امنیت

افغان ځواکونو په کابل کې د داعش - حقاني شبکې ګډ مرکز ویجاړ کړ

سلام ټایمز

افغان ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو اړوند د چاودېدونکو توکو یوه غټه زیرمه کشف او ضبط کړه. [رحمان رحماني]

افغان ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو اړوند د چاودېدونکو توکو یوه غټه زیرمه کشف او ضبط کړه. [رحمان رحماني]

کابل -- د ملي امنیت ریاست د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۷مه/ وویل، چې د ځانګړیو عملیاتو افغان ځواکونو د داعش او حقاني شبکې په مشرۍ د ترهګرو یوه لویه شبکه ویجاړه کړې ده.

امنیتي ځواکونو پنځه تنه اورپکي هغه وخت ووژل او اته نور ونیول چې د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۱۶مه/ د شپې پرمهال یې د ګډې شبکې په دوه پټنځایونو باندې -- یو په کابل کې او بل له پلازمېنې څځه بهر -- بریدونه ترسره کړل.

د افغانستان څارګرې ادارې په دغه مرکز باندې په وروستیو میاشتو کې د ګڼو بریدونو د ترسره کولو تورونه ولګول.

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې وویل، «د داعش او حقاني شبکې ګډ‌ مرکز د وري په میاشت کې د سکانو په یوه عبادتځای باندې د یوه برید په ګډون په پلازمېنه کې غټ بریدونه ترسره کړي دي.»

د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ کسان هغه وخت ووژل شول چې وسله والو سړیو د وري په ۶مه په کابل کې په یوه ګوردواره باندې په داسې حال کې برید وکړ چې عبادت کوونکیو د سهار دعاګانې کولې.

د برید پړه د داعش د خراسان څانګې پرغاړه اخیستې وه.‌

دغې شبکې د کب په ۱۶مه په کابل کې د شیعه ګانو د مشر عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین په مناسبت په ازاده فضا کې جوړو شویو مراسمو باندې د داعش له خوا د منل شوي برید تر شا لاس درلود.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې په هغې ډلوژنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل شول او ۲۹ نور ټپیان شول.

د ملي امنیت ریاست وویل،داعش - حقاني شبکې د هغه راکټي برید تر شا لاس درلود چې د کب په میاشت کې یې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم په نښه کړل.

اعلامیه زیاتوي چې د دغې شبکې مشري ثناءالله کوله. نوموړی چې د داعش یو جګپوړی مشر وو،‌ ددې تر څنګ په ښاري سیمو کې د حقاني شبکې د فعالیتونو د همغږۍ مسؤل هم وو، خو د ثناءالله د ځای ځایګي یا برخلیک په هکله یې څه نه دي ویلي.‌

د ملي امنیت ریاست وویل، د دغې شبکې غړو ګڼ شمېر افغان چارواکي وژلي او په بګرام هوايي ډګر، چې په افغانستان کې د امریکایي پوځ تر ټولو لویه اډه ده، راکټونه ورتوغولي دي.‌

په هغو بریدونو کې چې ارګ او بګرام یې په نښه کړي وو هیڅوک په جدي توګه ټپي نه شو.

د داعش او حقاني شبکې تر منځ قوي اړیکه

افغان چارواکي له اوږدې مودې راهیسې په حقاني شبکه باندې، چې متحده ایالاتو د ترهګرې ډلې په نامه نومولې او له طالبانو سره اړیکې لري، د هغو لویو بریدونو د ترسره کولو تور لګوي چې د داعش خراسان څانګې یې د ترسره کولو مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.

یوه جګپوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته ویل، «داسې د نه انکار وړ شواهد شته چې د حقاني شبکې او داعش تر منځ قوي ارتباط او همکاري په ګوته کوي.»

هغه وویل، «هغوی په ګډه، په ځانګړې توګه په کابل کې ترهګریز بریدونه پلانوي او ترسره کوي.»

د تېر کال په نیمایي کې، ‌افغان چارواکو وویل چې په ننګرهار کې یې د داعش خراسان څانګې ته ماته ورکړې ده.دا یو مهم ولایت دی چې یادې ډلې په ۱۳۹۴ کې په کې د یوه قوي مرکز د جوړولو لپاره هڅې پیل کړې وې.‌

د امنیتي چارو یوه جیګپوړي شنونکي وویل، د افغانستان د استخباراتو کارکونکو له ډېرې مودې راهیسې شک درلود چې د حقاني شبکې غړو د داعش خراسان څانګې سره د بریدونو په ترسره کولو کې یا مرسته کوله او یا یې اصلا د هغوی تر نامه لاندې بریدونه ترسره کول.‌

د افغان ملي اردو یوه پخواني افسر، جنرال امرخیل چې اوس د امنیتي چارو شنونکی دی، ای اېف پي ته وویل، «که هغوی لکه څنګه چې ملي امنیت وایي په یوه مورچل کې خوا په خوا ونیول شي... دا کیدای شي یو وارخطا کوونکی انکشاف وي.»

هغه وویل، «دا داسې ښیي چې حتی که طالبان یوه ورځ دا قبوله کړي چې تاوتریخوالی کموي یا یې پای ته رسوي، هغه اصلي تاوتریخوالی چې نور افراطي ګروپونه لکه داعش او حقانی شبکه یې ترسره کوي ښایي دوام ومومي.»

طالبانو د ملي امنیت ریاست دا بیان چې وایي طالبانو پورې تړلې حقاني شبکې د داعش خراسان څانګې سره کار کاوه رد کړ.‌

د سولې هڅې

په ورته وخت کې، د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د غوایي په ۱۶مه د قطر، هندوستان او پاکستان په ګډون د درې هېوادونو سفر پيل کړ.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱۸مه/ په ټوېټر په یوه پوست کې وویل، په دوحه کې د طالبانو یوه هیئت له خلیلزاد سره غونډه لرله او د بندیانو د خوشې کولو په ګډون د طالبانو - متحده ایالاتو تر منځ د شوې وروستۍ هوکړې د بشپړ تطبیق په هکله یې خبرې اترې وکړې.‌

متحده ایالاتو او طالبانو دغه برخلیک ټاکونکې هوکړه د کب په ۱۰مه لاسلیک کړه. دا هوکړه د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بین الافغاني خبرو د پیلولو لپاره بنسټ جوړوي.

د متحده ایالاتو - طالبانو د مذاکراتو یو مهم اصل دا دی چې طالبان به د القاعدې او د داعش د خراسان څانګې په څېر ډلو ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو پر ضد د بریدونو د پلانولو لپاره وکاروي.

خو د تېرې تلې په میاشت کې په هلمند ولایت کې د طالب جنګیالیو تر څنګ د القاعدې د مشر عاصم عمر وژنه ښیي چې دغه دواړه ډلې په خپلو کې سره ستراتیژیکې اړیکې لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د غوایي په ۸مه راپور ورکړ چې، له هوکړې څخه په وروسته اونیو کې په افغانستان کې هم تاوتریخوالی زیات شوی دی.

له یادې هوکړې څخه لږ مخکې افغانانو د نسبي ارامتیا له یوې دورې څخه خوند واخیست، خو سمه چې هوکړه لاسلیک شوه جنګ بیا پيل شو. له هغه وخت راهیسې طالبانو د روژې په ترڅ کې د اوربند ګڼې غوښتنې رد کړي دي.

یوناما وویل، د کال د لومړیو درې میاشتو په ترڅ کې له ۵۰۰ څخه ډېر ملکي خلک ووژل شول او له ۷۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.‌

د متحده ایالاتو پوځ د غوایي په ۱۳مه خبرداری ورکړ چې که طالبان بریدونه کم نه کړي، «ځوابونه» به یې وویني.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د دغو غیرتي انسانانو زړورتیا او شجاعت ستایم، او زه هغوی ته له خدای پاک څخه د اوږده او باوقاره ژوند هیله لرم، خو په یاد ولرئ چې زمونږ د ځوانانو له ډلې څخه ډېرو په کمانډو او امنیتي ځواکونو کې ژوند له لاسه ورکړ، او تاسو د خپلو ملګرو او همزولو په وینو باندې پښې مه ږدئ. همدارنګه،‌ تاسو پوهېږئ چې دا حکومت په هېڅ شي کې هم یوه قاطع پرېکړه نه کوي. ولې تاسو طالبان، داعش، او ترهګر ژوندي راولئ او حکومت ته یې سپارئ؟ ځای په ځای خپله څېړنه وکړئ او همالته یې وولئ. زهر زهر دي، مکروب مکروب دی. مکروب باید له منځه وېوړل شي، وایرس باید ختم کړای شي، که نه، دا ټول به تاسو د کرونا په څېر ککړ کړي،‌ چې مخنیوی به یې د مهارولو وړ نه وي.‌ تاسو ښه پوهېږئ چې اسلم فاروقي او سراج حقاني په توقیف کې ول، او زمونږ خلک هره ورځ د دغو جنایتکارو قاتلانو او چټلو ځانمرګو بمي بریدګرو له لاسه وژل کیږي.‌ زه فکر کوم چې تاسو ښایي هغه ویډیو کلېپ هېر کړی وي چې یوه پاکستاني ملا په کې په پاکستان کې خبرې کړې وې او ویل یې چې، «جنګ اوس پیل شو. جنګ به اوس پیل شي. تر پرون پورې مونږ ځکه جنګ نه کاوه چې هلته امریکایان ول. اوس مونږ پوهېږو چې له افغان اردو او د انګلستان او امریکا له مزدورانو سره څه وکړو؟» څه چې انتخاب لري، هغه شکایت نه لري. تاسو هم باید له هغوی سره په هغه طریقه چلند وکړئ چې هغوی یې له تاسو سره کوي چې بیا شکایت ونه کړي.‌

ځواب ورکړئ

دا یو ښه ګام دی. خدای دې له افغان امنیتی ځواکونو سره لا نوره مرسته وکړي چې د اسلام او هېواد د دښمنانو پر ضد لا نورې بریاوې ترلاسه کړي او هېواد له وحشي ترهګرو څخه خوندي کړي. افغان ملي امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې مسلکي کیږي.‌ د دغو ځواکونو لاسته راوړنې له یوې ورځې څخه بلې ته د لمس وړ ګرځي. افغان حکومت باید هڅه وکړي چې دا ځواکونه لا نور پیاوړي کړي ځکه چې استخبارات په یوه هېواد کې اصلي او تر ټولو مهمه اداره بلل کیږي. افغان حکومت باید په دې سکټور کې لا نوره پانګونه وکړي چې وار له مخه د دښمن شیطاني پلانونه شنډ کړي او دښمن ته فرصت ورنه کړي چې زمونږ د هېوادوالو ژوند واخلي.‌

ځواب ورکړئ