امنیت

ملګرو ملتونو وویل، طالبانو له متحده ایالاتو سره د سولې تړون څخه وروسته له تاوتریخوالي ډک بریدونه زیات کړي دي

ای اېف پي

یو سړی چې د نوي کروناوایرس پر ضد د احتیاطي ګام په توګه یې ماسک اغوستی دی، د وري په ۱۷مه په کابل کې د یوه دېوال تر څنګ چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد (چپ) او د طالبانو د مؤسس ملا عبدالغني برادر (ښی) انځورونه پرې کښل شوي دي، تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو سړی چې د نوي کروناوایرس پر ضد د احتیاطي ګام په توګه یې ماسک اغوستی دی، د وري په ۱۷مه په کابل کې د یوه دېوال تر څنګ چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد (چپ) او د طالبانو د مؤسس ملا عبدالغني برادر (ښی) انځورونه پرې کښل شوي دي، تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۸مه/ وویل، د متحده ایالاتو او طالبانو له خوا د سولې د پروسې لپاره د یوې هوکړې له لاسلیکولو څخه په را وروسته اونیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

افغانانو د کب د ۱۰مې له هوکړې څخه مخکې د نسبي ارامۍ خوند ولید، خو سم چې هوکړه لاسلیک شوه جګړه بیا ونښتله، او اورپکې ډلې له هغه راوروسته د روژې په میاشت کې د اوربند ګڼې غوښتنې رد کړي دي.

یوناما په یوه اعلامیه کې چې د هغې له درې میاشتني راپور سره په یو وخت خپره شوه، وویل، «دغه راپور د مارچ په میاشت کې په تاوتریخوالي کې د ځورونکي ډېرښت خبر ورکوي په داسې حال کې چې هیله دا وه چې افغان حکومت او طالبان به د سولې مذاکرات پیل کړي.»

یوناما وویل، د روان میلادي کال د لومړیو درې میاشتو په ترڅ کې له ۵۰۰ څخه ډېر ملکي کسان ووژل شول او له ۷۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.

په داسې حال کې چې د تلفاتو شمېر د مارچ په میاشت کې زیات شو، یوناما وایي چې د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې د یوې اونۍ اورکم په ګډون -- چې امریکایي او طالب مرکچیانو د عسکرو د وتلو هوکړه تیاروله -- د جنګ د ارامېدلو له برکته د ۲۰۲۰ د لومړیو درې میاشتو ارقام د یوه کال مخکې وخت په نسبت ۲۹٪ راکم شوي وو.

تر دغې هوکړې لاندې،‌ امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو ژمنه کړې چې د ۲۰۲۱ تر جولای پورې به له افغانستان څخه وځي خو په دې شرط چې طالبان په ګڼو امنیتي تعهداتو ودریږي او له حکومت سره خبرې وکړي.

خو د مارچ په میاشت کې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په یو شمېر مسایلو اختلاف راپورته شو، جنګ زور واخیست.

د یوناما مشرې دیبورا لیونس وویل، «په افغانستان کې د بې شمېره ملکي خلکو د ژوند د خوندي ساتلو او ملت ته د یوې ښې راتلونکي د هیلې ورکولو لپاره، لازمه ده چې تاوتریخوالی ودرول شي،‌ اوربند وشي او د سولې مذاکرات پیل شي.»

طالبانو په راپور کې ذکر شوي ارقام رد کړل.

وروستي بریدونه تر ډېره کلیوالو سیمو او کوچنیو ښارګوټو پورې محدود ول.‌ د متحده ایالاتو - طالبانو د هوکړې په چوکاټ کې، یاغیانو منلې وه چې په ښارونو باندې به بریدونه نه کوي، او وروستي بریدونه تر ډېره پورې کلیوالیو سیمو او کوچنیو ښارګوټو پورې محدود ول.‌

د انساني خواخوږۍ په خاطر اوربند

د ملګرو ملتونو راپور څو ساعته وروسته له هغه خپور شو چې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي چې له طالبانو سره یې هوکړې ته لاره جوړه کړې وه له اورپکو څخه وغوښتل چې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ، چې افغانستان د کروناوایرس له بدترېدونکي بحران سره په جګړه بوخت دی، اوربند وکړي.

زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۷مه/ د روژې د پیل په مناسبت په یو لړ ټویټونو کې وویل، ټول لوري باید د یوه «شریک دښمن» پر ضد جګړه باندې تمرکز وکړي.

د متحده ایالاتو دغه افغان الاصله مرکچي وویل، «د افغانانو او په خپله د هېواد هوساینه ټولو لوریو پورې تړلې ده چې خپله ټوله انرژي د کووېډ - ۱۹ د نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد جګړې ته ځانګړې کړي.»

هغه وویل، «روژه طالبانو ته فرصت ورکوي چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د بشري خواخوږۍ پر بنسټ اوربند وکړي او خپل نظامي عملیات تر هغه پورې وځنډوي چې د روغتیا بحران پای ته ورسیږي.»

تر ننه پورې، افغان چارواکو د ۵۷ مړینو په ګډون د کووېډ‌ - ۱۹ ټولې ۱۷۰۳ مثبتې پېښې تایید کړي دي، خو د تأسف وړ خبره دا ده چې د ټېسټ کولو محدود شمېر وسایل موجود دي، او کارپوهان وېره لري چې اصلي ارقام ډېر لوړ دي.

خلیلزاد د ولسمشر اشرف غني او د هغه د مخالف عبدالله عبدالله تر منځ چې هغه هم د ولسمشرۍ ادعا کړې وه، د شخړې د پای ته رسېدلو غوښتنه وکړه.

خلیلزاد وویل، «روژه افغان مشرانو، ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ته دا فرصت ورکوي چې د هېواد ګټې له خپلو شخصي ګټو څخه غوره وبولي.»

خلیلزاد دا ټویټونه وروسته له هغه وکړل چې د کابل ادارې او ناټو تېره اونۍ دې ته ورته غوښتنې وکړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان وضعه او په دې هېواد کې نا امني متحده ایالاتو پورې تړلي دي. که متحده ایالات وغواړي، کولی شي چې په یوه اونۍ کې دننه طالبان سولې ته حاضر کړي او په افغان حکومت باندې فشار واچوي چې طالب بندیان خوشې کړي، خو متحده ایالات به دا کار ونه کړي ځکه چې متحده ایالات له افغانانو څخه له دې امله انتقام اخلي چې هغوی د ۱۸ کلنې جګړې په ترڅ کې په افغانستان کې په زرګونو عسکر له لاسه ورکړي دي.‌ متحده ایالات غواړي چې په افغانستان کې جګړه د یوې یا دوه نورو لسیزو لپاره دوام ومومي. د متحده ایالاتو لپاره طالبان یا افغان حکومت مهم نه دي. اوس متحده ایالاتو له طالبانو سره هوکړه کړې چې دغه ډله به هېڅکله هم د متحده ایالاتو امنیت ته ګواښ پېښ نه کړي، او طالبان به له ټولو ترهګرو شبکو سره، چې د متحده ایالاتو په تور لست کې دي، اړیکې پرې کوي، نو اوس د متحده ایالاتو لپاره دا مهمه نه ده چې په افغانستان کې موجود حکومت په واک کې وي که طالبان واک ترلاسه کوي.

ځواب ورکړئ

طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي ځکه چې د سولې هوکړه تطبیق نشوه، او حکومت باید د ښه نیت ښودلو لپاره د یادې ډلې بندیان خوشې کړي وای. د حکومت د لجاجت له امله، طالبان هره ورځ غریب افغانان وژني. نه اشرف غني د افغان ملي اردو او عادي خلکو د وژنې پروا لري، نه ملا برادر د خپلو خلکو د وژل کېدلو پروا لري.‌ حکومت به بالاخره طالب بندیان خوشې کړي، خو ښه به دا وای چې هغوی بندیان ژر خوشې کړي وای.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې د طالبانو بریدونه وروسته له هغه زیات شول چې د سولې هوکړه لاسلیک شوه، او دا بریدونه به لا نور پیاوړي یا سخت شي ځکه چې اوس طالبان ځانونه د متحده ایالاتو او ناټو پر ضد د ۱۸ کلن جنګ فاتحان بولي. هغوی وایي چې د نړۍ تر ټولو غټ قوتونه د دې ډلې پر ضد مات شول، بیا نو افغان حکومت څنګه کولی شي چې د دغې ډلې پر ضد مقاومت وکړي؟ طالبان موجود حکومت په رسمیت نه پېژني او یو مزدور حکومت یې بولي، او زه باور لرم چې د امریکایي ځواکونو له وتلو څخه وروسته به هغوی په څو میاشتو کې دننه دا حکومت نسکور او خپل د امارت نظام بیا پرحال کړي.

ځواب ورکړئ

اصلا امریکایانو له طالبانو او د پردې تر شا د پاکستان پوځ او استخباراتو سره په داسې سوله کې چې طالب ته یې د فاتح درجه ورکړه د افغان ملي اردو، ملي پولیسو، او نړۍ وال ایتلاف د ځواکونو قربانۍ په سیند لاهو کړې او د فتحې بیرغ یې د پاکستان په لاس کې ورکړ. له همدې امله پاکستان پرون وویل چې پاکستان باید په سیمه کې د سولې د قهرمان په توګه وپېژندل شي. د پاکستان او چین تر منځ په منافقت کې مشابهت موجود دی. چین کروناوایرس جوړ او نړۍ ته خپور کړ، اوس پخپله لګیا دی د کرونا ضد درمل او وسایل پلوري. پاکستان هم ترهګر جوړ کړل، د القاعدې، لشکر طیبه، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته یې ټریننګونه ورکړل، افغانستان یې پرې وران کړ او نوره نړۍ یې پرې ووېروله او په زرګونو افغان او په سلګونو نړۍ وال ځواکونه یې پرې ووژل خو په نتیجه کې یې یوې خواته امریکا او نړۍ والو قوتونو پاکستان ته میلیاردونه ډالر ورکړل، قرضونه یې ورته معاف کړل او که د امریکایانو دا بې غوري او بې پروایي وي تاسو به وګورئ چې د ترهګرو دغې مور (پاکستان) ته به قهرماني هم ورکړي. څنګه چې اوس نړۍ ادعا کوي چې باید له چین نه د کرونا وایرس د حقیقت په هکله پوښتنه په کار ده، دغسې د پاکستان له ترهګر پوځ نه هم پوښتنه کول په کار دي چې ولې یې له افغانستان، کشمیر، او نورې نړۍ نه تنور جوړ کړی او بې ګناه خلک وژني او ډاروي او که بیا هم سپیناوی نه کوي باید چې نړۍ وال قوتونه یې تجزیه کړي او د سیمې دغه سرطان له بېخه وباسي.

ځواب ورکړئ