کابل -- ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د لړم ۲۱مه/ وویل، درې جیګپوړي طالب بندیان به د دوه لوېدیځو یرغمل نیول شویو کسانو په ښکاره تبادله کې خوشې کړای شي. غربي یرغمل شوي کسان د یاغیانو له خوا په ۱۳۹۵ کال کې تښتول شوي وو.
په دغو درې طالب بندیانو کې انس حقاني، چې په ۱۳۹۳ کال کې نیول شوی وو او مشر ورور یې سراج الدین د طالبانو د ډلې مرستیال او د طالبانو د بدنامې ملګرې حقاني شبکې قوماندان دی، شامل دی.
غني په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په یوه اعلان کې وویل، «مونږ پرېکړه کړې چې دغه درې طالب بندیان چې په بګرام محبس کې وو، په مشروط ډول خوشې کړو.»
دوه نور طالب بندیان چې خوشې کېږي حاجي مالي خان چې باور کیږي د سراج الدین حقاني تره دی، او عبدالرشید چې ویل کیږي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د یوه غړي محمد نبي عمري ورور دی، دي.
غني د غربي یرغملیانو - یوه استرالیایي او یوه امریکایي -- برخلیک مشخص نه کړ او دا روښانه نشوه چې هغوی به کله او چېرې خوشې کړای شي.
هغه په خپله وینا کې یاده کړه چې، «له ترهګرو سره د توقیف پر وخت د هغوی روغتیا د خرابېدلو خواته روانه وه.»
هغه وویل، د یادو دوه پروفیسرانو خوشې کېدل به د هغه د حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو د پیلېدلو لپاره لاره هواره کړي. طالبانو له ډېر وخت راهیسې دا نه منله چې د غني ادارې سره خبرې وکړي.
غني چې سلاکاران یې تر څنګ ولاړ وو، وویل، دا پرېکړه چې دا درې طالب بندیان خوشې کړای شي «ډېره سخته او ضروري» وه.
غني دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه وکړ چې د پاکستان پوځي استخباراتو د ادارې (آی اېس آی) رییس فیض حمید په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره وکتل.
د ملي امنیت د شورا ویاند کبیر حقمل وویل، «هغوی د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کېدلو په هکله خبرې وکړې.»
په پاکستان باندې له ډېر وخت راهیسې تور لګول کیږي چې د طالبانو ملاتړ کوي او دا هغه تور دی چې دغه هېواد ترې انکار کوي. د متحده ایالاتو امیرالبحر مایک مولېن په ۱۳۹۰ کال کې حقاني شبکه د پاکستاني استخباراتو یو «پیاوړی لاس» وباله.
یرغملیان سخت ناروغ دي
د ۱۳۹۵ د زمري په میاشت کې، وسله والو سړیو چې پوځي یونیفورمونه یې اغوستي وو د کابل په زړه کې د افغانستان د امریکایي پوهنتون دوه پروفیسران وتښتول.
دغه دوه، امریکایي کیوین کینګ او استرالیایي تیموتي ویکس، وروسته د طالبانو له خوا د یرغملیانو په یوه ویډیو کې په داسې حال کې راڅرګند شول چې رنګونه یې زېړ زبېښلي وو او یاغیانو وویل چې د کینګ روغتیایي حالت خراب دی.
په پاکستان کې د طالبانو یوې سرچینې د سې شنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل، کېنګ «سخت ناروغ» وو او یاغیان ډارېدل چې کېدای شي هغه د هغوی په توقیف کې مړ شي.
د افغانستان امریکایي پوهنتون چې وتلی پوهنتون دی په ۱۳۸۵ کال کې پرانستل شو او له لوېدیځو هېوادونو څخه یې یو شمېر د پوهنتونونو استادان جلب کړي دي.
د افغانستان امریکایي پوهنتون په یوه اعلامیه کې وویل چې هغوی «په دې خوښ» دي چې د یادو دوه پروفیسرانو د ممکن خلاصي خبر اوري.
په اعلامیه کې راغلي، «په داسې حال کې چې په دغو خبرو اترو کې د افغانستان امریکایي پوهنتون برخه نه لري، مونږ بیا هم په خوندي توګه د خپلو استادانو چې بندیان او له درې کالو څخه ډېره موده له خپلو دوستانو او کورنیو څخه لیرې وو، د راستنېدا غوښتنه کوو.»
په کابل کې د امریکا سفارت د دغې پرېکړې هرکلی کړی او «زړوره» یې بللې ده.
په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر جان بس د سې شنبې په ورځ طلوع نیوز ته وویل، «دا د هغو زړورو ګامونو په سلسله کې تر ټولو تازه ګام دی چې ولسمشر غني او افغان حکومت واخیست چې د افغانانو له خوا د سولې د پراخې غوښتنې ځواب ښیي.»
بس وویل، «مونږ هیله لرو چې طالبان دغه مهم بشري حرکت ته د هغوی په بند کې د ساتل کېدونکو بندیانو په ځانګړې توګه د افغان امنیتي ځواک د بندیانو او غربي بندیانو د خوشې کولو له لارې په خپل بشري حرکت سره ځواب ورکړي.»
هغه زیاته کړه، «خو د دې ټکي له پام کې نیولو څخه پرته چې طالبان څنګه ځواب ورکوي، متحده ایالات به د افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو کلک ملاتړ ته دوام ورکړي چې د دې هېواد له خلکو څخه دفاع وکړي او د اسلامي جمهوریت ملاتړ وکړي.»
انس حقاني څوک دی؟
د انس حقاني مشر ورور سراج الدین د حقاني شبکې مشر دی. حقاني شبکه د طالبانو یوه ملګرې ډله ده چې د هغوی پلار جلال الدین تاسیس کړې وه. دغه ډله له ۱۳۸۰ راهیسې په افغانستان کې د ځینې تر ټولو ډېرو سختو او وحشیانه بریدونو مسؤله بلل شوې ده.
انس په ۱۳۹۳ کال کې ونیول شو او په ۱۳۹۵ کې په مرګ محکوم شو. افغان مقاماتو په نوموړي تور لګولی وو چې په یاده شبکه کې یو د لوړې سطحې لوبغاړی وو. طالبانو له ډېر وخت راهیسې د هغه د خوشې کولو غوښتنه کوله او تاکید یې کاوه چې نوموړی متعلم دی.
له ډېر وخت راهیسې په دې هکله ګومانونه کېدل چې ښایي هغه د طالبانو له خوا د امتیازاتو په بدل کې -- په ځانګړې توګه له هغه وخت راهیسې چې متحده ایالاتو تېر کال له یاغیانو سره مستقیمې خبرې پیل کړې -- خوشې کړای شي.
د هغه برخلیک هم د غربي یرغملیانو په سر مذاکراتو کې د راکړې ورکړې د یوې مهرې په توګه وړاندې وروسته کېده په ځانګړې توګه په ۱۳۹۵ کې هغه وخت چې په کابل کې داسې اوازې ګرمې شوې چې حکومت پلان درلود چې هغه اعدام کړي.
لږ وروسته، اورپکو یوه ویډیو خپره کړه او په کې یې کاناډایي جوشوا بویل او د هغه امریکایۍ مېرمن کیتلین کولمین چې په ۱۳۹۱ کې تښتول شوي وو، ښودل، چې د خوشې کولو غوښتنه یې کوله. هغوی په ۱۳۹۶ کې خوشې کړای شول.