امنیت

غني او خلیلزاد په کابل کې له طالبانو سره د احتمالي اوربند په هکله خبرې وکړې

ای اېف پي

ولسمشر اشرف غني د لیندۍ په ۲۷مه په کابل کې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد (د مېز بر ښي اړخ) سره خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

ولسمشر اشرف غني د لیندۍ په ۲۷مه په کابل کې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد (د مېز بر ښي اړخ) سره خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

کابل -- یوه چارواکي وویل،‌ د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له یاغیانو سره د مذاکراتو د نوې هڅې په ترڅ‌ کې د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۷مه/ له ولسمشر اشرف غني سره د سولې د هڅو په هکله خبرې وکړې.‌

د غني ویاند صدیق صدیقي وویل، خلیلزاد او غني اوربند ته د اړتیا په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې.‌

صدیقي‌ وویل، «ولسمشر همدارنګه د طالبانو له خوا د روان تاوتریخوالي په هکله اندېښنې څرګندې کړې.»

«ولسمشر تاکید وکړ چې حکومت او د افغانستان خلک تلپاتې سوله غواړي.»

خلیلزاد له طالبانو سره د داسې یوې هوکړې په هکله د خبرو کولو لپاره له یوه کال څخه ډېر وخت ولګاوه چې په نتیجه کې یې متحده ایالات په افغانستان کې خپل پوځي حضور کم کړي او په مقابل کې یې له یاغیانو څخه امنیتي تضمین ترلاسه کړي.

د وږي په میاشت کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ هوکړه نږدې وه خو په کابل کې د یوه بمي برید په ګډون د طالبانو روان تاوتریخوالي چې د یوه امریکایي عسکر په شمول ۱۲ کسان یې ووژل د دغې هوکړې مخه ونیوله.

خبرې د لیندۍ په میاشت کې بیا پیل شوې، خو طالبانو د لیندۍ په ۲۰مه د بګرام هوایي‌ ډګر سره نژدې د یوه برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. دغه برید د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه دوه افغان ملکيان ووژل او لږ تر لږه ۷۳ نور یې ټپیان کړل.‌

له دغه ترهګریز برید څخه وروسته، خلیلزاد په خبرو کې د دمې اعلان وکړ.

خلیلزاد له برید څخه یوه ورځ وروسته ټویټ وکړ، «کله چې ما نن له طالبانو سره وکتل، ما په بګرام کې د پروني برید له امله قهر څرګند کړ. دغه برید دوه کسان په ظالمانه توګه ووژل او په لسګونو نور ملکیان یې ټپیان کړل.»

هغه په خپل ټویټ کې ولیکل، «طالبان باید وښیي چې هغوی اراده لري او کولی شي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلې ته ځواب ووایي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولس مشر باید اول دسرحداتو فکر وکڑی بیا وطن جوڑیگی ۔دغہ سرحد چہ دایران سہ بیا تر چاینا پوری ِد پاکستان سرہ سرحد دی دادی ملی اردو تہ تسلیم کڑی کہ وطن جوڑوی چہ مچ ھم تری نہ لاڑ نہ شی بیا وگورہ چی جنگ سنگہ کرار کرار ختمیژی ۔۔۔۔۔۔

ځواب ورکړئ