امنیت

په تخار کې د ملکي‌ خلکو په کورونو کې پټو شویو طالبانو امنیتي ځواکونو ته کمین ونیو

سلام ټایمز او ای اېف پي

په تخار ولایت کې د ۱۳۹۹ د تلې په ۳۰مه د یوه کمین په ترڅ کې چې پړه یې پر طالبانو اچول شوې د لږ تر لږه ۲۵ افغان امنیتي منسوبینو له وژل کېدلو څخه وروسته، د یوه عسکر خپلوان له یوه روغتون څخه بهر د هغه په تابوت ورټول شوي دي. [نصیر صادق/ای اېف پي]

په تخار ولایت کې د ۱۳۹۹ د تلې په ۳۰مه د یوه کمین په ترڅ کې چې پړه یې پر طالبانو اچول شوې د لږ تر لږه ۲۵ افغان امنیتي منسوبینو له وژل کېدلو څخه وروسته، د یوه عسکر خپلوان له یوه روغتون څخه بهر د هغه په تابوت ورټول شوي دي. [نصیر صادق/ای اېف پي]

کندوز -- چارواکو د چارشنبې په ورځ‌ /د تلې ۳۰مه/ وویل، د افغان امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۲۵ منسوبین، په یوه کمین کې چې پړه یې پر طالبانو ور اچول شوې ده ووژل شول.

دغه کمین له دې سره سره نیول شوی چې طالبانو تېره اونۍ واشنګټن ته ډاډ ورکړ چې هغوی به وینه تویول کم کړي.

د والي ویاند محمد جواد هجري وویل،‌ په امنیتي ځواکونو باندې د چارشنبې په شپه په تخار ولایت کې برید وشو او جنګ لا هم روان وو.

هغه وویل، «طالبانو په سیمه کې د خلکو په کورونو کې سنګرونه نیولي دي. هغوی زموږ ځواکونو ته چې هلته د دښمن پر ضد د عملیاتو لپاره تللي ول کمین نیولی وو.»

هجري وویل، تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۵ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.‌

د تخار ولایت د روغتیا رییس عبدالقیوم وویل چې د ولایت د امنیه قوماندانۍ د مرستیال په ګډون ۳۴ تنه امنیتي منسوبین وژل شوي دي.‌

طالبانو نېغ په نېغه د پېښې مسؤلیت وانه خیست، خو ویې ویل چې د هغوی جنګیالیو په تخار کې «له دښمن سره نښته کړې» تر څو د هغوی پر ضد د ترسره شویو امنیتي عملیاتو غچ واخلي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو له پيلولو سره سره، طالبانو په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات کړی ترڅو په مذاکراتو کې امتیاز ترلاسه کړي.

په هلمند ولایت کې د طالبانو له خوا یوه لوی یرغل تېره اونۍ په زرګونو کورنۍ مجبورې کړې چې خپل کورونه پرېږدي، په داسې حال کې چې د تلې په ۲۷مه په غور کې له امنیه قوماندانۍ سره نږدې یوه موټربمي برید چې پړه یې پر یاغیانو وراچول شوې ده ۱۶ کسان مړه او ۱۵۴ نور ټپیان کړل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) وویل، نږدې ۴۰۰۰۰ خلک له هلمند څخه ووتل، او له بې ځایه شویو خلکو سره یې د مرستې غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي کارولین وان بورین وویل، «په مخابراتو کې اختلال، د په لاس جوړو چاودېدونکیو وسیلو ګواښ او د ګڼو پلونو له ویجاړېدلو څخه وروسته د کندهار او هلمند تر منځ د لویې لارې دومدار بندښت دغه ننګونې زیاتې کړې دي.»

تاوتریخوالی په ځوروونکي ډول زیات دی

افغان او طالب مرکچیانو د تېرو څو ورځو په ترڅ کې په دوحه کې لیدنې کړي، خو د وږي په ۲۲مه د خبرو له پیلېدلو راهیسې لږ پرمختګ شوی دی.‌

د افغان حکومت یوه مرکچي نادر نادري وویل، «په دې کچه تاوتریخوالی حتما د مذاکراتو کار سختوي.»

هغه وویل، «دغه ډول حالات د اوربند لپاره بیړه لا نوره هم زیاتوي.»

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د تلې په ۳۰مه په بروسلز کې وویل، ناټو د متحده ایالاتو - طالبانو د هوکړې او بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي،‌ خو طالبان باید په خپلو ژمنو کلک ودرېږي.‌

هغه وویل، «طالبان باید خپلې ژمنې پوره کړي، د تاوتریخوالي کچه ډېره راکمه کړي. هغوی باید له القاعدې او نورو نړۍ والو ترهګرو ډلو سره ټولې اړیکې پرې کړي او په صادقانه توګه مذاکرات ترسره کړي.»

ستولتنبرګ وویل، «د دوحې خبرې د یوه نسل په موده کې د سولې لپاره غوره فرصت دی. هغوی باید د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون په تېرو شلو کالونو کې شوې لاسته راوړنې وساتي.»

افغان ولسمشر اشرف غني د تلې په ۳۰مه په ولسي جرګه کې د خپلې کابینې د نوماند وزیرانو د معرفۍ په مراسمو کې استازو ته وویل، «له بده مرغه چې طالبان او د هغوی ملاتړي اوس هم له تاوتریخوالي څخه استفادې ته دوام ورکوي.»

هغه وویل، «په هلمند، غور او د هیواد په نورو برخو کې د طالبانو وروستي بریدونه ښیي چې هغوی اوس هم د بریا په غلط روایت باندې باور لري.»

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د روانې اونۍ په لومړیو کې وویل، جنګ د سولې پروسه ګواښي.

هغه وویل، «د تاوتریخوالي واقعي کمولو ته د اړتیا په هکله له وروستي بیا ټینګار سره سره، اوس هم تاوتریخوالی په ځوروونکي ډول په لوړه کچه موجود دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حیران یو چې تر څو پورې به دغه د وژنو او وینې تویدلو لړې دوام لری. کله به دې وطن کې سوله راځی. مرګ په بهرني غلامانو.

ځواب ورکړئ

وروسته له هغه چې طالبانو په تخار کې امنیتي ځواکونه ووژل، هوایي ځواکونو په دغه ولایت کې په یوه مدرسه باندې بمبار وکړ چې په نتیجه کې یې په لسګونو ماشومانو شهیدان شول. حکومت او طالبان دواړه د افغانستان د غریب او مظلوم ملت دښمنان دي.‌ په دې جنګ کې نه د طالبانو د مشرانو بچیان وژل کیږي نه د افغان حکومت د مشرانو بچیان. د دې جنګ قربانیان غریب خلک دي.‌

ځواب ورکړئ

طالبانو په تخار ولایت کې یو ډېر غټ او د نه بخښلو وړ جنایت ترسره کړ.‌ د مړینو شمېر له هغه څه نه چې رسنیو یې راپور ورکړی دی ډېر زیات دی.‌ په تخار ولایت کې د طالبانو په یوه کمین کې د افغان حکومت خواوشا ۹۰ تنه امنیتي سرتېري ووژل شول، خو حکومت یې د تلفاتو شمېر کم ورکړ.‌

ځواب ورکړئ