ديپلوماسي

له اسلام اباد څخه د عبدالله لیدنه د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو تودوالی څرګندوي

د عالمزېب خان راپور

د تلې په ۷مه په اسلام اباد کې د سړک په غاړه لګېدلي یوه پوسټر باندې پاکستان ته د عبدالله عبدالله د درې ورځنۍ لیدنې ښه راغلاست لیکل شوی دی. [عالمزېب خان]

د تلې په ۷مه په اسلام اباد کې د سړک په غاړه لګېدلي یوه پوسټر باندې پاکستان ته د عبدالله عبدالله د درې ورځنۍ لیدنې ښه راغلاست لیکل شوی دی. [عالمزېب خان]

اسلام اباد -- افغان چارواکی چې له طالبانو سره د هوکړې لپاره د کابل د هڅو نظارت پر غاړه لري، د چارشنبې په ورځ /د تلې ۹مه/ له پاکستان څخه خپله درې ورځنۍ لیدنه پای ته ورسوله.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات د وږي په ۲۲مه پیل شول خو له دې امله ورو شوي چې دواړه لوري یو شمېر بنیادي مسایلو باندې کلک ولاړ دي.

همدارنګه، طالبانو دا نه ده منلې ترڅو په اوربند باندې هوکړه وکړي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په اسلام اباد کې د ولسمشر ډاکتر عارف علوي، لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ګډون جګپوړو پاکستاني چارواکو سره د ټرانزیټ سوداګرۍ، پاکستان - افغانستان اړیکو، اقتصادي اړیکو، وېزو او نورو مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (ښی) د تلې په ۷مه په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت کې عبدالله عبدالله ته ښه راغلاست وایي. [د پاکستان خارجه دفتر]

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (ښی) د تلې په ۷مه په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت کې عبدالله عبدالله ته ښه راغلاست وایي. [د پاکستان خارجه دفتر]

عبدالله عبدالله (چپ) د تلې په ۹مه په اسلام اباد کې له ولسمشر ډاکتر عارف علوي سره د افغانستان د سولې د پروسې په هکله د خبرو لپاره رسېږي. [عبدالله عبدالله/ټوېټر]

عبدالله عبدالله (چپ) د تلې په ۹مه په اسلام اباد کې له ولسمشر ډاکتر عارف علوي سره د افغانستان د سولې د پروسې په هکله د خبرو لپاره رسېږي. [عبدالله عبدالله/ټوېټر]

عبدالله عبدالله د تلې په ۸مه په اسلام اباد کې له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان د سولې د پروسې په هکله خبرې اترې کوي. [عبدالله عبدالله/ټوېټر]

عبدالله عبدالله د تلې په ۸مه په اسلام اباد کې له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان د سولې د پروسې په هکله خبرې اترې کوي. [عبدالله عبدالله/ټوېټر]

عبدالله د تلې په ۹مه له علوي سره له کتنې څخه وروسته په یو لړ ټویټونو کې ولیکل، «موږ د افغانستان د سولې د پروسې او د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې اترې وکړې. ولسمشر عارف علوي د سولې هڅو او د ورونو هېوادونو تر منځ د اړیکو له پیاوړي کولو څخه پوره ملاتړ څرګند کړ.»

هغه وویل، «ما د پاکستان له ولسمشر، حکومت او خلکو څخه د هغوی د تاوده هرکلي، مېلمه پالنې، او د سولې پروسې سره د دوامدار ملاتړ او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړي کولو له امله مننه وکړه.»

عمران خان د سې شنبې په ورځ /د تلې ۸مه/ په یوه اعلامیه کې هیله څرګنده کړه چې د عبدالله کتنه به د پاکستان او افغانستان تر منځ په ملګرتیا کې د یوه نوي فصل په پرانستلو کې مرسته وکړي.

عمران خان وویل، «په افغانستان کې د شخړې نظامي حل نشته او ... سیاسي حل یواځینۍ لاره ده.»

هغه په خپله اعلامیه کې «له افغانانو سره د بشپړ ملاتړ او پیوستون» د څرګندولو تر څنګ وویل، دا د افغانانو مسؤلیت دی چې «یو ټولشموله، پراخ بنسټه او هر اړخیز سیاسي حل ته لاره هواره کړي.»

تر دې مخکې د تلې په ۸مه عبدالله او قریشي دواړو د اسلام اباد د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ کې په یوه غونډه کې خبرې وکړې.

قریشي وویل، «موږ داسې احساس کوو او زه باور لرم چې افغانان او یواځې افغانان کولی شي چې د افغانستان د راتلونکې په هکله پرېکړه وکړي. یوه دوامداره سوله کولی شي چې د افغانستان له داخل څخه سر راپورته کړي، داسې نشي کېدلی چې هغه په افغانستان باندې تحمیل کړای شي.»

هغه زیاته کړه، «ټول لوري باید د یوه سوله ییز، نېکمرغه، باثباته افغانستان لپاره چې د پاکستان غوښتنه ده، په ګډه کار وکړي.»

هغه وویل، «موږ دانه وایو چې څوک ښه دی او څوک نه. موږ نه غواړو چې ستاسو په کورنیو چارو کې لاس ووهو، موږ ستاسو د استقلال، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوو او غواړو چې درناوی یې وکړو.»

عبدالله غونډې ته وویل چې هغه له پاکستان څخه په داسې حال کې لیدنه کوي چې یو سوله ییز راتلونکی مخ په څرګندیدو ده.‌

هغه وویل، «موږ چې دلته خبرې کوو، په دوحه کې د دواړو لوریو استازي یوه مېز ته ناست دي او په افغانستان کې د یوه سیاسي حل له لارې د لسیزو اوږدې شخړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې کوي.»

هغه د سولې په پروسه کې د پاکستان د حکومت او خلکو د رول ستاینه وکړه.‌

هغه وویل، «له ډېرو ستونزمنو کالونو څخه وروسته، موږ اوس دې ته اړتیا لرو چې له معمولو څرګندونو او د توطیې له مبهمو نظریو څخه چې موږ یې شاته ساتلي یو، پښه واړوو. موږ نشو کولی چې زړې لارې تعقیب کړو. موږ تازه هڅو ته اړتیا لرو او زموږ خلک یې له موږ څخه غواړي. دا له بل هر وخت څخه ډېره عاجله خبره ده چې زموږ سیمې ته د یوې سیمې په توګه وکتل شي.»

هغه زیاته کړه، «موږ له یو لړ مشترکو ګواښونو او ننګونو سره مخامخ یو ... چې په دې ډله کې ترهګري، افراطیت، تنګ نظري او په وروستیو کې کووېډ-۱۹ وبا چې هېڅ هېواد یې هم نه دی پرېښی، شامل دي.»

د پاکستان - افغانستان اړیکو پیاوړي کول

د عبدالله لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه چې د پاکستان کابینې د تلې په ۸مه د وېزو په هکله یوه نوې تګلاره تایید کړه. دغه تګلاره افغان سوداګرو، زده کوونکیو او ناروغانو ته دغه هیواد ته د څو ځلې دخول اجازه ورکوي.‌

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ /د تلې ۷مه/ اعلان وکړ چې په خیبرپښتونخوا کې د تورخم دروازې په ګډون ټولې سرحدي لارې به په اونۍ کې څلور ورځې د پلیو کسانو لپاره پرانستې وي.

کتونکي وایي، د عبدالله کتنه داسې یو ګټور تغیر دی چې نه یواځې له افغانستان سره به د سولې د پروسې په اسانولو کې مرسته وکړي، بلکې د دواړو هېوادونو تر منځ به نوي سوداګریز فرصتونه، د خلکو تر منځ تماسونه او ثبات هم رامنځته کړي.

په پېښور کې یوه جګپوړي ژورنالست رحیم الله یوسفزي وویل، «ډاکتر عبدالله ۱۲ کاله وروسته پاکستان ته راغی... هغه د شمال ټلوالې چې د پاکستان او طالبانو دواړو مخالفه وه، غړی وو.»

یوسفزي وویل، «له پاکستان څخه د هغه د کتنې معنی دا ده چې دغه توپیر نور له منځه تللی دی.»

هغه وویل، «د دې تر څنګ، عبدالله اوس د افغان حکومت برخه او د روغې جوړې د شورا رییس دی. ډاکتر عبدالله غواړي چې له دغو فرصتونو څخه پوره کار واخلي.»

یوسفزي هغې هوکړې ته چې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته یې لاره هواره کړه، په اشارې وویل، «د سولې له هغې هوکړې راهیسې چې د کب په ۱۰مه د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ لاسلیک شوه، د سولې په پروسه کې د پاکستان رول ډېر مهم دی.»

یوسفزي وویل، «پاکستان به یو رول ولوبوي، که غټ وي که وړوکی.»

په اسلام اباد کې مېشت شنونکی حسن خان وایي، نړۍ والو ځواکونو د سولې په پروسه کې د پاکستان رول درک کړی دی، او په پاکستان کې هیله مندي زیاته شوې ده.

هغه وویل، «البته په سیمه کې په تاوتریخوالي کې کموالی راوستل ... چې لومړي وزیر عمران خان او عبدالله عبدالله دواړو په خپله کتنه کې یاد کړ، د بریالیتوب لپاره به ډیر مهم وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نړۍ واله ټولنه او په ځانګړې توګه متحده ایالات باید پاکستان ته اجازه ورنه کړي چې نور د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس ووهي او باید له دغه هیواد څخه په کلکه وغواړي چې په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې پروسه کې خپل رول ثابت کړي. د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول له بل هر هیواد څخه ډېر ښکاره دی. په پاکستان باندې باید فشار واچول شي چې د افغانستان د سولې خبرو سره له اخلاصه همکاري وکړي.‌

ځواب ورکړئ

زما په شخصي نظر، مونږ باید له پاکستان سره دوستي وکړو او له دغه هېواد سره دښمني یو طرف ته کړو، ځکه چې په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې لوی عامل پاکستان دی. افغان حکومتونو غلطي کوله چې له پاکستان سره یې ښه دپلوماتیک ارتباطات نه لرل، او له پاکستان سره د دښمنۍ له کبله،‌ هغوی له هندوستان سره اړیکې جوړې کړې وې. پاکستان د افغانستان لپاره یو ډېر مهم ګاونډی دی ځکه چې پاکستان له افغانستان سره تر ټولو اوږد سرحد لري. مونږ نشو کولی چې له پاکستان سره له ښو اړیکو لرلو څخه پرته افغانستان ته سوله راولو. له دې امله، له پاکستان څخه د ډاکترعبدالله لیدنه یو ښه ګام دی. زه هیله لرم چې پاکستان به هم په دې پوه شي چې په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره هم مهمه ده، او هغه باید هڅه وکړي چې افغانستان ته تلپاتې سوله راشي او دا هیواد باید د ترهګرو تمویل او تربیه ودروي.‌

ځواب ورکړئ

له پاکستان څخه د هېواد د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رییس ډاکتر عبدالله عبدالله لیدنه د دواړو هېوادونو لپاره ډېره مهمه وه، ځکه چې په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې وې او افغانستان ته د سولې په راوستلو کې د پاکستان رول ډېر مهم دی. د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ کتنې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه کولو لپاره مهمې بلل کیږي.‌ زما په نظر، هغوی باید د کتنو شمېر زیات کړي او ولسمشر غني هم باید له پاکستان څخه لیدنه وکړي او له پاکستان څخه په کلکه وغواړي چې طالبان د اوربند اعلانولو ته چمتو کړي.‌

ځواب ورکړئ

پاکستان ته د عبدالله تګ ته هېڅ اړتیا نه وه، دا یې اشتباه وکړه. پاکستان په هیڅ صورت له ترورستانو نه ملاتړ نه ودروي. د هند نیمې وچې نه د برتانیا له وتلو وروسته هغوی دا ماموریت پاکستان ته پرېښی دی چې افغانستان او هندوستان ارام ته پرې نه ږدي. پاکستان په تېرو شلو کالونو کې له چین او روسیې نه پيسې او وسلې ترلاسه کړې، او هم یې هغه پيسې چې له امریکا نه یې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره ترلاسه کولې دا درې واړه یې یو ځای د ترهګرو په روزنه ولګولې، افغانستان یې پرې وران کړ او افغان او ایتلافي عسکر او ملکي افغانان یې پرې ووژل.

ځواب ورکړئ