ديپلوماسي

طالبانو له امریکايي ځواکونو سره وکتل او دا یې ومنله چې د افغانانو تلفات کم کړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو سړی له یوه موټربمي برید څخه، چې د تلې په ۱۲مه یې د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې یوه حکومتي وداني په نښه کړه، وروسته یوه ټپي شوې جنۍ روغتون ته لېږدوي.‌ افغان چارواکو وویل، په برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان چې ډېر یې ملکيان وو ووژل شول او ۴۲ نور ټپیان شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو سړی له یوه موټربمي برید څخه، چې د تلې په ۱۲مه یې د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې یوه حکومتي وداني په نښه کړه، وروسته یوه ټپي شوې جنۍ روغتون ته لېږدوي.‌ افغان چارواکو وویل، په برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان چې ډېر یې ملکيان وو ووژل شول او ۴۲ نور ټپیان شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۲۴مه/ وویل، طالبانو، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه له یوه لوی برید څخه وروسته، چې د سولې د روانو خبرو په هکله یې پوښتنې راپورته کړې، له امریکایي ځواکونو سره ژمنه کړې چې بریدونه او تلفات کم کړي.‌

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې ده او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال استین میلر څو ځلې له طالبانو سره د سولې د خبرو د وضعیت په هکله خبرې اترې وکړې.‌

هغه په یوه ټویټ کې لیکلي، «موږ توافق وکړ چې چارې د متحده ایالاتو - طالبانو د هوکړې د عناصرو او ټولو شویو ژمنو په اساس برابرې کړو. د دې معنی دا ده چې د عملیاتو شمېر به کم شي.»

خلیلزاد چې د کب په ۱۰مه یې له طالبانو سره د امریکایي ځواکونو د اېستلو او د سولې د بین الافغاني خبرو د پیلولو لپاره هوکړې ته لاره جوړه کړه، وویل، «دا وخت ډېر زیات افغانان مري. موږ تمه لرو چې په بیا ترتیب سره به دغه شمېر ډېر راکم شي

په دې عکس کې چې د تلې په ۲۴مه خپور شوی دی، د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ (چپ) او د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحدو ایالاتو ځانګړی استازی په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدلو په ترڅ کې په دوحه کې د سولې د بین الافغاني خبرو په هکله خبرې اترې کوي. [ینس ستولتنبرګ/ټوېټر]

په دې عکس کې چې د تلې په ۲۴مه خپور شوی دی، د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ (چپ) او د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحدو ایالاتو ځانګړی استازی په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدلو په ترڅ کې په دوحه کې د سولې د بین الافغاني خبرو په هکله خبرې اترې کوي. [ینس ستولتنبرګ/ټوېټر]

هغه وویل، «بریدونه په وروستیو اونیو کې زیات شوي دي -- چې د سولې پروسه ګواښي او افغانانو او د هغوی سیمه ییزو او نړۍ والو ملاتړو ته د خطر زنګ ده.»

د طالبانو - متحده ایالاتو خبرې اترې تایید شوې

طالبانو تایید کړه چې د طالبانو مشر مرکچي عبدالحکیم له خلیلزاد او میلر سره د تېرو څو ورځو په ترڅ کې د سولې د پروسې په هکله خبرې کړي دي.‌

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په یوه ټویټ کې ولیکل، دواړو خواوو د متحده ایالاتو - طالبانو د هوکړې پر اهمیت ټینګار وکړ او د داسې لارو چارو په هکله وغږېدل ترڅو د دغې هوکړې د «بشپړ تطبیق» په هکله ډاډ ترلاسه کړي.‌

د کب د میاشتې د هوکړې په اساس،‌ طالبانو ویلي وو چې هغوی به په ښارونو باندې بریدونه نه کوي په داسې حال کې چې متحده ایالاتو ویلي وو چې هغوی به د افغان ځواکونو له دفاع څخه پرته، په یاغیانو باندې له بریدونو څخه ډډه وکړي.

افغان چارواکو په طالبانو باندې تور ولګاوه چې په لښکرګاه باندې په برید کولو سره یې له هوکړې څخه سرغړونه کړې ده. له دغه ښار څخه په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسان تېښتې ته مجبور شول.

دغه برید امریکایي ځواکونه مجبور کړل چې د افغان سرتېرو د دفاع لپاره د هوایي بریدونو غوښتنه وکړي.

طالبانو هم ومنله چې اجازه به ورنه کړي ترڅو افغانستان د بهرنیو افراطیانو له خوا وکارول شي او د ناټو ځواکونو پر ضد عملیات یې ودرول.

طالبانو ژمنه ونه کړه چې په کابل کې په نړۍ واله کچه د په رسمیت پېژندل شوي حکومت پر ضد تاوتریخوالی پای ته ورسوي خو ویې ویل چې هغوی به د سولې په خبرو کې د یوه «دایمي او هر اړخیز اوربند» په هکله خبرې اترې وکړي.

دغه خبرې د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې، خو پرمختګ یې ورو دی،‌ تر دې چې ان د خبرو اترو د څرنګوالي په هکله هم لا شخړې پرځای پاتې دي.‌

ناټو د افغانستان امنیت ته ژمنه ده

د ناټو عمومي منشي چې له خلیلزاد سره خبرې یې تایید کړې، وویل، دغه ماموریت چې په افغانستان کې د یاغیتوب ضد ایتلاف مشري پر غاړه لري، د دغه هېواد د امنیت پر وړاندې ژمن دی.‌

عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د تلې په ۲۴مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «د دوحې خبرې د سولې په هکله غوره فرصت برابروي، خو طالبان باید په خپلو ژمنو ودرېږي او د تاوتریخوالي د نه منلو وړ کچه راکمه کړي. ناټو د افغانستان د امنیت پر وړاندې ژمنه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که امریکا صادقانه وغواړي، کولی شي چې پاکستان له منافقت او طالبان له جنګ نه راوګرځوي.

ځواب ورکړئ

د دې جنګ د اور د مړ کولو لپاره په کار دی چې مونږ د متحده ایالاتو د سیاستوالو پر ضد ډېر قوي دریځ جوړ کړو ځکه چې دا جنګ هغوی پيل کړ اوهغوی دې ته ژمن دي چې دوام ورکړي.

ځواب ورکړئ

یوازنۍ لاره چې د افغانستان بحران پرې پای ته رسیږي دا ده چې د متحده ایالاتو- طالبانو هوکړه عملي شي. ټول لوري باید هڅه وکړي چې د دغې هوکړې په اساس پرمخ لاړ شي. که متحده ایالات یې نه مني، نړۍ واله ټولنه باید اجازه ورنه کړي چې داسې وکړي، او که طالبان ترې سرغړونه کوي،‌ متحده ایالات باید فشار پرې واچوي چې سرغړونه ترې ونه کړي. که افغان حکومت دا هوکړه نه مني، افغانان او د افغانستان ملي شورا، ولسي جرګه او د مشرانو جرګه باید حکومت وپوښتي او په افغانستان کې د جنګ مسؤل یې وبولي.‌

ځواب ورکړئ

دا ښه خبر دی. طالبان باید د افغانانو وژنه ودروي او دا تضمین باید ترې امریکا واخلي

ځواب ورکړئ