امنیت

د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې د دمې په ترڅ کې په غزني کې د سرک د غاړې بم ۱۰ ملکي کسان ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

په عکس کې، د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چنګاښ په ۱۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې په بین الافغاني خبرو کې برخه اخیستې ده. [کریم جعفر/ای اېف پي]

په عکس کې، د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چنګاښ په ۱۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې په بین الافغاني خبرو کې برخه اخیستې ده. [کریم جعفر/ای اېف پي]

غزني -- چارواکو د جمعې په ورځ /د لیندۍ په ۲۲مه/ وویل، د څلورو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ‍‍‍۱۰ ملکي کسان هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سرک د غاړې یوه بم وواهه.

دا چاودنه وروسته له هغه پېښه شوه چې متحده ایالاتو او طالبانو د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ په ۲۱مه/ د سولې روانې خبرې اترې ودرولې.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ای اېف پي ته وویل، «له بده مرغه چې، په چاودنه کې د څلورو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول.»

هغه زیاته کړه چې قربانیان ټول ملکي خلک ول او ویې ویل چې ۶ تنه نور ټپیان شول.

په عکس کې، د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د لیندۍ په ۲۲مه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ګوري. [د پاکستان رادېو]

په عکس کې، د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د لیندۍ په ۲۲مه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ګوري. [د پاکستان رادېو]

په کابل کې د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیالې مروه امیني چاودنه او شمېر تایید کړل.

هېڅ ډلې د دغه برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.‌

له دغې چاودنې څخه یوازې څو ساعته مخکې د طالبانو ویاند سهیل شاهین وویل چې د یاغیانو مشرانو په دوحه کې د متحده ایالاتو له پلاوي سره «مثبتې خبرې» ترسره کړې او زیاته یې کړه چې دواړه لوري پلان لري چې څو ورځې وروسته خبرې بیا پیل کړي.

د روانې اونۍ په لومړیو کې، طالبانو د هغه برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې د بګرام هوایي ډګر سره نژدې ترسره شو. په بګرام هوایي ډګر کې چې د کابل شمال ته په پروان ولایت کې واقع دی د متحده ایالاتو لوی پوځي مرکز موجود دی.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، د چارشنبې د ورځې /د لیندۍ ۲۰مه/ برید د یوې ښځې په شمول لږ تر لږه دوه تنه افغان ملکیان ووژل او لږ تر لږه ۷۳ نور یې ټپیان کړل.

هغه وویل، ځانمرګي بمي برید پراخه ویجاړتیا رامنځته کړه چې تر ۳۰۰ متره لیرې ځای پورې یې کورونه ویجاړ کړل.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، «برید یو روغتون چې د افغانانو لپاره جوړېده سخت خراب کړ. دا په څرګند ډول داسې یو کار دی چې مونږ هڅې کوو کم یې کړو.»

هغه وویل، «د افغانستان په خلکو باندې داسې بې معنی تاوتریخوالی باید پای ته ورسیږي.»

ولسمشر اشرف غني دغه برید وغانده او «د بشر پر ضد جنایت» یې وباله.‌

د هغه له دفتر څخه خپره شوې یوه اعلامیه کې نوموړي ویلي، «ترهګر نشي کولی چې په عامه تاسیساتو او روغتیایي او خدمت وړاندې کوونکیو مرکزونو باندې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو له لارې خپل ناولي هدفونه ترسره کړي ځکه چې دفاعي او امنیتي ځواکونه په هرځای کې هغوی ځپي.»

متحده ایالاتو له طالبانو سره خبرې د لنډ وخت لپاره ودرولې

د چارشنبې د ورځې له برید څخه وروسته، د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره په خبرو کې د دمې اعلان وکړ.‌

خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «کله چې ما نن له طالبانو سره ولیدل، ما په بګرام باندې د پروني برید له امله چې دوه ملکي کسان یې ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل سخته غوسه څرګنده کړه.»

هغه په خپل ټویټ کې ویلي، «طالبان باید وښيي چې هغوی دې ته راضي دي او کولی شي چې د افغانانو له خوا د سولې هیلې ځواب کړي.»

د جمعې په ورځ، خلیلزاد په اسلام اباد کې وو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته په دوحه کې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د خبرو په هکله معلومات ورکړي.‌

د پاکستان له خوا د یوې خپرې شوې اعلامیې په اساس، قریشي وویل، «مونږ هیله لرو چې د متحده ایالاتو - طالبانو مذاکرات به ژر بیا پیل شي.»

د امریکاغږ د یوه راپور په اساس، هغه د افغانستان د سولې پروسه کې د پاکستان د «اسانوونکي» رول لوبولو ته د دوام ورکولو په برخه کې خپل هوډ څرګند کړ.

وروسته خلیلزاد په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال قمر جاوېد باجوه سره وکتل.

د پوځ ویاند وویل، «په کتنه کې د سیمې د امنیتي وضعیت او په ځانګړې توګه د افغانستان د روغې جوړې د روانو خبرو اترو په هکله بحثونه وشول.»

تاوتریخوالی روان دی

د متحده ایالاتو - طالبانو مذاکرات د تېر کال په لومړیو کې پیل شول، خو د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا خبرې د وږي په میاشت کې په داسې حال کې چې لوري یوې هوکړې ته د رسېدلو په حال کې وو، په کابل کې د یوه برید له امله چې یو امریکایي عسکر په کې ووژل شو، وځنډولې.‌

د وږي د میاشتې د هوکړې د مسودې په اساس، طالبان باید د متحده ایالاتو د عسکرو د اېستلو په بدل کې ځانګړي امنیتي ګامونه واخلي، له افغان حکومت سره په خبرو ترسره کولو باندې موافقه وکړي او په تاوتریخوالي کې د کمي راوستلو ژمنه وکړي.‌

د لیندۍ په ۷مه له بګرام څخه د یوې ناڅاپي لیدنې په ترڅ کې، ټرمپ د خبرو د بیا پیلېدا اعلان وکړ او تاکید یې وکړ چې باید اوربند وشي.

طالبان په دوامداره توګه د تاوتریخوالي د راکمولو غوښتنه ردوي او د فشار د اعمال د وسیلې په توګه ترې کار اخلي.

یاغیان اکثر وختونه د افغان امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره د سرک د غاړې بمونو او ځمکنیو ماینونو څخه کار اخلي، خو دغه مرګونې وسلې ملکي خلکو ته هم درانه تلفات وراړوي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې، په کندوز ولایت کې د ۸ ماشومانو په شمول ۱۵ ملکي کسان هغه وخت ووژل شول چې موټر یې یوه ځمکني ماین وواهه.

د کورنیو چارو د وزارت په وینا، یوې زورورې چاودنې د وږي په ۱۱مه په کابل کې د استوګنې په یوه سیمه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل او ۱۱۹ نور یې ټپیان کړل چې ټول ملکي خلک ول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500