ديپلوماسي

پاکستان د سولې او پرمختګ په لور د افغانستان د تګ ملاتړ تکرار کړ

د عالمزېب خان راپور

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق (منځ کې) د دوحې په خبرو کې د کابل له سر مرکچي معصوم ستانکزي سره د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د بین الافغاني خبرو په هکله خبرې اترې کوي. د درېیم کس هویت نه دی ښودل شوی. [محمد صادق/ټوېټر]

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق (منځ کې) د دوحې په خبرو کې د کابل له سر مرکچي معصوم ستانکزي سره د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د بین الافغاني خبرو په هکله خبرې اترې کوي. د درېیم کس هویت نه دی ښودل شوی. [محمد صادق/ټوېټر]

اسلام اباد -- د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او کابل تر منځ د مذاکراتو په پيلېدلو سره پاکستان له افغانستان سره د اړیکو جوړولو ته دوام ورکوي.‌

ای اېف پي راپور ورکړ چې، د مذاکراتو لومړی پړاو د وږي‌ په ۲۲مه د پرانستلو له مراسمو څخه وروسته پیل شو او د خبرو لپاره یې د کړنلارې یوه مسوده جوړه کړه. په پام کې ده چې بل پړاو د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۵مه/ پیل شي.‌

پاکستاني چارواکو دغو خبرو ته ښه راغلاست ویلی دی.‌

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د وږي په ۲۱مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «زه د ۱۳۹۹ د وږي په ۲۲مه د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلېدلو د اعلان تود هرکلی کوم. »

باکستاني او افغان چارواکي د وږي په ۱۳مه په اسلام اباد کې ګوري ترڅو د خپلو هېوادونو تر منځ د اړیکو په هکله خبرې اترې وکړي. [له عالمزېب خان نه په مننه]‌

باکستاني او افغان چارواکي د وږي په ۱۳مه په اسلام اباد کې ګوري ترڅو د خپلو هېوادونو تر منځ د اړیکو په هکله خبرې اترې وکړي. [له عالمزېب خان نه په مننه]‌

د طالبانو یو پلاوی د وږي په ۴مه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو اداره کې په یوه کتنه کې برخه اخلي. [د پاکستان د بهرنیو چارو اداره]

د طالبانو یو پلاوی د وږي په ۴مه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو اداره کې په یوه کتنه کې برخه اخلي. [د پاکستان د بهرنیو چارو اداره]

هغه وویل، «بالاخره، زموږ ګډو هڅو هغه ورځ راوستله چې افغانانو یې د راتګ هیله لرله.»

عمران خان په یوه بل ټویټ کې ولیکل، «پاکستان به پخپله برخه کې له افغانانو سره، چې د سولې او پرمختګ په لور په دغه مهم سفر کې پر مخ ځي، خپل بشپړ ملاتړ او پیوستون ته دوام ورکړي.»

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ /د وږي ۲۴مه/ د افغانستان د سولې د پروسې په هکله په اسلام اباد کې د پاکستان لوی درستېز جنرال قمر جاوېد باچوه او نورو چارواکو سره مشورې وکړې.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه اعلامیه کې د باجوه له قوله لیکلي، پاکستان هوډ لري چې په سیمه کې سولې ته د ودې ورکولو، اقتصادي پرمختګ او ښېرازۍ لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.‌

په اعلامیه کې راغلي، خلیلزاد «د افغانستان د سولې په روانه پروسه کې د پاکستان رول وستایه او ویې ویل چې د پاکستان له صادقانه او غیر مشروط ملاتړ څخه پرته دغه پروسه نشوای بریالۍ کېدلی.»

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د سولې په پروسه کې د پاکستان رول ستایلی او په خپله ټوېټر پاڼه یې لیکلي، «یو سوله ییز او باثباته افغانستان به نه یواځې د افغانستان بلکې د سیمې د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره نوی فرصتونه رامنځته کړي.»

پاکستان په تېرو څو میاشتو کې له افغانستان او طالبانو سره اړیکې زیاتې کړي ترڅو د خبرو لپاره لاره هواره کړي.‌

د وږي په لومړیو کې، د طالبانو د مرکچي ټیم مهمو غړو اسلام اباد ته سفر وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هغه وخت وویل، اسلام اباد طالبان د دې لپاره پاکستان ته راوبلل چې د خبرو په اهمیت ورته ټینګار وکړي، او زیاته یې کړه چې خبرې اترې په افغانستان کې «یواځینۍ مخته د تلولاره» ده.‌

هغه وویل، «دا د افغانانو کار دی چې سره جوړ شي، او زموږ کار دا دی چې په دې چاره کې اسانتیا رامنځته کړو.»

ډیریدونکې همکارۍ

د پاکستان له خوا د افغانانو له خپلمنځي خبرو څخه ملاتړ د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ یوه نښه ده.‌

د پاکستان - افغانستان د پارلماني دوستۍ د ګروپ اجرائیه کمېټې د چنګاښ د ۱۸مې له کتنې څخه وروسته د وږي په ۱۳مه په دویم ځل په اسلام اباد کې سره وکتل.‌

ده نېشن ورځپاڼې راپور ورکړ چې، د پاکستان د ولسي جرګې (ملي اسامبلې) رییس اسد قیصر په کتنه کې وویل، د سوداګرۍ په لاره کې د شتو خنډونو له منځه وړل او سوداګرو ته اسانتیا برابرول به د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ حجم زیات کړي.‌

په کتنه کې د افغانستان - پاکستان د ټرانزیټ سوداګرۍ د هوکړې په هکله د خبرو اترو کولو د شرایطو د نظارت لپاره یو ضربتي ګروپ جوړ کړای شو. د دغې هوکړې وخت په ۱۴۰۰ کال کې پوره کیږي.‌

د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال محمد ارباب شهزاد وویل، د وېزو د اسانولو د پالیسۍ یوه مسوده هم ترتیب شوه او په پام کې ونیول شوه چې د کابینې غونډې ته وړاندې کړای شي.

ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړ چې، تر دې مخکې د چنګاښ په ۲۶مه، د پاکستان د ملي اقتصادي شورا اجرائیه کمېټې د خیبر غاښي د اقتصادي دهلېز په ګډون ګڼې پروژې منظورې کړې.‌

په دې پروژه کې د پېښور او تورخم تر منځ د ۴۸ کیلومترو په اوږدوالي د یوې څلور لینه لویې لارې جوړول هم شامل دي چې په پام کې ده د ۱۴۰۳ د غبرګولي تر میاشتې پوره بشپړه شي.‌

نړۍ وال بانک وویل چې دغه سړک به پاکستان او افغانستان د خیبر غاښي له لارې له منځنۍ اسیا سره ونښلوي. نړۍ وال بانک د تېر کال د لیندۍ په میاشت کې هوکړه وکړه چې د دغه نوښت لپاره به ۳۱.۲ میلیارده افغانۍ (۴۰۶.۶ میلیونه ډالر) ورکړي.‌

د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا تر منځ د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د فدراسیون دایروونکي شاهد شینواري وویل، «دغه پروژه د سیمې په اقتصاد باندې ډېر زیات اغېز لري ځکه چې دا نه یواځې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا ځواک لري بلکې همدارنګه د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ تاریخي سوداګریزې اړیکې هم راژوندې کوي.»

هغه وویل، د دغې پروژې ترسره کول به د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګرۍ ته د حرکت ورکولو له لارې د دواړو هېوادونو تر منځ ټولې سرحدي سیمې ته ګټه ورسوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرګ په ملعون پاکستان. دغه هېواد هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې پروسه ټکنۍ کړي. ښایي چې هغوی طالبانو ته ویلي وي چې سوله ونه کړي.‌

ځواب ورکړئ

پاکستان ډېرعصباني دی. پاکستان ډارېږي چې که طالبان له افغان حکومت سره پخلا شي، او په افغانستان کې سوله راشي، دا هېواد به وکولی شي چې ژر پرمختګ وکړي او خپلې ټولې اړتیاوې پوره کړي او نور به پاکستان ته اړتیا ونه لري.‌ بیا به پاکستان ته غټ تاوان ور ورسیږي، ځکه چې د پاکستان ټوله سوداګري په افغانستان ولاړه ده او افغانستان د پاکستاني تولیداتو د خرڅلاو یو ښه مارکېټ دی.‌

ځواب ورکړئ

په پاکستان باندې د متحده ایالاتو او نړۍ والې ټولنې له خوا فشارونه چې طالبان له افغان حکومت سره د مذاکراتو مېز ته راولي ګټور وو. که چېرې نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه متحده ایالاتو په پاکستان باندې فشار نه وای اچولی، زه فکر نه کوم چې پاکستان طالبان مذاکراتو ته چمتو کړي وای،‌ او اوس طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې له افغان حکومت سره مذاکرات کولی. دا ټول د متحده ایالاتو د فشار په نتیجه کې وشول. که چېرې نړۍ والې ټولنې او متحده ایالاتو څو کاله مخکې په پاکستان باندې فشار اچولی وای چې د طالبانو ملاتړ ودروي، اوس به زمونږ په هېواد کې په زرونو خلک مړه نه وای. اوس به په افغانستان کې امنیت وای او خلکو به په سوله کې ژوند کولی. اوس هم په متحده ایالاتو باندې ډېره ناوخته نه ده چې په پاکستان باندې خپل فشار ته دوام ورکړي چې دغه هېواد له طالبانو سره د افغان حکومت له سولې کولو څخه وروسته په افغانستان کې د جنګ لپاره بله ډله تمویل نه کړي او افغانستان د دوو نورو لسیزو لپاره د جګړې په ډګر باندې وانه ړوي.‌ افغانان د نړۍ له ټولو ځواکمنو هېوادونو څخه غواړي چې افغانستان یوازې پرې نه ږدي. دغه هېوادونه باید له افغانستان سره مرسته ترهغه وخته پورې جاري وساتي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله راشي او افغانستان وکولی شي چې له اقتصادي او نظامي پلوه په خپلو پښو ودریږي.‌

ځواب ورکړئ

پاکستان خو خبري ډيري کوي خو عمل يي دومره نه دی.

ځواب ورکړئ