افغان طالبانو د یرغمل شویو کسانو ویډیو خپره کړه

ای اېف پي

کابل -- ای اېف پي پنجشنبه /د جنوري ۱۲مه/ راپور ورکړ چې یو امریکایي او یو استرالیایي د طالبانو له خوا د یرغمل نیول شویو په یوه ویډیو کې چې څو میاشتې مخکې په کابل کې وتښتول شول راښکاره شوي دي.

وسله والو چې د پولیسو یونیفورمونه یې اغوستي ول امریکایي کیوین کینګ او استرالیایي تیموتي ویکس، چې دواړه د افغانستان امریکایي پوهنتون کې استادان ول د اګست په ۷مه وتښتول.

دغه ۱۳ دقیقې او ۳۵ ثانیې اوږده ویډیو چې چارشنبه /د جنوري ۱۱مه/ خپره شوه لومړنی ښکاره ثبوت وړاندې کوي چې هغوی لا هم ژوندي ول.

استرالیا سه شنبه /دجنوري ۱۲مه/ وویل، «هغوی له نورو حکومتونو سره له نژدې نه کار کوي چې کسان په خوندي توګه راخوشې کړي،» خو د هغه د کورنۍ د غوښتنو او امنیتي اندېښنو په پام کې نیولو سره په دې هکله جزیات نه ورکوي.

د افغانستان امریکایي پوهنتون، چې په ۲۰۰۶ کال کې پرانستل شو او د غربي هېوادونو یو شمېر د فاکولتو غړي یې ورجلب کړي دي، په طالبانو غږ وکړ چې هغوی سمدلاسه خوشې کړي.

پوهنتون په یوه خبرپاڼه کې وویل، «کیوین او ټیم افغانستان ته د ښوونکیو په توګه راغلل چې له افغانستان سره مرسته وکړي. دغو بې ګناه کسانو داسې هېڅ نه دي کړي چې کوم چا ته دې زیان ورسوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500