۸۰ افغان اورپکي تسلیم شول

د سټاف راپور

بادغیس، افغانستان -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې د طالبانو ۱۱ ډلو چې ۸۰ اورپکي پکې شامل ول د جولای په ۱۹مه د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې خپلې وسلې کېښودلې او له بغاوته یې لاس واخیست.

چارواکیو وویل چې دغه تسلیم شوي اورپکي له ۸ کلونو راهیسې په جوند ولسوالۍ کې فعال ول، او زیاته یې کړه چې تر اوسه پورې بادغیس کې له ۲۰۰۰ تنو څخه زیات یاغیان تسلیم شوي دي.

د بادغیس والي محمد انور اسحاقزي وویل چې دا پرمختیا به د امنیت وضعه بهتره کړي او ولایتي اداره به په دې وتوانېږي چې د ولایت د مرکز قلعه نو او جوند ولسوالۍ تر منځ سرکونه ۱۴ کاله وروسته بېرته خلاص کړي.

د بادغیس د سولې د عالي شورا دفتر وویل چې تسلیم شوي اورپکي به د کاري فرصتونه او نوره هغه ټوله مرسته چې دوی ورته اړتیا لري ترلاسه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500