ديپلوماسي

د افغانستان لپاره د پاکستان د نوي ځانګړي استازي ټاکنه د پولې دواړو غاړو ته وستایل شوه

د ضیاءالرحمان راپور

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه (چپ)، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق (له چپ نه دویم) او د پاکستان د استخباراتي خدمتونو د ادارې (آی اېس آی) رییس ډګرجنرال فیض حمید (ښی) د غبرګولي په ۲۰مه په کابل کې د سولې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله سره ګوري. [عبدالله عبدالله/ټوېټر]

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه (چپ)، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق (له چپ نه دویم) او د پاکستان د استخباراتي خدمتونو د ادارې (آی اېس آی) رییس ډګرجنرال فیض حمید (ښی) د غبرګولي په ۲۰مه په کابل کې د سولې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله سره ګوري. [عبدالله عبدالله/ټوېټر]

اسلام اباد -- په پاکستان او افغانستان دواړو کې کتونکي د پاکستان د حکومت له خوا د افغانستان په چارو کې د هغه هېواد د ځانګړي استازي ټاکنه ستايي.‌

چارواکو وویل، د دغه ګام موخه د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو پیاوړي کول او د افغانستان د سولې د پروسې په تسهیل کې مرسته کول دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د غبرګولي په ۱۷مه مجرب دپلومات محمد صادق د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی وټاکه.

صادق یو تجربه کار دپلومات دی چې له ۱۳۸۷ څخه تر ۱۳۸۳ پورې یې د افغانستان لپاره د پاکستان د سفیر په توګه کار کړی او په ۱۳۹۵ کې تقاعد شوی وو.‌

محمد صادق په یوه بې نېټې عکس کې لیدل کیږي. [محمد صادق/فیسبوک]

محمد صادق په یوه بې نېټې عکس کې لیدل کیږي. [محمد صادق/فیسبوک]

د افغانستان په چارو کې د پاکستان نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی محمد صادق (چپ) د غبرګولي په ۱۹مه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ګوري. [د پاکستان رادېو]

د افغانستان په چارو کې د پاکستان نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی محمد صادق (چپ) د غبرګولي په ۱۹مه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ګوري. [د پاکستان رادېو]

همدارنګه، هغه د پاکستان د ملي امنیت کمېټه کې کار کاوه او د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وو.

هغه په بیجینګ او بروکسل کې په مهمو دپلوماتیکو موقفونو کار کړی، او له ۱۳۷۷ څخه تر ۱۳۷۹ پورې په واشنګټن ډي سي کې د سفارت مرستیال وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، د افغانستان په چارو کې ځانګړی استازیتوب یو نوی موقف دی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د هغه هېواد هڅې به پرمخ وړي.

دغه ټاکنه دواړو خواوو ته وستایل شوه

د دواړو هېوادونو هغو سیاسي شنونکو او دپلوماتانو چې د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې څاري، د صادق د ټاکنې هرکلی کړی دی.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د غبرګولي په ۱۷مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «هیله ده چې په دغه مهم وخت کې د سیمې او افغانستان په هکله د صادق معلومات او پوهه به په سیمه او د دواړو هیوادونو د اړیو په اړه یو رغوونکی رول ولوبوي.»

د مشعل په وینا، هغوی دواړو د غبرګولي په ۱۹مه «یوه ګټوره کتنه» ترسره کړله.‌

هغه په خپل ټویټ کې لیکلي، «د هغه د ادارې جوړېدنه به د داسې دوه اړخیزو اړیکو لپاره د یوه تعقیبي مېکانېزم په تطبیق کې مرسته وکړي چې د پرمختګ په لور یو مثبت ګام دی. موږ د سولې او روغې جوړې او همدارنګه د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ په هکله خبرې اترې وکړې.»

هغه زیاته کړه، «همدارنګه، موږ د غلام خان بندر په هکله خبرې وکړې او ښاغلي صادق د پوره ملاتړ او همکارۍ ډاډ راکړ.»

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال د غبرګولي په ۱۷مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «صادق نه یواځې دا چې د دې کار لپاره ژوره پوهه، معلومات او ښه روحیه لري، بلکې همدارنګه د پاکستان او افغانستان تر منځ د یوې ډېرې رغوونکې پالیسۍ یو قوي ملاتړی، د سولې او نږدې دوه اړخیزو اړیکو پلوي دی.»

د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان (APAPPS) -- چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو، سولې او ثبات راوستلو او د سیمې د پرمختګ د ګډو موخو یوه جرګه ده -- له ۱۳۹۸ راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترینګلتیاوو د شتون له امله غونډه نه ده کړې.

په کابل کې د بلال الکوزي په نامه یوه څېړونکي چې په افغانستان کې د سولې د خبرو څارنه کوي، وویل، «صادق چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې زېږېدلی او په افغانستان کې یې د سفیر په توګه کار کړی دی، د افغانستان شخړه هم له تاریخي پلوه او هم له ټولنیز - اقتصادي پلوه پېژني.»

هغه وویل، د افغانستان د شخړې په هوارولو کې د پاکستان رول پخوا نظامي وو، او د صادق ټاکنه به اوس دې ته فرصت برابر کړي چې پاکستان په سیاسي حل باندې تمرکز وکړي او په سیمه کې سوله ډاډمنه کړي.

صادق په داسې حال کې وټاکل شو چې د بین الافغاني خبرو د پیلولو هڅې بیا تازه شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان تل په افغانستان کې بې ګناه خلک وژلي او بې اتفاقي یې اچولې ده.‌ که هغوی پرښتې هم شي باور پرې مه کوئ، هغوی خاینان دي.‌

ځواب ورکړئ

د ایران نفوذ د منلو وړ نه دی ځکه چې دغه هېواد ترهګر تجهیزوي چې افغان حکومت پرې کمزوری یا بې ثباته کړي.

ځواب ورکړئ

زه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق گمارل یو ِښه او پره ځایه ټاکنه بولم. هغه کولی شي چې په افغانستان کې دی سولې او سوکالي لپاره کار وکړي او د دواړو هیوادنه د اړیکو په ښه والي کې رغنده رول ولوبه یي. ځکه ښاغلي صادق په مختلفو پوسټونو کې کار کړی او د افغانستان په وضعیت ښه پوهییږي. زه فکر کوم چې پاکستان هم اوس پوه شوی چې که دغه هیواد افغانستان سره په امنیت راوستلو کې مرسته ونکړي، دی به د سیمې هیوادونو په ځانګړي توګه د امریکا دی اقتصادی بندیزونو سره مخ شي. زه فکر کوم که چیره د امریکا متحده ایالات په پاکستان فشارونه نور هم زیات کړي، دغه هیواد به افغانستان سره د طرحګری په ضد جګړه کې مرسته و کړي او نور به د افغانستان کورنئ چارو کې لاسوهنه ونکړي. الله پاک دی وکړي چی په ګران افغانستان کې یو تلپاتې سوله رامنیځ ته شي تر څو افغانان هم وکولي شي چې د نورو هیوادونو خلکو په ځیر یو انساني ژوند ولري.

ځواب ورکړئ

د ایران نفوذ غندو او دلیل یې دا دی چې هغوی ترهګرو ته وسلې ورکوي چې افغان حکومت خراب کړي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق یو پوه او هوښیار شخص دی. هغه کولی شي چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکو ته وده ورکړي او په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې لپاره کار وکړي. د افغانستان د ناامنۍ یو دلیل دا دی چې افغانستان له تېرو ۲۰ کالو راهیسې له پاکستان سره ښې اړیکې نه لري او مونږ باید له پاکستان سره ښې اړیکې ولرو ځکه چې پاکستان د افغانستان یو ډېر نژدې ګاونډی دی او افغانستان له پاکستان سره یو ډېر اوږد سرحد لري.‌ که مونږ له پاکستان سره ښې اړیکې ونه لرو، په افغانستان کې به هېڅکله هم تلپاتې سوله رانشي. له دې امله، زه د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه د محمد صادق مقرري یو ډېر دقیق او مناسب کار بولم ځکه چې هغه په افغانستان کې د سیاسي وضعیت په هکله ډېر ژور معلومات لري.

ځواب ورکړئ

پاکستان چی ملایکه مقرره کړي هم باور پرې نه دی په کار. افغانستان باید د نړۍ والې ټولنې په مرسته هلته میشت افغانان راستانه کړي او له پاکستان سره پوله وتړي او دوستي موستي هر څه ورسره بند کړي ځکه پاکستان د یوه کاملا منافق سیستم له خوا اداره کیږی چې نه په خدای باور لري نه په رسول نه په خبره ودریږي نه په قول او عهد. ۱۵ کاله یی پخواني جهادي تنظیمونه د افغانستان د پخوانیو حکومتونو پر ضد وجنګول بیا یی پروسږکال وویل چې مونږ هغه ډلې د فیک جهاد لپاره روزولې وې اوس له شلو کالونو راهیسې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته ټریننګونه ورکوي، افغانان پرې وژني او افغانستان پرې ورانوي.

ځواب ورکړئ