امنیت

افغان ځواکونو په لوېدیځو ولایتونو کې د طالبانو تر محاصرې لاندې ملکي خلک وژغورل

د عمر راپور

افغان ځواکونو د لیندۍ په ۵مه د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل چې ماینونه پاک کړي او د تاقچې درې په ده قریه کې هغو نژدې ۹۰۰۰ ملکي خلکو ته، چې له پنځو میاشتو راهیسې د طالب اورپکو له خوا ورسره ارتباطات پرې کړای شوي وو، خواړه او درمل ورسوي. [د هرات امنیه قوماندانۍ څخه په مننه]

هرات -- افغان ځواکونه د افغانستان په لویدیځ کې په هغو سیمو کې چې طالبانو په کې محلي خلک د دې لپاره محاصره کړي وو چې په حکومت باندې فشار واچوي، خلکو ته مرستې ور رسوي او ځمکني ماینونه پاکوي.

طالبانو له پنځو میاشتو راهیسې د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د تاقچې درې په ده قریه کې ۹۰۰۰ ملکي کسان محاصره کړي وو او ملکي خلک یې نه پرېښودل چې له سیمې څخه وځي. هغوی سیمې ته په ورغلو لارو کې ماینونه کرلي وو.

ګډو امنیتي ځواکونو د لیندۍ په ۵مه عملیات پیل کړل چې ماینونه پاک کړي او د سیمې اوسېدونکیو ته خواړه او درمل ور ورسوي.‌

د هرات ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وویل، «طالبانو د ټولو سرکونو په اوږدو کې غټ ماینونه ښخ کړي وو چې د ماشومانو، مشرانو، ښځو، ناروغانو او په تاقچه دره کې د کليو اوسېدونکي یې له پنځو میاشتو راهیسې له تګ راتګ څخه ایسار کړي ول.»

دا عکس چې د لیندۍ په ۵مه اخیستل شوی،‌ افغان ځواکونه د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په تاقچه دره کې د عملیاتو پر وخت ښیي. [د هرات امنیه قومانداني]

دا عکس چې د لیندۍ په ۵مه اخیستل شوی،‌ افغان ځواکونه د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په تاقچه دره کې د عملیاتو پر وخت ښیي. [د هرات امنیه قومانداني]

د افغان اردو یوه څرخکه د لیندۍ په ۱۴مه د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکیو ته خوراکي توکي ښکته کوی. طالبانو له نژدې یونیم کال راهیسې د ولسوالۍ په چاپېر سرکونو باندې د ماینونو د کرلو له لارې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي محاصره کړي ول. [شمیل مشال]

د افغان اردو یوه څرخکه د لیندۍ په ۱۴مه د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکیو ته خوراکي توکي ښکته کوی. طالبانو له نژدې یونیم کال راهیسې د ولسوالۍ په چاپېر سرکونو باندې د ماینونو د کرلو له لارې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي محاصره کړي ول. [شمیل مشال]

هغه وویل، «په دغو کلیو کې د خوراک لپاره هېڅ هم نه وو.‌ که امنیتي ځواکونو دا عملیات نه وای پیل کړي او دغو سیمو ته نه وای ورغلي، کېدای شوای چې یو بشري ناورین رامنځته شوی وای.»

امرخېل زیاته کړه، «امنیتي ځواکونو د دې سیمو ټول سرکونه پرانستل. تخنیکي ټیمونو هغه په لسګونو ماینونه چې طالبانو تاقچې درې ته په تللیو سرکونو کې ښخ کړي ول، شنډ کړل.»

هغه وویل، یو شمېر مشرانو او ماشومانو د لوږې او ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی وو.

امرخېل وویل، «سرکونه پرانستي ول... او د تاقچې درې اوسېدونکي د پشتون زرغون ولسوالۍ مرکز او هرات ښار ته لاړل چې د خپلې اړتیا وړ خوراکي توکي واخلي. همدارنګه، هغوی خپل غوزان د خرڅانه لپاره هرات ښار ته انتقال کړل.»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، «د دې عملیاتو هدف دا وو چې د تاقچې درې سرکونه پاک کړي او د درې اوسېدونکیو ته خوراکي توکي او درمل ور ورسوي.»

هغه وویل، «سږ کال، د تاقچې اوسېدونکیو د غوزانو یا چارمغزو ډېر ښه فصل ټول کړ. اوس هغوی کولی شي چې خپل تولیدات ښار ته ورسوي او خرڅ یې کړي.»

هغه زیاته کړه، «د مرستو لومړۍ جوپه خلکو ته ور رسېدلې ده، او بله جوپه به ژر ور وسیږي. زمونږ هدف دا دی چې خلک د طالبانو له ظلمونو او لوږې څخه وژغورو.»

رحیمي وویل، د تاقچې خلک د حکومت ملاتړي دي چې تل د طالبانو پر ضد ودرېدلي دي، او اورپکو د هغوی په سرکونو باندې د ماینونو ښخولو او هغوی له قحطۍ سره مخامخ کولو له لارې له هغوی څخه انتقام واخیست.»

په ورته وخت کې، افغان هوایي ځواک د لیندۍ په ۱۴مه، ۳۵ ټنه خواړه او دوه ټنه درمل د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکیو ته چې د طالبانو تر محاصرې لاندې وه، ور ورسول.‌

طالبانو ولسوالۍ ته د تللیو لارو په اوږدو کې ماینونه ښخ کړي وو چې له نژدې یو نیم کال راهیسې یې د سرک له لارې هلته له رسېدلو څخه د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو د ور رسېدلو مخه نیولې وه.‌

د بادغیس د والي مرستیال فیض محمد میرزازاده وویل، په مرستندویو کڅوړو کې وریژې، اوړه، غوړي،‌ درمل او نور خوراکي توکي شامل وو.

هغه وویل، «طالبانو د جوند ولسوالۍ د سرکونو په اوږدو کې ماینونه کرلي وو چې له امله یې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي له سخت فقر او لوږې سره مخامخ شول.«

میرزازاده وویل، «افغان حکومت د هر افغان تبعه مسؤلیت اخلي اوکله چې اړتیا وي هغه/هغې ته مرسته ور رسوي.»

د ملکي خلکو ایسارېدل

د تاقچې درې اوسېدونکیو وویل چې د هغوی یو شمېر خپلوانو د طالبانو د اعمالو په نتیجه کې د لوږې او ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړ.

د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ یوه اوسېدونکي علي احمد وویل، «طالبانو له پنځو میاشتو راهیسې د ۹۰۰۰ ملکي خلکو پر مخ ټول سرکونه بند کړي وو، او اجازه یې نه ورکوله چې په دغو سرکونو باندې سفر وکړي.» دا یوه لویه ستونزه وه ځکه چې محلي خلکو «نشوای کولی چې حتی ناروغان روغتون ته بوځي.»

هغه وویل، څلورو ناروغانو چې په جدي حالت کې وو د طالبانو له خوا د سرکونو د بندوالي له امله ژوند له لاسه ورکړ.‌

علي زیاته کړه، «اوس ټول سرکونه پرانستي دي، او له نورو سیمو څخه خواړه او نور ضروري توکی ور رسیدلی شي.»

د پشتون زرغون ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي عبدالقدوس وویل، «مونږ له پنځو میاشتو راهیسې له سختې لوږې سره مخامخ وو ځکه چې مونږ د خوراک لپاره څه نه درلودل. زمونږ په کلي کې خواوشا ۱۰ ماشومان مړه شول ځکه چې هلته درمل او ډاکتر نه ول.»

هغه زیاته کړه، «زما په کورنۍ کې ۱۵ کسان دي، او مونږ له څو میاشتو راهیسې سخت وږي وو. مونږ له امنیتي ځواکونو څخه مننه کوو چې راغلل، له مونږ سره یې مرسته وکړه او زمونږ له سرکونو څخه یې ماینونه پاک کړل.«

یوه بل محلي اوسېدونکی امیرجان وویل، «طالبانو په وروستیو کلونو کې د تاقچې درې ۲۵ اوسېدونکي ووژل ځکه چې هغوی تل زمونږ په کلیو باندې بریدونه کوي.»

«تاقچه یوه مهمه [ستراتیژیکه] نقطه ده، او طالبانو هڅه وکړه چې ویې نیسي، خو اوسېدونکي د هغوی پر ضد ودرېدل او هغوی ته اجازه نه ورکوي چې ویې نیسي.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو په مونږ باندې سخت فشار راوست. هغوی کروندګرو ته اجازه نه ورکوله چې بهر لاړ شي او خپل پټي وکري. زه په امنیتي ځواکونو باندې غږ کوم چې طالبان له منځه وېسي څو مونږ یو ارام ژوند وکړو.»

ملکي خلک یرغمل نیول

چارواکي وایي، طالبانو په هرات، فراه او بادغیس ولایتونو کې نورې سیمې محاصره کړي، او محلي اوسېدونکي یې ایسار کړي څو په حکومت باندې فشار واچوي.

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع د لیندۍ په ۱۱مه وویل، «طالبانو له دوه میاشتو راهیسې د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ په ټولو سرکونو باندې چې ملکي خلکو پرې تګ راتګ کاوه ماینونه کرلي وو، چې په دې ولسوالۍ کې یې وضعه ډېره ترینګلې کړې وه.»

هغه وویل، هلته خلک نشي کولی چې له خپلو کورونو څخه بهر وځي.

هغه زیاته کړه، «طالبانو دغه ولسوالي محاصره کړې او تل د ولسوالۍ په مرکز باندې بریدونه کوي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، «دا د نړۍ وال بشري قانون سرغړونه ده چې طالبان له ملکي خلکو څخه په جنګ کې د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.»

سادات وویل، «دا د اندېښنې خبره ده چې طالبانو عمده ولسوالۍ یرغمل نیولې دي... او اووسېدونکي یې له سختې لوږې سره مخامخ دي ځکه چې هغوی تر سختې اقتصادي محاصرې لاندې دي.»

هغه زیاته کړه، «ژمی په رارسېدلو دی، او باران او واوره به په دغو ولسوالیو کې لا نور سرکونه هم بند کړي.»

هغه وویل، «دا موسم د عامو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو غوره وخت دی. کله چې طالبان د ماینونو د کرلو له لارې سرکونه بند کړي... اوسېدونکي په ژمي کې له سختې لوږې سره مخامخ کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500