امنیت

په داسې حال کې چې د سولې مذاکراتو طالبان په ډلو وېشلي دي، د داعش - حقاني شبکې د اړیکو په هکله اندېښنې په ډېرېدلو دي

د نجیب الله راپور

په عکس کې، د داعش د خراسان څانګې غړي د تېر لړم په میاشت کې په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې راټول شوي دي. په دې هکله وېرې په زیاتېدلو دي چې داعش او حقاني شبکه به سره ایتلاف وکړي. [آرشیف]

په عکس کې، د داعش د خراسان څانګې غړي د تېر لړم په میاشت کې په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې راټول شوي دي. په دې هکله وېرې په زیاتېدلو دي چې داعش او حقاني شبکه به سره ایتلاف وکړي. [آرشیف]

کابل -- افغان امنیتي چارواکي وایي، د طالبانو او حقاني شبکې ځینې ډلو چې له متحده ایالاتو سره د سولې هوکړې په قهر کړي دي، په وروستیو میاشتو کې د تخریبي بریدونو د ترسره کولو لپاره له داعش سره یولاس شوي دي.

ډګر جنرال احمدضیأ سراج د غوایي په ۲۹مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «زموږ استخباراتي معلومات ښیي چې د طالبانو او بهرنیو ترهګرو ګروپونو تر منځ اړیکې د پخوا په پرتله پیاوړې شوي دي.»

سراج وویل، «هغه کسان چې موږ په وروستیو کې نیولي او هغه اسناد چې موږ ترلاسه کړي دي ښیي چې د وروستیو پېښو تنظیموونکي له حقاني شبکې او داعش دواړو سره اړیکې لري.»

هغه وویل، «د مثال په توګه، په هغو عملیاتو کې چې د ملي امنیت ریاست او د کورنیو چارو وزارت ځواکونو په کابل کې د داعش - حقاني په شریک مرکز په ګډه سره ترسره کړل، یو شخص چې زموږ د ځواکونو پر ضد یې سخت جنګ وکړ او ووژل شو د حقاني شبکې غړی وو او د داعش جنګیالیو سره اوسېده.»

په دې عکس کې چې د غوایي په ۲۶مه خپور شوی، طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې ارام سئ ولاړ دي. افغان چارواکي وایي، کېدای شي چې له متحده ایالاتو سره د طالبانو د هوکړې ځینې مخالفې ډلې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره یوځای شي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د غوایي په ۲۶مه خپور شوی، طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې ارام سئ ولاړ دي. افغان چارواکي وایي، کېدای شي چې له متحده ایالاتو سره د طالبانو د هوکړې ځینې مخالفې ډلې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره یوځای شي. [آرشیف]

افغان امنیتي ځواکونو د غوایي په ۱۳مه شپه په شکردره ولسوالۍ کې د داعش - حقاني شبکې په یوه پټنځای باندې برید وکړ چې د داعش او حقانی شبکې ۵ غړي یې ووژل او ۸ نور یې ژوندي ونیول.

په عین کانفرانس کې، د کورنیو چارو د وزارت سرپرست مسعود اندرابي وویل، د امنیتي ځواکونو له خوا وروستۍ نیونې په طالبانو او داعش کې دننه د ځینې کړیو همکاري په ګوته کوي.

افغان امنیتي ځواکونو د ګڼو عملیاتو له لارې د داعش - حقاني شبکې یو شمېر مرکزونه موندلي او د هغوی یو شمېرغړي یې ووژلي دي.

د ملي امنیت ریاست څخه د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس، دغو خلکو د کب په میاشت کې د هزاره سیاستوال ارواښاد عبدالعلي مزاري د یاد په مراسمو باندې شوی مرګوني بریداو په عین میاشت کې په کابل کې د ولسمشر اشرف غني د هوکړې په مراسمو د هاوان په برید کې لاس درلود.

افغان چارواکي وایي، داعش ته په وروستیو کالونو کې په افغانستان کې د جګړې په ډګرونو کې غټ تاوانونه ور رسېدلي او یو شمېر مشران یې وژل شوي دي.

اندرابي په کابل کې په یوه زېږنتون او په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو باندې شويو بریدونو ته په اشارې وویل، د جګړې په ډګر کې د غټو ماتو د ور رسېدلو له امله، اوس داعش او حقاني شبکې خپل ځواکونه سره یوځای کړي او په ملکي هدفونو باندې بریدونه ترسره کوي.

د طالبانو په منځ کې اختلاف

یو شمېر شنونکي او د پارلمان وکیلان وایي، یو شمېر طالب اورپکي د متحده ایالاتو او د اورپکې ډلې تر منځ د سولې د هوکړې د لاسلیکولو مخالف دي.

په ولسي جرګه کې د غور ولایت یوه استازي ګل زمان نائب وویل، طالبان په بېلابېلو ګروپونو وېشل شوي، چې ځینې یې له ګاونډیو هېوادونو څخه حکمونه ترلاسه کوي چې د سولې هوکړه سبوتاژ کړي.

نائب د کوچني اختر په ترڅ کې اعلان شوي اوربند ته په اشارې وویل، «طالبانو هېڅکله هم تر یوې واحدې قوماندې لاندې فعالیت نه دی کړی. د مثال په توګه، سره له دې چې د طالبانو مشر د اوربند غږ وکړ، لاکن طالبانو په غور او نورو سیمو کې په امنیتي پوستو باندې بریدونه ترسره کړل

هغه زیاته کړه، «ښایي چې ځینې طالبان داسې وي چې په هېواد کې سوله غواړي، خو یو شمېر نور چې د بهرنیو او ګاونډيو هېوادونو له خوا تمویل او تجهیز کیږي هغوی به جنګ ته دوام ورکړي.»

نائب وویل، «د طالبانو د ډلې هغه غړي چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا تمویلیږي او غواړي چې د سولې پروسه ناکامه کړي، هغوی خپل ځانونه په داعش او القاعده باندې اړوي.»

په کابل کې یوه شنونکي احمد بهروز وویل، په طالبانو کې ډېر سخت دریزه ګروپونه د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د سولې په هوکړه خوښ نه دي.

هغه وویل، «طالبان په مختلفو ګروپونو باندې وېشل شوي دي،» او یادونه یې وکړه چې افراطیان او ځینې ګروپونه چې ایران او روسیه یې تمویلوي هڅه کوي چې د سولې پروسه سبوتاژ کړي.

بهروز وویل، «د طالبانو یوه غټه برخه د داعش مخالفه ده، خو حقاني شبکې د خپل ډېر افراطي ماهیت په پام کې نیولو سره له داعش سره اړیکې جوړې کړي دي. د طالبانو د نورو کړیو پر خلاف، هغوی سولې ته هیله نه لري.»

په کابل کې د پوځ یوه پخواني افسر متقاعد جنرال محمد طاهر یرغل وویل، ښایي د سولې د پروسې په جدي کېدلو سره د طالبانو په منځ کې ځینې کړۍ هڅه وکړي چې له نورو ترهګرو ګروپونو سره یوځای شي.

هغه وویل، «دا طبیعي ده چې یو شمېر افراطي کړۍ او ګروپونه چې له بهرنیانو سره تماسونه لري مخالفت یي وکړي. ځینې کوچني ګروپونه ښایي له نورو ترهګرو ډلو سره همکارۍ ته مخه کړي.»

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو یوه استازي سیداحمد سېلاب وویل، «په دې کې شک نشته چې هغه افراد او ګروپونه چې ۲۰ کاله یې له وسلو سره ژوند کړی او له جنګ سره روږدي دي د همداسې ژوند د دوام ورکولو لپاره له هر ګروپ سره یوځای شي. هغوی به یواځې خپل نوم بدل کړي.»

هغه زیاته کړه، «خو وروستي فعالیتونه په دې حد کې نه دي چې هغوی نظام او حکومت وګواښي، او دا ډلې [داعش او حقانی شبکه] هم نشي کولی چې د سولې پروسه وګواښي.»

سېلاب وویل، «د هرې ورځې په تېرېدلو سره سولې ته هیلې زیاتېږي او د سولې په لور مثبت ګامونه اخیستل کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

قدرت الله

ځواب ورکړئ

له طالبانو سره له سولې کولو څخه وروسته، داعش د افغانستان لپاره غټ ګواښ ګڼل کیږي ځکه چې د طالبانو افراطي جنګیالي به له یادې ډلې سره یوځای شي او بیا به د طالبانو د ډلې د هغو قوماندانانو پر ضد جنګ ته مخه کړي چې له افغان حکومت سره سوله کوي.‌

ځواب ورکړئ

له طالبانو څخه به انسانان جوړ نشي. هغوی په جګړه کې رالوی شوي او تل د جنګ په هکله فکر کوي. د طالبانو په قاموس او کلتور کې سوله او سوله ییز ژوند نشته. که له هغوی سره سوله وشي، هغوی به بیا هم د خلکو پر ضد جنګ کوي او هغوی به وژني.‌

ځواب ورکړئ

کار ټول امریکا پورې اړه لري، که امریکا وغواړي، کولی شي چې په افغانستان کې ټول مخرب ګروپونه له منځه وېسي، او که وغواړي کولی شي چې ټول ترهګر ګروپونه وساتي. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له تړون څخه وروسته به متحده ایالات هڅه وکړي چې په افغانستان کې ځینې نور ګروپونه لکه داعش او حقاني شبکه د منځنۍ اسیا د هېوادونو، په ځانګړې توګه د روسیې په مقابل کې پیاوړي کړي. زه نه پوهېږم چې کله به غربي هېوادونه، په ځانګړې توګه متحده ایالات په افغانانو باندې رحم وکړي او په دې هېواد کې به جګړه او وروروژنه ودروي. د خدای لپاره، خلک تباه اوبرباد شول. په دې هېواد کې د ځمکې په سر څه روان دي؟! په نړۍ کې هېڅ هېواد له افغانستان سره خواخوږي نه لري. له غربي هېوادونو څخه نیولې تر عربي هېوادونو پورې، ټول د افغانستان د غریبو خلکو وینو ته تږي دي.‌ د خدای لپاره، زه د طالبانو په وژل کېدلو او حتی د داعش د افغان غړو په وژنه نه خوشحالیږم،‌ ځکه چې هغوی هم د دې هېواد بچیان دي،‌ او د جهالت له امله یې وسلې پورته کړي دي، او جګړه پرې تپل شوې ده. هغوی انسانان دي، هغوی کورنۍ لري، هغوی پلرونه لري، هغوی میندې لري، او هغوی مېرمنې او ماشومان لري. د افغانستان خلک باید تر څه وخته پورې په یوه او بل نامه ووژل شي؟‌ تر څه وخته پورې باید میندې د خپلو بچیانو په مرګ ویر وکړي؟ تر څه وخته پورې باید ماشومان د خپلو میندو او پلرونو په مرګ ویر وکړي؟‌ تر څه وخته پورې باید افغانې مېرمنې کونډې شي؟ تر څه وخته پورې باید افغان ماشومان یتیمان شي؟‌ د خدای لپاره، په دې وطن کې نور جنګ بس دی.‌ له خدای نه ووېرېږئ. په پای کې، زه غواړم ووایم چې خدای دې ټول هغه هېوادونه وران کړي چې غواړي په افغانستان کې جنګ دوام وکړي. یوه ورځ به خدای پاک له هغوی

ځواب ورکړئ