ديپلوماسي

د طالبانو او حکومت تر منځ د مهمې مسئلې په سر د فاصلې په کمېدلو سره، د سولې ایسارې خبرې روانې شوې

ای اېف پي

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله (منځ کې) د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د یوې ناستې په پای کې د هیئتونو له غړو سره خبرې کوي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله (منځ کې) د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د یوې ناستې په پای کې د هیئتونو له غړو سره خبرې کوي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

اسلام اباد -- یوه جګپوړي افغان چارواکي د چارشنبې په ورځ /د تلې ۹مه/ وویل، د افغان حکومت او طالبانو مرکچیان په یوه مهم خنډ باندې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د خبرو په لاره کې رامنځته شوی وو، یوه جوړجاړي ته سره نږدې شوي دي.

خبرې د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې،‌ خو له هیلو نه ډک پیل روان تاوتریخوالي زیانمن کړ، او په دې هکله اختلافاتو چې له شخړې څخه وروسته افغانستان کې به قوانین د کومې فقې په اساس جوړیږي، بحثونه له ستونزو سره مخامخ کړل.

طالبانو د اسلام د سني څانګې په حنفي مکتب باندې سخت ټینګار کاوه، خو حکومتي مرکچیان اندېښمن وو چې له دغې تګلارې څخه استفاده به د هغو هزاره ګانو چې ډېر وګړي یې شیعه دي او نورو مذهبي اقلیتونو پر ضد توپیري چلند ته لاره هواره کړي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله چې د سولې په برخه کې د کابل د هڅو نظارت کوي له ای اېف پي سره په یوه مرکه کې وویل، په دوحه کې د کوچنیو ګروپونو له ګڼو کتنو څخه وروسته، دغه مسئله «تر ډېره حده» هواره شوې ده.‌

عبدالله وویل، دواړو لوریو په مشروط ډول توافق کړی «چې د شیعه ټولنو یا اقلیتونو پر وړاندې له کوم توپیري چلند څخه پرته د حنفي رول اساس ومني، نو ... جوړجاړی په دغه ډول شوی دی.»

د دې مسئلې هواری دا معنی لري چې د خبرو د اجندا جوړونې لپاره د مرکچیانو په لاره کې موجود یو خنډ کم شو، خو د خبرو بشپړیدل کېدی شي کالونه وخت ونیسي.

یوه بل خنډ سر راپورته کړی دی؛ او هغه دا دی چې طالبان په یوه راتلونکې هوکړه کې د کابل حکومت ته په څومره مشروعیت منلو باندې قایل دي.

له ورو پیل څخه وروسته پرمختګ

دې ته ورته، اوس طالبان غواړي چې په هره راتلونکې هوکړه کې د حکومت نوم یاد نشي او پرځای یې هوکړه د «بین الافغاني» تړون په څېر په کوم نامه یاده شي.‌

عبدالله له تفصیل ورکولو څخه پرته وویل، داسې ښکاري چې دواړو لوریو په مسئله باندې پرمختګ کړی دی.‌

هغه وویل، له یوه ورو پیل څخه وروسته، مرکچي‌ ټیمونه اوس «د دوستۍ په فضا کې سره کار کوي، او هیله ده چې دا وروستی بند به ژر هوار شي.»

عبدالله دا خبرې په اسلام اباد کې له پاکستان څخه د خپلې درې ورځنۍ کتنې د پای ته رسولو پر مهال وکړې.

عبدالله وویل، «زه له پاکستان څخه له مثبتو حواسو او احساساتو سره ځم،» او زیاته یې کړه چې ده له پاکستاني چارواکو څخه وغوښتلترڅو طالبانو ته ووایي چې تاوتریخوالی چې په ګرد افغانستان کې زیات شوی او طالبان اوربند ته غاړه نه ږدي، کم کړي.

هغه وویل،‌ «زما احساس دا دی چې دا به په ښکاره ډول او له نورو طریقو ور ورسول شي.»

په ورته وخت کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل، د متحده ایالاتو استازي زلمی خلیلزاد چې د کب په میاشت کې یې له طالبانو سره د واشنګټن هوکړې ته لاره هواره کړه، د تلې په ۹مه د شپې ناوخته دوحې ته ورسېد ترڅو «د مذاکراتو له لارې رامنځته کېدونکي داسې یوه حل څخه چې ۴۰ کلن جنګ پای ته رسوي، د متحده ایالاتو ملاتړ څرګند کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟