ۲۶مه په کابل کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې موټرونه تلاشي کوي. په کابل کې چارواکو د وري په میاشت کې د افغانستان په پلازمېنه کې په موټرسایکلونو او سکوټرونو باندې بندیز ولګاوه ترڅو پراخ جرایم مهار کړي او له موټرسایکلونو څخه په استفادې سره د هدفي وژنو مخه ونیسي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې افغان حکومت د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲۲مه/ د طالب بندیانو خوشې کول په موقت ډول وځنډول.

د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د کب په میاشت کې په لاسلیک شوې هوکړه کې د بندیانو د تبادلې د پروګرام د برخې په توګهتر ۱۰۰۰ پورې طالب بندیان خوشې کړای شوي دي.‌

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وویل، طالبانو ۱۷۱ تنه بندیان خوشې کړي چې ۱۰۵ یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.

هغه وویل، «حکومت ژمن دی چې د طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو د ۲۰۰ غړو له راخوشې کولو څخه وروسته د طالب بندیانو خوشې کول بیا پیل کړي.»

فیصل وویل،‌ حکومت چمتو دی چې د اورپکو له خوا د هر بندي د راخوشې کولو په بدل کې پنځه طالب بندیان خوشې کړی.

هغه زیاته کړه، «که طالبان دغه پروسه ودروي، حکومت مجبور نه دی چې د بندیانو خوشې کولو ته دوام ورکړي.»

طالبانو د غوایي په ۲۲مه د حکومت له خوا له دغه اعلان څخه وروسته وویل چې یادې ډلې په فاریاب او بغلان ولایتونو کې ۵۳ نور افغان بندیان خوشې کړي دي.

د ملي امنیت شورا د شنبې په ورځ /د غوایي ۲۰مه/ په یوه ټویټ کې وویل، «اوس دا طالبانو پورې اړه لري چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو راخوشې کول چټک کړي، تاوتریخوالی کم کړي، او له حکومت سره مستقیمو خبرو ته تیاری ونیسي.»

دغې شورا وویل، «نور نو ځنډ د توجیه وړ نه دی.»

په کابل کې بمي چاودنې

پولیسو وویل چې د غوایي د ۲۲مې اعلان په داسې حال کې وشو چې په کابل کې له ۹۰ دقیقو څخه په لږه موده کې دننه څلور د سړک د غاړې بمي چاودنې وشوې او د یوه ماشوم په ګډون څلور ملکي کسان یې ټپیان کړل.

اورپکو په وروستیو اونیو کې په کابل او د هېواد په نورو برخو کې د سړک د غاړې ګڼ شمېر بمی چاودنې او راکټي بریدونه ترسره کړي دي، خو د غوایي د ۲۲مې د سهار چاودنې ښیي چې له څو میاشتو څخه وروسته لومړنۍ همغږې هڅې وي.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې هم مسؤلیت نه دی منلی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز خامه پرېس ته وویل چې دغه بمي چاودنې د ښار په تهیه مسکن سیمه کې وشوې، او زیاته یې کړه چې د چاودنو ځای ته یو تصفیوي ټیم رسېدلی دی.

هغه وویل، مقاماتو قربانیان یوه روغتون ته رسولي او هلته یې طبي درملنه کیږی.

دغه بمي چاودنې د ښار په ۱۷مه ناحیه کې وشوې. په دې سیمه کې د افغانستان د استخباراتو ادارې په وروستیو کې د داعش او حقاني شبکې یو مرکز ویجاړ کړ. په هغوی باندې تور دی چې په ګڼ شمېر بریدونه یې ترسره کړي دي.

طالبانو د کب له میاشتې راهیسې، چې د سولې د بین الافغاني خبرو د پیلولو په موخه د لارې هوارولو لپاره یې له امریکایي مرکچیانو سره هوکړه لاسلیک کړه، د افغانستان په ښارونو کې لوی بریدونه نه دي ترسره کړي،

تر دغې هوکړې لاندې، طالبانو ژمنه وکړه چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلاف ځواکونه به نه په نښه کوي، خو د افغان عسکرو په اړه یې داسې څه ژمنه نه ده کړې.

اورپکو په ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي او غواړي چې له افغان حکومت سره د خبرو د وقفې په ترڅ کې پرمختګ وکړي.

د ملي امنیت شورا د غوایي په ۲۰مه وویل، د طالبانو بریدونو د روژې د دویمې اونۍ په ترڅ کې په ۱۸ ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۵ ملکي کسان ووژل او ۱۴ نور یې ټپیان کړل.

شورا په یوه ټویټ کې وویل، دا د روژې د لومړۍ اونۍ په مقایسه کې د اورپکو په بریدونو کې ۳۳٪ زیاتوالی ښیي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500