امنیت

طالبانو د جوند ولسوالۍ بې ګناه اوسېدونکي د ماینونو په وسیله محاصره کړل

د عمر راپور

ځایي چارواکو او اوسېدونکو تایید کړه چې، طالب اورپکو د بادغیس په شمالي ولایت کې جوند ولسوالي د ماینونو په وسیله محاصره کړې،‌ اوسېدونکي نه پرېږدي چې سیمه ترک کړي او اړمنو خلکو ته د خوړو او روغتیایي تأمیناتو د ور رسېدلو مخه یې هم ډپ کړې ده.‌ [شمال مشال]‌

هرات -- طالبانو له نژدې یو نیم کال راهیسې د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي د ولسوالۍ چاپېر پرتو سرکونو باندې د ماینونو د کېنولو له لارې ایسار کړي چې له سیمې څخه وځي.

چارواکي او اوسېدونکي وایي چې دغه غیرمطمئن سرکونه د دې مخه نیسي چې اوسېدونکي له جوند ولسوالۍ څخه وځي او د دې مخه یې ډپ کړې چې د ولسوالۍ مرکز ته د خوراکي توکو، درملو او لباسونو په څېر مهم توکي ور ورسېږي.‌

د دغې سختۍ د له منځه وړلو په برخه کې د مرستې کولو لپاره، افغان امنیتي ځواکونو وکولی شوای چې د څرخکې په وسیله لږه اندازه خواړه او روغتیایي تأمینات ور ولېږدوي، خو هغه اوسېدونکیو ته د دې لپاره کافی نه دي چې نورمال ژوند پرې وکړي.‌

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي د لړم په ۱۷مه وویل، په بادغیس ولایت کې محلي مقاماتو هوډ کړی چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو له ظلمونو او اقتصادي محاصرې څخه ازاد کړي.‌

په دې عکس چې د لړم په ۱۷مه اخیستل شوی، په جوند ولسوالۍ کې ښځې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د حمل او نقل لپاره له حیواناتو څخه استفاده کوي. [شمال مشال]

په دې عکس چې د لړم په ۱۷مه اخیستل شوی، په جوند ولسوالۍ کې ښځې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د حمل او نقل لپاره له حیواناتو څخه استفاده کوي. [شمال مشال]

په دې عکس چې د لړم په ۱۷مه اخیستل شوی،‌ د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې حال کې لیدل کیږي چې له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د هغوی د ولسوالۍ محاصره پای ته ورسوي. [شمال مشال]

په دې عکس چې د لړم په ۱۷مه اخیستل شوی،‌ د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې حال کې لیدل کیږي چې له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د هغوی د ولسوالۍ محاصره پای ته ورسوي. [شمال مشال]

هغه وویل، د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي د افغان حکومت ملاتړ کوي او له همدې امله طالبان ونه توانېدل چې د وسله والو بریدونو له لارې کنټرول ترلاسه کړي.

پرځای یې، اورپکو له ملکي خلکو څخه انتقام اخیستنې ته مخه کړه، ولسوالي یې د ماینونو په کرلو سره محاصره کړه او د هغوی په ورځني ژوند یې سخت اقتصادي محدودیتونه ولګول.‌

ملکزي وویل، «جوند ولسوالۍ ته تازه ځواکونه رسېدلي، نور ځواکونه به هم توظیف شي او مونږ به په ولسوالۍ باندې د طالبانو محاصره ماته کړو.»

په ولسوالۍ کې ایسار

د جوند ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جلال الدین وویل، «طالبانو مونږ له څلورو خواوو څخه محاصره کړي یو. هغوی په ټولو سرکونو باندې ماینونه کرلي، او مونږ ته اجازه نه راکوي چې له جوند څخه بهر وځو.»

جلال الدین وویل، هغه او کورنۍ یې له یونیم کال راهیسې نه وو توانېدلي چې له دغې ولسوالۍ څخه بهر وځي.

هغه وویل، «مونږ له دې غټې ستونزې سره لاس او ګرېوان یو. زمونږ یو سرک هم خوندي نه دی، مونږ نشو کولی چې هیچېرې هم لاړ شو او تر دې چې مونږ نشو کولی خپل ناروغان روغتون ته بوځو.»

هغه وویل، «طالبان له مونږ څخه غواړي چې له حکومت سره ارتباطات پرې کړو او ملاتړ یې ودروو.»

خو د افغان حکومت پرېښودل د ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره یو ممکن انتخاب نه دی.

د دغې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي رمضان حیدري وویل، «په حکومت کې هېڅ ستونزه نشته ځکه چې هغه د خلکو امنیت ټینګوي.‌ امنیتي ځواکونه په خپلو سنګرونو کې سخت جنګ پر مخ وړي

هغه وویل، «طالبانو ولسوالۍ ته تللې او ترې راوتلې ټولې لارې بندې کړي او اقتصادي فعالیتونه یې په ټپه ودرولي دي.»

حیدري وویل، د طالبانو له خوا د جوند ولسوالۍ له محاصره کولو څخه مخکې د ولسوالۍ په مرکز کې خواوشا ۳۰۰ دوکانونه وو. اوس بازار په دښته بدل شوی دی.

هغه وویل، د سرکونو په اوږدو کې د ماینونو په خپرولو سربېره، طالبانو ځینې سرکونه په هغو باندې د دېوالونو جوړولو له لارې بند کړي چې یو څوک حتی د تګ هڅه هم ونه کړي.

هغه وویل، «په ځینې حالتونو کې، محلي خلکو په خاصو لارو باندې پټ تګ راتګ کاوه او د جوند ولسوالۍ مرکز ته به یې خوراکي توکي راوړل، خو طالبانو حتی په هغو لارو کې هم ماینونه وکرل او ګزمې پرې کوي.»

د جوند ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي الله داد وویل، «سرکونه بند دي او زمونږ ماشومان وږي دي ځکه مونږ هېڅ شی نه لرو چې ویې خورو. مونږ په کور کې اوړه او غوړي نه لرو او نشو کولی چې حتی په جوند بازار کې یې پیدا کړو.»

بې ګناه خلک شکنجه کول

په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یوه استازي عبدالبصیر عثماني وویل، «په جوند کې حالات ډېر خفه کوونکي دي.»

هغه وویل، «د وضعیت مسؤلیت د طالبانو پر غاړه دی ځکه چې هغوی د دغو لارو په اوږدو کې ماینونه ښخ کړي، او په ښځو او ماشومانو باندې یې لوږه راوستې ده چې دا د دیني او بشري حقونو د ارزښتونو خلاف کار دی.»

عثماني وویل، «مونږ په افغان حکومت، ملګرو ملتونو او نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې د طالبانو د ظلمونو پر ضد لاس په کار شي. طالبان باید پوه شي چې هغوی نشي کولی چې د بې ګناه خلکو په شکنجه کولو سره څه ترلاسه کړي.»

د افغان ملي اردو د ۳م غونډ قوماندان ډګروال حسیب الله اخوندزاده وویل، د سرکونو په اوږدو کې د طالبانو له خوا د کرل شویو ماینونو د شمېر په پام کې نیولو سره به د هغو پاکول وخت ونیسي.

هغه وویل، «طالبانو د سرک په اوږدو کې او تر پلونو لاندې کوچني او غټ‌ ماینونه ښخ کړي چې امنیتي ځواکونه او ملکي خلک ونشي کولی د ځمکې له لارې جوند ولسوالۍ ته لاړ شي.»

د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي وویل، «د طالبانو ماینونه ډېر ویجاړوونکي دي، او که ملکي خلک په دې لارو تګ راتګ وکړي،‌ ماینونه به وچاودېږي او هغوی به ووژني. مونږ له ملکي خلکو څخه غوښتي چې د ماینونو تر پاکېدلو پورې په دې سرکونو باندې سفر ونه کړي.»

هغه وویل، «د جوند اوسېدونکي ډېرې ستونزې لري. که په جوند کې لوږه دوام ومومي، هغه به د انساني فاجعې سبب شي چې مسؤلیت به یې د طالبانو پر غاړه وي.»

حکومت مرستې رسوي

ولایتي مقامات په دې کار کوي چې د جوند ولسوالۍ اوسېدونکيو ته مرستې ور ورسوي، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه داسې یو پلان تطبیقوي چې له خواوشا سرکونو څخه ماینونه پاک کړي.

والي ملکزی او د محلي او امنیتي مقاماتو یو ټیم د لړم په ۱۷مه د طالبانو له خوا د ځمکې په لاره د بندیز له امله د هوا له لارې د یادې ولسوالۍ مرکز ته لاړل.

هغه وویل، کارکوونکیو د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې مهم خوراکي توکي او روغتیایي تأمینات راټول کړي، او ژر به یې دغې ولسوالۍ ته ولېږي.

هغه وویل، «افغان حکومت او خیریه ادارو د خوراکي توکو دا کڅوړې د جوند ولسوالۍ اوسېدونکیو ته تیارې کړي، خو دا چې سرکونه په ماینونو ډک دي، د دغو توکو لېږل به یو څه وخت ونیسي.»

ملکزي وویل، «د بادغیس ولایت د پېښو د مدیریت او عاجلو مرستو ادارې مسؤلیت پر غاړه اخیستی چې دا خوراکي توکي او طبي مرستې د جوند ولسوالۍ اوسېدونکو ته ور ورسوي. هغوی هڅه کوي چې دا تأمینات ژر تر ژره اوسېدونکو ته ور ورسوي.»

ډګروال اخوندزاده له محلي خلکو څخه د هغوی د دوامدار ملاتړ له امله مننه وکړه. هغه وویل چې امنیتي ځواکونه به ژر په دې ولسوالۍ کې د ماینونو د پاکولو او طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره عملیات پیل کړي.

هغه وویل، «د جوند اوسېدونکو په زړورتیا سره سخت وختونه او لوږه تحمل کړل او د طالبانو پر ضد ودرېدل. هغوی تل د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ وو او طالبانو ته یې اجازه نه ورکوله چې د جوند ولسوالۍ مرکز ته ننوځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان نه غواړي چې افغانان د خپلو ځانونو لپاره فکر وکړي.

ځواب ورکړئ