طالبانو د تښتول شویو بهرنیانو ویډیو خپره کړه

ای اېف پي

کابل -- یو امریکایي او استرالیایي د طالبانو له خوا د یرغمل نیونې په یوه دویمه ویډیو کې راڅرګند شوي دي. هغوی نژدې یو کال مخکې په کابل کې تښتول شوي ول.

وسله والو سړیو چې د پولیسو یونیفورم یې اغوستی وو د تېر کال په اګست میاشت کې د افغانستان د امریکایي پوهنتون په دوه پروفیسرانو امریکایي کیوین کینګ او استرالیایي ټیموتي ویکس حمله وکړه، او هغوی یې له خپل موټر څخه ښکته کړل او ویې تښتول.

د SITE استخباراتي ګروپ د معلوماتو له مخې، دغه ۱۰ دقیقې او ۱۸ ثانیې ویډیو د چارشنبې په ورځ / د جون ۲۱مه/ په ټیلیګرام باندې خپره شوه، او داسې تازه ثبوت یې وړاندې کړ چې هغوی لا هم ژوندي دي.

پروفیسران د هغوی د یرغمل نیونې د هغې لومړۍ ویډیو په نسبت چې په جنورۍ کې خپره شوې وه ضعیف ښکاري.

د افغانستان ګلچین امریکایي پوهنتون، چې په ۲۰۰۶ کال کې پرانستل شو او له لوېدیځو هېوادونو څخه یې یو شمېر د فاکولتو غړي ورجذب کړي، په مکرر ډول له طالبانو څخه وغوښتل چې یاد پروفیسران دې خوشې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500