امنیت

د لوېدیځو ولایتونو ازاد شوي اوسېدونکي د طالبانو د ظلمونو کیسې کوي

د عمر راپور

په هرات ولایت کې د رباط سنګي ولسوالۍ او په بادغیس ولایت کې د آب کمري ولسوالۍ اوسېدونکي وروسته له هغه د طالبانو د ظلمونو کیسې کوي چې افغان امنیتي ځواکونو د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې هغوی ازاد کړل. [عمر]

هرات -- اوسېدونکي وایي چې طالب اورپکو، مخکې له دې چې امنیتي ځواکونو په وروستیو کې دغه سیمه له جنګیالیو څخه پاکه کړه ،د افغانستان په لوېدیځ کې د اوسېدونکيو پر ضد ظلمونه ترسره کول.

افغان ځواکونو د تلې په ۱۲مه د هرات ولایت په کېشک رباط سنګي ولسوالۍ کې ۱۰ کلي ازاد کړل. دغه کلي له څو کلونو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې ول.

د کېشک رباط سنګي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جان محمد وویل، «طالبانو په دې ولسوالۍ کې ولسوال، قاضي، قوماندان او هر څه لرل. هغوی زموږ د غنمو او اپینو عشر ټولاوه. همدارنګه، هغوی له موږ څخه د یوه کیلو واټ برېښنا په سر ۳ افغانۍ (۰.۰۴ ډالر) ټولولې، او دا ټولونې یې په زور سره کولې او «موږ ته یې ویل چې هغوی ته ډوډۍ او چای ورکړو.»

هغه وویل، «طالبانو زموږ په سیمو کې ماینونه خښ کړي وو او په حکومتي پوستو یې بریدونه کول.»

ځوان سړي د تلې په ۱۲مه د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د هغه موټر د سوزېدلو ننداره کوي چې د طالبانو له خوا په وسلو سمبال شوی وو او افغان ځواکونو چاودنه ورکړه. [عمر]

ځوان سړي د تلې په ۱۲مه د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د هغه موټر د سوزېدلو ننداره کوي چې د طالبانو له خوا په وسلو سمبال شوی وو او افغان ځواکونو چاودنه ورکړه. [عمر]

جان محمد زیاته کړه، سربېره پر دې، طالبانو د سیمې ځوانان دې ته مجبورول چې له هغوی سره یوځای شي او هغوی ته یې ګواښونه کول چې که هغوی وسلې وانه خلي او د حکومتي ځواکونو پر ضد جنګ ونه کړي وبه یې وژني.

د بادغیس ولایت آب کمري ولسوالي یوه بله سیمه وه چې تر شپږ میاشتو مخکې وخت پورې د طالبانو تر کنټرول لاندې وه او بیا امنیتي ځواکونو د ولسي پاڅون ځواکونو او ځایي اوسېدونکیو په مرسته طالب جنګیالي له منځه یوړل.

اوسېدونکی وایي چې هغوی د طالبانو له ظلمونو څخه تر پوزې راغلي وو او د یادې ډلې پر ضد یې وسله وال مقاومت ترتیب کړ.‌

د آب کمري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد عارف وویل، «طالبانو ځایي خلک شکنجه کول، د هغوی پیسې یې په زور اخیستلې او له خلکو څخه یې عشرټولاوه. هغوی ملکي خلک دې ته مجبورول چې له طالبانو سره یوځای شي او د نظام [افغان حکومت] پر ضد جنګ وکړي.»

هغه زیاته کړه، «موږ نهیلي وو او دا چې موږ نشوای کولی چې طالبان ومنو له د ې امله تېر کال موږ د هغوی پر ضد وسلې راواخیستلې.»

عارف وویل، «طالبان په هیچا رحم نه کاوه. تر دې چې هغوی ماشومانو یا ښځو ته هم درناوی نه درلود؛‌ هغوی [طالبانو] ښځې او ماشومان وهل. طالبانو موږ ته اجازه نه راکوله چې تلوېزیون وګورو یا راډېو واورو.»

د آب کمري ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکی عبدالمالک وویل، «ما د دې لپاره وسله راواخیستله چې طالبانو له ملکي خلکو سره سخت ظلم کاوه. هغوی به زموږ سیمې ته راتلل او له موږ څخه به یې عشر ټولاوه، او هغوی د سیمې اوسېدونکي شکنجه کول. موږ مجبور شوو چې وسلې راواخلو او هغوی له خپلې سیمې څخه وباسو.»

هغه زیاته کړه، «وروسته له هغه چې موږ د طالبانو پر ضد ودرېدو او هغوی مو له خپل کلي څخه واېستل، شپږ میاشتې مخکې هغوی په موږ برید وکړ، او په هغه جنګ کې چې زموږ او طالبانو تر منځ وشو زما دوه ورونه ووژل شول. هغوی څو ځلې زموږ په کلي برید وکړ او زموږ ملکیتونه یې ولوټل.»

د بشریت او اسلام پر ضد جرمونه

دیني عالمان او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون (ای آی اېچ آر سي) وایي،‌ د طالبانو له خوا ترسره شوي ظلمونه د اسلام له لارښوونو او اساساتو څخه سرغړونه کوي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د عملیاتي چارو رییس عبدالقادر رحیمي وویل،‌ کله چې طالبان د ملکي خلکو پر ضد له تاوتریخوالي څخه ډک عملونه ترسره کوي، هغوی د ملکي خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.‌

هغه وویل، «په کلیو او ولسوالیو کې د ملکي خلکو پر ضد د طالبانو ظلمونه وېروونکي دي.»

رحیمي وویل، «طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې هېڅ خدمتونه نه وړاندې کوي، او نه هم ملکي خلکو ته کومه مرسته برابروي. بر عکس یې، هغوی پیسې او عشر په زور اخلي.»

رحیمي له افغان امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې دا سیمې یې د طالبانو له کنټرول څخه ازادې کړې.

هغه وویل، «هغه هېوادونه چې طالبانو ته په لوکسو هوټلونو کې ځایونه برابروي باید له هغوی څخه وپوښتي چې ولې هغوی بې ګناه ملکي خلک شکنجه کوي. دا هېوادونه د طالبانو په ظلمونو ښه خبر دي، خو هغوی د خپلو ګټو په خاطر په دغو جنایتونو باندې سترګې پټوي.»

په بادغیس ولایت کې یوه دیني عالم مولوي علي محمد رحماني د طالبانو له خوا د ملکي خلکو پر ضد ترسره کېدونکیو شکنجو ټول ډولونه وغندل او هغه یې د اسلامي ارزښتونو ماتوونکي وبلل.

هغه وویل، «خدای پاک په قران کریم کې مسلمانانو ته حکم کړی چې د نورو مسلمانانو له وژلو او په هغوی باندې ظلم کولو څخه ځانونه وساتي. هیڅوک هم دا حق نه لري چې په هره بهانه چې وي په بې ګناه خلکو باندې ظلم وکړي. ملکي خلک دا حق لري چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي،‌ او هغوی ته باید هېڅ ډول شکنجه ور نه کول شي.»

طالبان له منځه وړل

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، عسکرو په تېرو شپږو میاشتو کې له اوبه، پشتون زرغون، کروخ، کېشک رباط سنګي او کېشک کهنه ولسوالیو څخه طالبان واېستل.‌

هغه زیاته کړه، هغوی کېشک رباط سنګي او کېشک کهنه ولسوالۍ د تلې په میاشت کې تصفیه کړې.‌

هغه وویل، «وروسته له هغه چې ولسوالۍ تصفیه شوې، اوسېدونکي د طالبانو له ظلمونو څخه وژغورل شول او د بیارغونې او ساختماني پروژو د عملي کولو لپاره فرصت رامنځته شو.»

فرهاد زیاته کړه، «په ځینې سیمو کې عملیات روان دي،‌ او موږ به اجازه ورنه کړو چې طالبان په ... لیرې پرتو سیمو او کلیو حاکم شي.»

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وویل،‌ په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونو د فراه ښار له څنډو څخه طالبان اېستلي دي.

هغه زیاته کړه، «امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو دو میاشتو کې د طالبانو پر ضد بېلابېل عملیات ترسره کړي دي. د فراه ښار اته لویې سیمې... د څو میاشتو په مخه د طالبانو تر کنټرول لاندې وې، خو امنیتي ځواکونو په څو ساعتونو کې دننه له دغو کلیو څخه طالبان واېستل او اوسېدونکیو ته یې فرصت برابر کړ چې خپل عادي ژوند بیا پیل کړي.»

په بادغیس ولایت کې د ملي اردو د ۳مې لوا قوماندان ډګرجنرال حسیب الله اخندزاده وویل، امنیتي ځواکونو د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د بادغیس ولایت په قلعه نو سیمه کې له ۲۰ څخه ډېر کلي او همدارنګه مقر او قادس ولسوالۍ تصفیه کړي دي.

اخندزاده وویل، «هغه تلفات چې موږ د خپلو عملیاتو په ترڅ کې دښمن ته ور اړولي هغوی یې ډېر کمزوري کړي دي. په بادغیس ولایت کې د تېرې میاشتې په عملیاتو کې د نامتو قوماندانانو په ګډون نژدې ۱۰۰ طالب جنګیالي وژل شوي او خوندي پټنځایونه یې ویجاړ شوي دي.»

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د فیروزکوه ښار په لمنو کې په لسګونو سیمې او همدارنګه شهرک او ساغر ولسوالۍ له طالبانو څخه پاکې کړي دي.‌ نوموړي وویل، دغه ډول عملیات د تېرو پنځو میاشتو په ترڅ کې په ترتیب سره ترسره شوي دي.‌

خطیبي وویل، «طالبانو په دې سیمو او ولسوالیو کې ملکي خلک شکنجه کول او صحرايي محاکمې یې ترسره کولې. امنیتي ځواکونو د دغو سیمو په تصفیه کولو سره د یوه سوله ییز ژوند لپاره فرصت برابر کړ، خو طالبانو د خلکو پر ضد هېڅ تاوتریخوالی ونه درېغاوه.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان حکومت او د هغه نړۍ وال متحدین نه غواړي چې طالبان د افغانستان له ولایتونو او ولسوالیو څخه په شا وتمبوي، که نه، طالبان به یوه اونۍ هم په ټول افغانستان کې پاتې نشي. د امریکا متحده ایالاتو او د هغوی شریکانو طالبان او ترهګر زمونږ هیواد ته د خپلو ګټو په خاطر راوستي دي.‌

ځواب ورکړئ