امنیت

د طالبانو له خوا د خوراکي توکو وېش د مخنیوي او سوځولو له امله د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي له لوږې سره مخامخ شوي دي

د عمر راپور

ځایي چارواکو وویل، طالبانو د جوند ولسوالۍ د مرکز محاصره کلکه کړې، د خوړو او درملو د ورننوتلو مخه نیسي او د بادغیس ولایت له مرکز څخه ورتلونکي د مرستندویو توکو یوه کاروان ته یې اور ورته کړی دی. [شمیل مشال/ټولنیزې رسنۍ]

هرات -- ځایي چارواکي وایي، طالبانو د جوند ولسوالۍ د مرکز محاصره کلکه کړې، د خوړو او درملو د ورتګ مخه نیسي او د مرستندویو توکو یوه کاروان ته یې اور ورته کړی دی.

د طالبانو شرموونکیو کارونو، په ځانګړې توګه وروستیو ممانعتونو چې د روژې مبارکې میاشتې سره په یو وخت یې روان کړي دي، ځایي خلک د خوراکي توکو د نشتوالي له امله د مرګ څنډې ته رسولي، او ځینو خلکو خبر ورکړی چې هغوی د وښو له خوړلو پرته بله لاره نه لري.

په انټرنټ خپره شوې یوه ویډیو کې، طالب جنګیالي په داسې حال کې لیدل کیږي چې د خوراکي توکو یو کاروان نیسي او اور وراچوي. په پام کې وه چې دغه خوراکي توکي د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو څخه جوند ولسوالۍ ته وېوړل شي.‌

د بادغیس والي حسام الدین شمس وویل، دغه ویډیو په مرغومي میاشت کې په چارګاو کلي کې ثبت شوې ده.‌

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس طالبان په داسې حال کې ښيي چې د خوراکي توکو یو کاروان چې د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکیو ته ورتللو، سوځوي.

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس طالبان په داسې حال کې ښيي چې د خوراکي توکو یو کاروان چې د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکیو ته ورتللو، سوځوي.

د جوند ولسوالۍ اوسېدونکیو په طالبانو باندې تور ولګاوه چې هڅه کوي کلیوال له لوږې سره مخامخ کړي او دې ته یې وهڅوي چې اورپکو ته تسلیم شي.‌

تر محاصرې لاندې

یوه ځایي اوسېدونکي رمضان وویل، طالبانو جوند ولسوالۍ ته تللې ټولې لارې تړلي او هیچاته هم اجازه نه ورکوي چې د ولسوالۍ مرکز ته ورننوځي یا ترې وځي.

هغه وویل، «کله چې ځایي خلک هڅه وکړي چې خپل خوراکي توکي له قلعه نو څخه د خره په وسیله جوند ولسوالۍ ته وېسي، طالبان هر څه ترې اخلي او بیا یې سوځوي.»

رمضان وویل، په یوه ځانګړې شرموونکې پېښه کې، طالبانو یو پلورونکی سر چپه په خره سپور کړ او په ولسوالۍ کې یې وګرځاوه.

یوه بل ځایي اوسېدونکي خداداد وویل، «طالبان کلیوالو ته اجازه نه ورکوي چې د ژوند تېرولو اسانتیاوې برابرې کړي، او دې ته یې مجبوروي ترڅو د هغوی له بشپړې محاصرې سره ځانونه عیار کړي.»

هغه وویل، «د جوند ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي نشي کولی چې قلعه نو یا نورو سیمو ته لاړ شي. زموږ پایښت کاملا د حکومت هوایي انتقال پورې تړلی دی.»

خداداد وویل، تر دې چې طالبان ناروغانو ته اجازه نه ورکوي چې د درملنې لپاره قلعه نو ته لاړ شي، او زیاته یې کړه چې، «ځینو ناروغانو د طالبانو د ظلم له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د بادغیس د والي مرستیال عبدالله فضلي وویل، طالبانو له دې امله جوند ولسوالي محاصره کړې چې ځایي اوسېدونکي د حکومت او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.‌

هغه وویل، طالبان هڅه کوي ځایي اوسېدونکي مجبور کړي چې د هغوی ملاتړ وکړي، خو، «له حکومت څخه د خلکو ملاتړ د ولسوالۍ د مرکز نیولو لپاره د طالبانو ټولې هڅې شنډې کړي دي.»

د حکومت حیاتي ملاتړ

شمس وویل، طالبانو له تېرو درېوو کالونو راهیسې جوند ولسوالۍ ته تللې ټولې لارې بندې کړي او دغې ډلې د ډېرو لارو په اوږدو کې ماینونه خښ کړي دي.

د طالبانو په محاصره کې د لارې اېستلو لپاره، د افغان ملي اردو څرخکې د سیمې اوسېدونکیو ته مهم تأمینات ور رسوي. په دې لړ کې یې په تر ټولو وروستۍ پېره کې د وري په ۲۵ له قلعه نو څخه جوند ولسوالۍ ته د ۹۲ ټنو خوراکي توکو او دوه ټنو درملو په ګډون توکي ورسول.

شمس وویل، «موږ به د هوا له لارې د جوند ولسوالۍ اوسېدونکیو سره مرستې ته دوام ورکړو،» او زیاته یې کړه چې افغان ځواکونه هڅه کوي د طالبانو محاصره ماته کړي او ټولې عامې لارې پرانیزي.‌

په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یوه استازي عبدالبصیر عثماني وویل، طالبان غواړي چې ځایی اوسېدونکي له لوږې مړه کړي ځکه چې، «د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او د تېرو کالونو په ترڅ کې یې په ټاکنو کې برخه اخیستې ده.»

هغه وویل، سره له دې چې طالبان په ځایي خلکو باندې فشار اچوي چې له حکومت څخه فاصله ونیسي، لاکن خلک به له خپل کار نه په شا نشي او نه به په خپلو نظرونو کې تغیر راولي، او یادونه یې وکړه چې د حکومت مرستو د ډېرو کورنیو ژوند ژغورلی دی.

له لوږې مړه کېدونکي ښځې او ماشومان

په جوند ولسوالۍ کې یوه دیني عالم مولوي عبدالهادي حکیمي وویل، د طالبانو د محاصرې له امله، ښځې او ماشومان شپې په لوږه تېروي.‌

هغه وویل، طالبانو جوند ولسوالي د دې لپاره محاصره کړې چې کلیوال له ذهني او فزیکي پلوه شکنجه کړي، او د هغوی کارونه یې «د اسلامي اساساتو او انساني ارزښتونو خلاف» وبلل.

د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شاه محمود وویل، طالبانو اجازه نه ده ورکړې چې اوسېدونکي له سیمې څخه د کار کولو لپاره بلې خواته لاړ شي، او په دې توګه یې ځینې خلک دې حد ته رسولي چې د خپلو کورنیو د مړولو لپاره هېڅ لاره نه لري.

هغه وویل، «څو ورځې وشوې چې موږ اوړه، وریژې او حتی ډوډۍ نه لرو.»

هغه زیاته کړه، «موږ ډېر اندېښمن وو چې د رمضان د مبارکې میاشتې د روژې نیولو لپاره څه نه لرو. د حکومت له خوا د خوراکي توکو مرسته ډېره ضروري وه او په ټاکلي وخت را ورسېدله.»

محمود وویل، «د حکومت د وروستۍ مرستې له برکته به موږ په راتلونکیو میاشتو کې کافي اندازه خوراکي توکي ولرو.»

د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي شېر احمد وویل، «موږ له خپلو امنیتي ځواکونو څخه خوښ یو چې زموږ کورنۍ یې له لوږې څخه وژغورلې.»

هغه وویل، «که د حکومت مرسته نه وي، طالبان به موږ ووژني. طالبانو د جوند ولسوالۍ په مرکز کې څو ځلې د ملکي خلکو په کورونو باندې د برید هڅه وکړه، لاکن زموږ ملي امنیتي ځواکونو او اوسېدونکیو هغوی ته ماتې ورکړه.»

احمد وویل، «که طالبان په موږ باندې هر څومره فشار واچوي، موږ به د ملي امنیتي ځواکونو تر حنګ درېدلو ته دوام ورکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان غریب او بې وزلي خلک د ۲۰ کلنې جګړې په ترڅ کې خراب شول. یا باید حکومت طالبانو ته ماتې ورکړي او ټولې سیمې له طالبانو څخه ونیسي او په ټول هېواد کې امنیت برابر کړي،‌ یا پرېږدي چې طالبان راشي،‌ ځکه چې خلک له جګړې څخه ډېر ستړي شوي دي.‌ که دا جنګ یوه لسیزه نور هم دوام ومومي،‌ د دې وطن خلک ښایي له لوږې مړه شي.‌ د جنګ او بې کارۍ له امله فقر ورځ تر بلې ډېرېږي. کله چې فقر ډېرېږي،‌ غلا او لوټل زیاتېږي.‌ تاسو ولیدل چې غلو د یوه موبایل فون لپاره خلک ووژل.‌ که فقر نه وي او خلک وږي نه بلکې ماړه وي،‌ هغوی به هېڅکله هم کوم څوک داسې د لږو پیسو لپاره ونه وژني. نو کله چې خبره داسې ده،‌ ښایي ډېرې افغانې کورنۍ وځي او په ګاونډیو هېوادونو کې پناه وغواړي، ځکه چې دلته د خلکو ژوند په خطر کې دی.‌ یو لاس ته، طالبان او حکومت خلک وژني،‌ او بل لاس ته غله د خلکو ژوند اخلي.‌

ځواب ورکړئ