امنیت

طالبانو د سولې د تازه خبرو په ترڅ کې په کابل کې په امریکایي اډه باندې برید وکړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۲۰مه اخیستل شوی، د بګرام هوایي ډګر سره نژدې د یوه موټربمي برید په ساحه کې ویجاړې شوې ودانۍ لیدل کیږي. لږ تر لږه ۲ ملکي کسان هغه وخت ووژل شول او ۷۳ نور ټپیان شول چې د متحده ایالاتو له پوځي بېس سره نژدې یو بم وچاودېد، چې کورونه او یو جوړېدونکی روغتون یې ویجاړ کړل. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۲۰مه اخیستل شوی، د بګرام هوایي ډګر سره نژدې د یوه موټربمي برید په ساحه کې ویجاړې شوې ودانۍ لیدل کیږي. لږ تر لږه ۲ ملکي کسان هغه وخت ووژل شول او ۷۳ نور ټپیان شول چې د متحده ایالاتو له پوځي بېس سره نژدې یو بم وچاودېد، چې کورونه او یو جوړېدونکی روغتون یې ویجاړ کړل. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل چې د طالبانو ځانمرګو بمي بریدګرو د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۰مه/ په یوه برید کې د متحده ایالاتو یو مهم پوځي بېس په نښه کړ چې له ۷۰ څخه ډېر کسان یې ټپیان کړل.‌ دا برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې د متحده ایالاتو او اورپکو تر منځ خبرې بیا پیل شوي دي.‌

د ځایي چارواکو په وینا، د سهار وختي برید هغه وخت پیل شو چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل په چاودېدونکو توکو سمبال موټر د کابل شمال ته په پروان ولایت کې د بګرام پوځي اډې سره نژدې له یوه روغتون څخه بهر وچاوه.

باور کیږی چې ۷ تنه نور وسله وال سړي، چې ځینو یې د ځانمرګو واسکټونه اغوستي وو، بیا ودانۍ ته چې تر کار لاندې وه او دغه وخت په کې کار نه وو روان، ور ننوتي ول چې له هغې څخه هلته نژدې په امریکایي اډه باندې د برید لپاره د ټوپ د تختې په توګه کار واخلي.

د جګړې له پیل څخه نژدې ‍۱۰ ساعته وروسته، د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې لږ تر لږه ۳ تنه اورپکي اوس هم د روغتون په ودانۍ کې دننه دي او له افغان او بهرنیو ځواکونو سره جګړه کوي.‌

رحیمي ای اېف پي ته وویل، «درې بریدګر اوس هم په ودانۍ کې دننه دي او مقاومت کوي، په داسې حال کې چې درې نور وژل شوي او یو نیول شوی دی.»

رحیمي وویل، په دې چاودنه کې چې تر ۳۰۰ مترو لیرې ځای پورې یې کورونه ویجاړ کړل، د یوې ښځې په شمول لږ تر لږه ۲ افغان ملکي کسان وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان دي.‌

وروسته د طالبانو یوه ویاند د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په یوه اعلامیه کې وویل، «دغه برید په چټکۍ سره مهار او په شا وتمبول شو... خو تر کار لاندې روغتون سخت ویجاړ شو.»

په اعلامیه کې راغلي چې په برید کې امریکایي یا ایتلافي ځواکونو ته څه تلفات نه دي ور اوښتي، خو د جورجیا جمهوریت د دفاع وزارت وویل چې د هغوی ۵ تنه سرتېري سرسري ټپیان شوي دي.

ولسمشر اشرف غني په یوه اعلامیه کې چې د هغه د دفتر له خوا خپره شوې ده دغه برید وغانده او هغه یې «د بشریت پر ضد جنایت» وباله.

غني وویل، «ترهګر په عامه مرکزونو او روغتیایي او خدمتي مرکزونو باندې د ترهګریرزو بریدونو په ترسره کولو سره خپل بدمرغه هدفونه نشي ترسره کولی ځکه چې زمونږ دفاعي او امنیتي ځواکونه په هرځای کې هغوی ځپي.»

د سولې خبرې تر پوښتنې لاندې دي

دا برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې واشنګټن د شنبې په ورځ /د لیندۍ په ۱۶مه/ درې میاشتې وروسته له هغه له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړې، چې ولسمشر ټرمپ په کابل کې د طالبانو له هغه ځانمرګي برید څخه چې د یوه امریکایي عسکر په ګډون ۱۲ کسان یې وژلي وو، لغوه کړې وې.

ټرمپ د لړم په ۱۱مه له بګرام څخه یوه ناڅاپي لیدنه وکړه چې له امریکایي عسکرو سره د شکرانې ورځ ولمانځي او له غني سره وګوري.‌

هغه د ودرېدلو خبرو د بیا پیلېدا په تایید سره خبریالانو ته وویل، «طالبان غواړي چې یوه معامله وکړي، او مونږ له هغوی سره ګورو، او مونږ وایو چې باید اوربند وشي.»

داسې ښکاري چې وروستی برید د طالبانو د هغې ستراتیژۍ په لیکه ترسره شوی چې غواړي د ملکي خلکو له وژلو څخه له افغان حکومت او د هغه نړۍ والو متحدینو سره د مذاکراتو په مېز د امتیازاتو د ترلاسه کولو د یوې وسیلې په توګه استفاده وکړي.‌

د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي غلام رباني رباني د وږي په میاشت کې د سولې د پخوانیو خبرو په ترڅ کې ویلي وو، «اورپکي غواړي چې خپل بریدونه زیات کړي او ملکي خلک وژني څو په نړۍ واله ټولنه او افغان حکومت باندې په خبرو کې فشار راولي.»

هغه دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې د طالبانو یوه بمي برید د وږي په ۱۱مه لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل او ۱۱۹ تنه نور یې چې ټول ملکي خلک وو ټپیان کړل او په عین وخت کې اورپکو په کندوز ښار باندې هم برید وکړ.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان له هغو پېښو څخه وروسته وویل، «د طالبانو ټول هغه بریدونه چې د خبرو اترو په مېز د امتیاز ترلاسه کولو لپاره یې ترسره کړي وو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.»

هغه وویل، «د هغوی پلان ناکام شو او اوس افغانان پوهیږي چې طالبان دروغ وایي او نشي کولی چې ولایتونه ونیسي.»

«هغوی یوازې وېره رامنځته کوي او ملکي خلک وژني چې د مذاکراتو په مېز باندې امتیاز ترلاسه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500