امنیت

په تخار کې د ملکي خلکو وژنې نهیلي کړي طالب جنګیالي تسلیم شول

د هدایت الله راپور

څلور طالب اورپکي د غوایي په ۳۰ مه د تخار ولایت په تالقان ښار کې مقاماتو ته له تسلیمۍ څخه وروسته له محلي مقاماتو سره یو ځای د یوه ګروپي عکس د اخیستنې لپاره ولاړ دي. [د تخار د ملي امنیت ریاست دفتر]

څلور طالب اورپکي د غوایي په ۳۰ مه د تخار ولایت په تالقان ښار کې مقاماتو ته له تسلیمۍ څخه وروسته له محلي مقاماتو سره یو ځای د یوه ګروپي عکس د اخیستنې لپاره ولاړ دي. [د تخار د ملي امنیت ریاست دفتر]

کندوز -- د طالب جنګیالیو یو ګروپ چې د بې ګناه ملکي خلکو وژنې نهیلي کړي وو په تخار ولایت کې محلي مقاماتو ته تسلیم شول او خپل هغه دوه ملګري یې چې هغوی نیولي وو هم امنیتي ځواکونو ته وسپارل.

د شاه محمد په مشرۍ د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ اوسېدونکيو څلورو اورپکو د غوایي په ۳۰مه د تخار ولایت د والي په دفتر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلې وسلې کېښودې او د سولې پروسې سره یوځای شول.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري وویل،‌ دا څلور کسان د ملي امنیت ریاست له ولایتي ادارې سره په تماس کې وو او غوښتل یې چې ځانونه تسلیم کړي او دوه نور کسان هم له ځانونو سره راولي. یادو دوه کسانو نه غوښتل چې تسلیم شي.

هجري وویل، «دغو څلورو کسانو خپل دوه ملګري میرویس او عزیزالله ونیول،‌ ویې تړل او او په تخار کې د ملي امنیت ریاست ادارې ته یې وسپارل.»

تسلیمېدونکي طالب اورپکي د غوایي په ۳۰مه د تخار ولایت په مرکز تالقان کې محلي مقاماتو ته خپل دوه توقیف شوي ملګري ورسپاري. [د تخار د ملي امنیت ریاست دفتر]

تسلیمېدونکي طالب اورپکي د غوایي په ۳۰مه د تخار ولایت په مرکز تالقان کې محلي مقاماتو ته خپل دوه توقیف شوي ملګري ورسپاري. [د تخار د ملي امنیت ریاست دفتر]

هغه زیاته کړه، دې ډلې څلور میله کلاشینکوفونه یو راکټ لانچر او ۷ ګرنېټونه او نور مهمات امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړل.

'د شهادت کلیمه یې هم نه ده زده'

د ګروپ مشر شاه محمد چې ۴۲ کاله عمر لري د غوایي په ۳۰مه د ملي تلوېزیون یوه خبریال ته وویل چې دغو اورپکو د تخار ولایت په ماورای کوکچه ولسوالیو کې د حکومت پر ضد جنګ کاوه او په دا ټول وخت کې له خپل کور او خپلوانو څخه لیرې ول.

د خواجه بهاءالدین، ینګي قلعه، دشت قلعه، رستاق، درقد او چاه آب ولسوالۍ چې د تاجکستان په پوله پرتې دي د ماورای کوکچه ګروپ په نامه یادیږي.

هغه وویل، «مونږ له طالبانو سره یوځای شوي وو چې جهاد وکړو او درې کاله مو د هغوی تر څنګ جنګ وکړ. په تدریج سره مونږ پوه شو چې هغه جهاد نه وو بلکې د بې ګناه خلکو وژل او د یوه اسلامي هېواد پر ضد یو بې هدفه جنګ وو.»

هغه زیاته کړه، «داسې طالبان شته چې حتی د شهادت کلیمه یې نه ده زده او هغه پرېکړې چې هغوی یې د اسلام او جهاد په نامه کوي ټولې د اسلام د اساساتو خلاف دي. که طالبانو د خپلو خلکو او هېواد په هکله فکر کولای هغوی کولی شوای چې لږ تر لږه د روژې په مبارکه میاشت کې جنګ او تاوتریخوالی ودروي، لاکن پرعکس یې هغوی خپل تاوتریخوالی لا نور زیات کړی دی.»

محمد وویل،‌ «د طالبانو مشران خپل عملیات او لوجیستیک د عشر، زکات، د نشه ییزو توکو د قاچاق، غیرقانوني مالیو او له ځینې هېوادونو څخه د ترلاسه شویو مرستو په وسیله تمویلوي، او امنیتي ځواکونه او بې ګناه ملکي خلک وژني. مونږ ته ویل شوي وو چې افغان امنیتي ځواکونه کافران دي او دا چې د هغوی وژنه فرض ده، خو وروسته مونږ پوه شو چې په حقیقت کې هغوی د ورځې پنځه وخته لمونځونه کوي

هغه زیاته کړه، «زه په خپلو تېرو کارونو پښېمان یم. اوس خلکو ته زما پیغام دا دی چې مونږ کولی شو چې له عسکرو سره یوځای شو او د خپل هېواد د بیا رغونې لپاره په ګډه کار وکړو.»

یوه بل تسلیم شوي طالب جنګیالي د طالبانو په مشرانو تور ولګاوه چې د یادې ډلې په پیسو کې اختلاس کوي.

خیرالدین چې ۳۷ کاله عمر لري د کوم ځانګړي هېواد چې یاده ډله تمویلوي د نامه له یادونې څخه پرته وویل، «کله چې د طالبانو مشران له یوه هېواد څخه پیسې ترلاسه کوي، هغوی یې په خپلو منځونو کې سره وېشي او جنګیالیو غړو ته هېڅ نه ورکوي.»

هغه وویل، «ډېر طالبان له جګړې څخه ستړي شوي او د سولې د خبرو نتایجو ته په تمه دي چې وکولی شي خپلې وسلې کېږدي.»

د یوه سوله ییز ژوند په هکله اطمینان ورکول

د تخار د والي مرستیال محمد فرید ذکي د سولې پروسې سره د یوځای کېدلو لپاره د اورپکو اقدام وستایه. هغه وویل، د دغه ګروپ په تسلیمېدلو سره به په دې ولایت او په ماورای کوکچه ولسوالیو کې امنیت ښه شي.

ذکي په یوه مرکه کې وویل، «ځایي حکومتي اداره ټولو حکومت ضد جنګیالیو ته اطمینان ورکوي چې د حکومت دروازه د هغوی پرمخ پرانستې ده او حکومت د هغوی معیشتونه تضمینوي.»

هغه وویل، «هغو جنګیاليو ته چې پخوا د سولې پروسې سره یوځای شوي ول د سولې د عالي شورا له خوا کاري فرصتونه برابر کړای شوي وو، او اوس هغوی یو کاروبار زده کړه او یوه وظیفه لري

هغه زیاته کړه، «مونږ په نورو طالبانو باندې هم غږ کوو چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، بېرته عادي ژوند ته راوګرځي او له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره یوځای په سوله کې له ژوند کولو څخه خوند واخلي.»

د اوربند غوښتنې

د دغه ګروپ له تسلیمېدلو څخه وروسته، د تخار یو شمېر اوسېدونکو له طالبانو څخه وغوښتل چې د کوچني اختر په مناسبت یو چټک اوربند اعلان کړي.

په تخار ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال عطاءالله سیدي وویل، «د افغانستان خلک د تېر کال له درې ورځني اوربند څخه ښې خاطرې لري، او دا ځل هم، د سولې په خبرو کې ښکېلې دواړه خواوې باید اوربند وکړي.»

هغه د هغه وخت یادونه کوله چې طالبان تېر کال د روژې په پای کې له افغان حکومت سره په یوه موقت درې ورځني اوربند سلا شول.‌

دغه ۲۹ کلن سړي وویل، «د تخار ولایت په بېلابېلو برخو کې په وروستیو اونیو کې د ځوانانو،‌ د مدني ټولنې فعالانو، قومي مشرانو او ښځو په شمول د بېلابېلو اقشارو افغان وګړو د سولې او اوربند په ملاتړ غونډې وکړې او د جګړې له ښکېلو لوریو څخه یې وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او په اوربند سره سلا شي.»

په تخار ولایت کې یوې دولتي مامورې عاطفې قادري چې ۳۱ کاله عمر لري هم د سولې د غوښتنې خبره تکرار کړه.

قادري وویل، «د خدای لپاره، لطفاً جنګ ودروئ او سوله وکړئ ځکه چې سوله د هرچا په ګټه ده. مونږ له مخالفو لوریو څخه غوښتنه کوو چې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په هېواد کې د جنګ پای ته رسېدا اعلان کړي او یو بل ته غېږې پرانیزي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500